دجاهليت دوره
دحضرت عيسى ( عليه السلام ) څخه وروسته :
 
دحضرت عيسى ( ع ) څخه وروسته ......... زمانه اوږده شوه ، دظلم تيارې په نړۍ كې حاكمې وې اودعلم او نور هغه آوازونه چې پيغمبرانو ( ع ) پورته كړي وه ، غلي شول .
پخواني دينونه اوباطل مذهبونه :
دمسيحيت آسانه دين دخلكو پلاس استعمال شو ، اوخپل اصلي روح اوشكل يې ختم شو ، ديهوديت څخه هم يوه داسې لاره جوړه شوه چې ټول تقليدونه اوبې روحه مجموعه وه چې دانسان دژوند لپاره هيڅ ډول رحمت نه ګڼل كيده . په مسيحيت كې دخداى تعالي ( ج ) دتوحيد اويووالي نورختم شو اودحضرت مسيح ( ع ) ټو ل تعاليم اولارښوونې له منځه ولاړې .
مجوسيان داور په عبادت مصروف اوپه اخلاقي فساد يې شروع وكړه . بودايي دين چې په هند اومنځنۍ آسياكې يې پلويان درلودل داهم په بت لمانځنې بدل شو . برهمي طريقه چې دهندوانو اصيل دين ګڼل كيده دنورو دطريقو څخه يې پدې امتياز پيداكړ چې دمعبودانو شميريې څوميليونو ته ورسيد .
عربوهم په بت لمانځنې كې ترقي اونوښت وكړ اوحتى دهريو كورلپاره يوخاص بت موجود وو اوهغه كعبه شريفه چې حضرت ابراهيم ( ع ) جوړه كړې وه په هغې كې هم  ( 360 ) بتان موجود وه .
دعربوجزيره :
دعربو اخلاق فاسد شول ، اوپه شراب خښلواوقماروهلوكې يې پوره شهرت وموند ، اودومره يې زړونه كلك شول چې خپلې لورګانې به يې ، ژوندۍ ښخولې . لوټ اوتالان به يې كولو ، قافلې به يې لوټولې اودښځومقام پكې ډيربې اهميته وو اودمال په شان به  په ميراث وړل كيدلې اوخپل اولادونه به يې دفقرپخاطر وژل ، جنګ او وينه تويونه ورته ډيره آسانه ښكاريده اوډير اوږده جنګونه يې كول چې حتى له ( 40 _ 120 ) كالوپورې به يې دوام درلود اوزرګونه انسانان پكې وژل كيدل .
په ځمكه اوبحركې فساد ښكاره شو.
دنبي كريم ( صلى الله عليه وسلم ) له بعثت څخه دمخه دانسانيت ژوند مخ په فساد اوتباه كيدو روان وو . اوپه هغوى كې دخداى ( ج ) پيژندنې مفكوره له منځه تللې وه . دخيراوشر ، دښه اوبد توپيرنه كيده پدې هكله قرآن كريم داسې وايي (( ظهرالفساد فى البر والبحربماكسبت ايدى الناس ليذيقهم بعض الذى عملوا لعلهم يرجعون ط ))  روم سورت ( 41 ) ايت : ژباړه :  په ځمكه اوبحركې فساد ښكاره شو پدې سبب ( ګناه اوشرك ) چې كړى دى لاسو دخلقو ددې لپاره چې وڅكوي ( الله ) دويته څه سزا دهغه عملو چې كړي يې دي ښايي دوى دبدوڅخه واوړي .
په عربي جزيره كې دنبي كريم   ( صلى الله عليه وسلم ) بعثت :
خداى تعالى ( ج ) عرب داسلام ددعوت اومنلولپاره اختياركړل ، ترڅودوى داسلام دعوت نورې نړۍ ته ورسوي . ځكه ددوى زړونه دنورو اديانو ترتاثيرلاندې نه وو . اود روم ، فارس ، اوهند

دخلكو په شان نه وو ځكه دوى ځينې يهود ، نصرانيان ، اوبودايان وو اوداسلام منلوته ډيرزيات چمتونه وو همداراز دپخواڅخه حضرت ابراهيم ( عليه السلام ) دخداى تعالى ( ج )  دعبادت لپاره په مكه معظمه كې كعبه شريفه جوړه كړې وه .
دنبي كريم ( صلى الله عليه وسلم ) دبعثت څخه دمخه دمكې معظمې اودقريشوحالت :
څرنګه چې حضرت ابراهيم ( ع )  سره دخپلې كورنۍ (( ښځه ، بي بي هاجره اوحضرت اسمعيل )) په ملتيا دشرك اوبت لمانځنې څخه هجرت وكړ ، اودمكې معظمې ساحې ته چې دغرونو په منځ كې راحصار اوغيرزراعتي ځمكه ده ، ځاى پرځاى شول  اوهلته يې دكعبې شريفې په جوړولو پيل وكړ . څښتن تعالى ورته هلته دزمزم اوبه راپيداكړې اودې كورنۍ ورڅخه ګټه اخستله .
كله چې حضرت اسمعيل ( ع ) زلمى شو ، پلاريې حضرت ابراهيم ( ع ) دهغه دذبحې اوقربانۍ اراده وكړه ، البته داكاريې هغه وخت كاوه چې څوكرته يې خوب وليده چې خپل زوى ذبح كوي اماخداى تعالى ( ج )  هغه ته دجنت څخه يوپسه دقربانۍ لپاره وركړ اوپدې ترتيب حضرت اسمعيل ( ع ) ژوندى پاتې شو ترڅوخپل پلارسره ددعوت په كاركې مرسته وكړي اودنبي كريم ( ص ) مشرنيكه وګرځي .
دحضرت ابراهيم ( ع ) اولاده ډيره شوه اودعدنان په نامه يې يولمسى ډيرمشهورشو چې دنوموړي اولادې لكه مهربن مالك ، قصى بن كلاب ، دكعبې شريفې پالنه كوله دوخت په تيريدو سره ددوى په اولاده كې عبدمناف ، هاشم اوعبدالمطلب راپيداشول ، اودخپل پلرونوپه شان يې دكعبې شريفې خدمت ته ملاوتړله .
دفهربن مالك اولاده دقريشوپه نامه سره مشهوره شوه اودوى دفصاحت ، شجاعت ، اخلاقو ، اواحسان له كبله ځانګړى شهرت درلود .
په مكه مكرمه كې دبت لمانځنې ښكاره كيدل :
په مكه مكرمه كې قريش دابراهيمي دين پلويان شميرل كيدل ، څه موده وروسته عمروبن لحى دشام څخه دبت لمانځنې طريقه نقل كړه اوپه قريشواومكه مكرمه كې بت لمانځنه پيل شوه چې ځينو خلكوبه دحرم دتيږوعبادت كاوه اوهمداراز ځينوخلكوبه دحيواناتو درنښت اوعبادت هم كاوه .
نوربيا