يو څو انډيوالان په مشاعرې كې د ګډون له پاره د كابل په لور روان وو انتظام كوونكو يو تونس موټر ورته كرايه كړ تونس چې څرنګه له خپله ځايه حركت وكړ نو د انډيوالانو له جملې نه يوه تن په خيټه لاس نيولى "ودرېژه ودرېژه" چیغې وهلې موټر چلوونكي موټر ورو كړ دغه سړي د موټر نه زغل كړ او په منډه منډه په كروندې ننوت د لږ ځنډ وروسته په ډاډمنه توګه يوه مولۍ په لاس د كروندې نه راووت او موټر ته د ننوتو په وخت كې يې موټر چلوونكي ته مخ ور واړوه او ويې ويل وبخښۍ وروڼو زما معده لږ څه كمزورې ده. موټر چلوونكي سر وښوراوه او ويې ويل هيځ خبره نده او تونس يې ګير ته واچاوه لا به يې لس دولس كلوميټره لار وهلې وه چې همدغه سړي بيا په خټه لاس نيولى او د ودريژه ودريژه غږونه يې پورته شول موټر چلوونكي بريك ونيو او دا سړي بيا په كروندې كې ورك شو لس دقيقې وروسته چې راستون شو  نو په لاس كې يې ګاځره وه موټر چلوونكي بيا سر وښوراوه او ويې ويل هيڅ خبره نده د ضرورت په وخت كې به دريږو او موټر يې ګير ته واچاوه خو د يو څو كلوميټره لار لنډولو نه وروسته يو وار بيا د موټر ودرولو غږ راپورته شو بريك د چرچري غږ وكړ دغه سړي په دواړه لاسونه د لمن لاندې نيولي وه او د كروندې په لوري يې اوږده اوږده ګامونه واخيستل دا وار دهغه په لاس كې د خوراك لپاره بادرنګ وه چې د ځان سره يې راوړى وه. موټر چلوونكي اوږده ساه واخسته او په  ستړي  نظر يې ورته وكتل او ويې ويل خير هيڅ خبره نده او موټر يې روان كړ ...... خو تر اوسه ........ په دغه موټر كې د شته خلكو په وينا كله چې څو واره "ودرېژه ودرېژه" زما معده كمزورې ده غږونه را پورته شول " هيڅ خبره نده"
نه وروسته هم موټر د كابل نه لا دومره لرې وه څومره چې د يو ساعت او لس وارې "ودرېژه ودرېژه" نه لومړى وه نو موټر چلوونكۍ دا وار په قهر شو; وروڼو په دې ډول به مونږ كابل ته هيڅ كله ونه رسيږو. دغه سړي دواړه لاسونه په خپلو تشو نيولي ويې ويل كابل لا ډير لرې دى؟. ددې نه لومړى چې د موټر چلوونكي لخوا له غاښ ماتوونكي ځواب سره مخامخ شي دده د ملګرو له ډلې نه يې يوه تن  ورته وويل نه دومره لرې ندى بس يولس پنځلس وارې چې نور "ودرېژه ودرېژه" غږ وكړې له خيره رسيږو.
كه د اوسني دولت له لوړ پوړو چارواكو نه پوښتنه وشي ددوى په سترګو كې هر وخت د يو څه كولو او د دوى په ژبه د اصلاح ټكى د مهمو كړنو په شكل اوړي را اوړي خو د دوى له  ټولو خبرو نه ښكاري چې
 " کابل لا تر اوسه لرې دى" ډيرى يې په ډېر غرور خپل پلانونه در پيژني مونږ به تر راتلونكي كال پورې دومره كار وكړو، دومره خلك به راټول كړو، دومره اصلاحات به راولو نظام به داسې جوړ كړو امنيت به داسې ټينګ كړو چې .....، مخدره توكي به داسې كنټرول كړو، وسلې به داسې راټولې كړو ، اقتصاد به داسې پياوړى كړو، غنم به دومره وكرل شي، خوشحالي به دومره راشي ، خلك به په كرار شي، د خلكو ژوند به دومره ښه شي. كله چې وار ځينې نيسې او كابل ته درسېدو واټن ورښې درته د غليدو اشاره كوي او بيا هم په هغه جوش او ولولې سره چې د يوه كره او خوب ليدونكي سړي خاصه ده خبرې كوي.
تاسي د سنګاپور بيلګه درواخلى په اګست ۱۹۶۵  كې ازاد شو هلته له ويرانو غنډيو او سمندري ځګ پرته هيڅ هم نه وه خو په لس كاله كې يې د اقتصاد ريښې په هغه بې اوبو او بې ګياه جزيرې كې كېنولې اوس د هغه جزيرې ذخيره تر سلو بيليونو ډالرو اوړي څرنګه چې د سنګاپور څو لكه خلك داسې معجزه ښكارولاى شي نو مونږ يو ځاى ولې ددې هېواد تقدير نشو بدلولاى  چې ځواب وركوې دوى اړخ بدل كړي او په ګوته درته د چپ اشاره كوي.
تاسي د كوريا ، ماليزيا، اندونيزيا او تهاي لينډ بيلګه در واخلى په ۱۹۶۷ كې د هغه ټوليز واردات څومره زيات وه خونن په افسوس سره خپل سر وښوروي تاسي ددغو هېوادنو د وارداتو لست درواخلى تر افغانستان څو ځلې وړاندې وه اخير ولې . مونږ ولې تر دوى پورې نشو رسېدلاى تاسي واورۍ مونږ به تر ۲۰۱۰ پورې به............... كله چې تر كابله د رسېدو واټن ورښولو كوښښ وكړې خو هغه بيا په اشارې سره خلك غلي كوي.
ګورى مونږ په كوښښ ، پلانونو ، كمكونو او له كدرونو نه په ګټه اخيستنې سره به په لس دولس كلونو كې هغو ته كه ونه رسېږو ورنيژدې خو به شو.
راځى چې ددوى د ګوتو د اشارې پروا ونكړو او ووايو چې مونږ كله هم دې هدف ته نشو رسېداى ځكه چې زمونږ په موټر كې داسې خلك سپاره دي چې د هرو څو كلوميټرو مزل نه وروسته په خېټه لاس نيولى وي او د ودرېدلو چيغې وهي او موټر دروي او بيا يې د لمن لاندې لاس نيولي د كروندې په لوري منډه اخلي كله چې بېرته راستنژي نو ددوى په لاس كې كله مولۍ، كله ګاځره او كله بادرنګ وي دا داسې خلك دي چې دا حقيقت نه پيژني چې د كمزوره معده لرونكو موټر كله هم د پرمختګ په لاره نه ځغلي د هغوى كابل همېشه د پنځلس شل ځله  "ودرېژه ودرېژه" په واټن كې وي .پاته شوه خبره د سنګاپور ماليزيا او اندونيزيا هغه خلك ډير هوښيار وه هغوى لا په پېل كې د "ودرېژه ودرېژه" د نسل خلك لرې كړي وه مګر مونږ هغه بد نصيب خلك يو چې تر اوسه پورې د لوړو ماڼيو ارمانجن او دسيسه ګر لرو د ۲۱ پيړۍ په انګړ كې هم لا د "ودرېژه ودرېژه" چيغې اورو.