څوورځې وړاندې مو له خبري رسنيو څخه واوريدل چې دافغانستان دعلماوو شورى افغان حكومت ته وړانديز كړى ترڅودحج او اوقافو وزارت په تشكيل كې د امرباالمعروف ونهى عن المنكر په نوم اداره ورزياته كړي چې ددغې شورى دغړو په آند دنده به يې په هيواد كې په نيكۍ باندې امر اوله بديو څخه دخلكومنع كول وي . دغه خبرپه افغاني ټولنه كې بيلابيل غبرګونونه راوټوكول چې له نيكه مرغه ډيرى هيوادوال ددغې ادارې دجوړيدوپلوي دي ځكه افغاني ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده چې دنړۍ په كچه داسلامي ارشاداتوپه رڼاكې په نيكيوباندې امر اوله بديو سره په مبارزه كې ځانګړى نوم لري . لوى څښتن پخپل كتاب قرآن عظيم الشان كې د امرباالمعروف ونهى عن المنكر په هكله داسې فرمايلي : (( ولتكن منكم امة يدعون الى الخير ويأمرون باالمعروف وينهون عن المنكر ...... الخ )) . ژباړه : شي دې له تاسې څخه يوه ډله چې راوبلي ( خلك ) دخيرلوري ته اوامروكړي ( خلكوته ) په نيكيو باندې اومنعه كړي ( خلك ) له بديو څخه .......... ترآخره :
د پورته آيت حكم ته په پام سره داد هرمسلمان دنده ده چې خلك ښې اوحقې لارې ته راوبلي اوله بدې لارې څخه يې منع كړي خودغه بلنه اومنع كول به يې هم دخداى ( ج ) د مبارك كتاب دارشاداتوپه رڼاكې په نيكه اوحسنه طريقه ترسره كيږي لكه چې پدې هكله لوى څښتن دقرآن كريم په يوه برخه كې فرمايي : (( ادع الى سبيل ربك باالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم باالتى هى احسن )) ژباړه : وبوله ( اى محمده ) ( خلک ) لارې درب خپل ته په حكمت سره اوپه نيكوخبروسره اومجادله وكړه له دوى سره په هغې طريقې سره چې ډيره غوره وي . په هرصورت داچې افغان ولس مشراودحج او اوقافو وزارت مشرتابه دنوموړي وزارت په تشكيل كې د دا ډول يوې ادارې جوړيدل منلي اوژمنه يې كړې چې دمالي اواداري پړاوونودمنظورۍ لپاره به يې ولسي جرګې ته وړاندې كوي نوداپه حقيقت كې يوښه اوپه زړه پورې ګام دى خو خداى ( ج ) دې وكړي چې ددغې ادارې جوړيدل هدف وي نه وسيله اوهغه څه ترسره كړي كوم چې داسلام دسپيڅلي دين غوښتنې دي . ددې لپاره چې دغه اداره پخپلوكړنوكې پوره بريالۍ وي هيله ده لاندې ټكي په پام كې ونيسي :
• دغه اداره بايد دنړۍ داوسمهالي پرمختللي تخنيك (( تلويزيون ، راديو ، انترنيت )) څخه په ګټه اخستوسره داسلامي شعايرودخپرولو اوله منكراتو سره دمبارزې په موخه داسې كړنلاره غوره كړي چې له مخې يې وكولاى شي خپل غږ په هيواد دننه اوله هيواده بهر هغوكسانوته چې له پورته يادوشوو وسايلوڅخه په كاراخيستوسره داسلام دسپيڅلي دين داحكاموڅخه سرغړونه كوي ، ورسوي .
• دغه اداره بايد په هيواد كې دننه هيوادوالوته داسلامي شريعت په رڼاكې په نيكيوامر اوله منكراتوڅخه منع كول تبليغ كړي .
• دكليو، بانډو، اوښارونو ټول استوګن داسلام دسپيڅلي دين دارزښتونومنلواوپخپل ژوند كې دهغورعايتولوته وهڅوي .
• دغه اداره اودهغې كاركوونكي هم بايد داسې كړنې ترسره كړي چې له مخې يې خلك داسلام دسپيڅلي دين دارزښتونو منلواوپلي كولوته وهڅيږي نه داچې هغوى پخپله تردغه نوم لاندې داسلامي شريعت اصول ترپښولاندې كړي .
• له حكومت څخه مې غوښتنه داده چې دغې ادارې ته دواقعي كاركولولاره هواره كړي كه چيرې يې افراد ، ډلې اويا ..... ؟ دهغې دكارونوپه وړاندې خنډ واقع كيږي ، دهغومخنيوى وكړي .
اداره