ښاغلى والي صاحب كله چې يو نيم كال وړاندې تاسوته د ميدان وردګو ولايت چارې دروسپارل شوې په هغه وخت كې ددې ولايت حالت څنګه وه ؟
بسم الله الرحمن الرحيم
كله چې زه دې ولايت ته د والي په توګه راغلم وضعيت له هر لحاظه ښه نه وه هم دادارې له پلوه او هم د تعميراتو د نه شتون له كبله اصلا ما فكرنه كاوه چې دا به يو ولايت وي ما فكر وكړ چې دا يوه لرې او وروسته پاتې ولسوالۍ ده .
تاسو له كوم ځاى څخه پيل وكړ يعنې كومو كارونو ته مود لومړيتوب حق ور كړ؟
زه چې كله دې ولايت ته راغلم ډير معلومات مې نه درلودل نو تر هر څه لومړى مې د ولايت د ولسواليو مشرانو اوددې ولايت له ستونزو او امورو څخه ځان خبر كړ چې دلته پخوا څه تير شوي اواوس په څه حالت كې دى ، بل تصميم مې داونيوه چې ولسواليو ته لاړ شم له سپين ږيرو او مشرانو سره وګورم او پخپله اداره كې بدلون راولم كار اهل د كار ته وسپارم ، په چارواكو كې دمسؤليت احساس را ژوندى كړم او هغه وعدې چې موږ يې خلكو ته وركوو هغه عملي شي ، دې موخې ته درسيدو په خاطر مې په ادارو كې ددوستۍ او همكارۍ فضا رامنځته كړه ، ولسواليو ته مې سفرونه وكړل او له مشرانو څخه مې ددوى د ستونزو په هلكه وپوښتل يوازينۍ خبره چې ما به اوريدله هغه داوه ، چې دوى به ويل چې دلته ډير واليان راغلل او له موږ سره يې وعدې وكړې خو كله چې به ولاړل هيڅ كار به يې نه وه كړى خداى (ج) د وكړي چې ته هم دغسې ولاړ نه شې ، داخبره زما لپاره ډيره په زړه پورې وه ځكه چې يو والي يو ولايت ته ځي هغه د خلكو او نظام په وړاندې مسؤليت لري او كومه ژمنه چې كوي په عمل كې يې بايد ثابته كړي او دا زما لپاره امتحان ځكه وو چې له يوې خوا مې د خلكو ستونزې وليدې ، له بلې خوا خپل خالي لاس ، خو خداى (ج) مرسته راسره وكړه او نن زه وينم چې يو څه بدلون راغلى .
د كار په پيل كې له كومو ستونزو سره مخامخ شوي ياست كه ځواب هو وي هغه كومې وې ؟
لومړۍ ستونزه خو داوه چې په دې ولايت كې رواج وه چې مامورينو به تر يوولسو بجو پورې كار كاوه دغه مامورين مو تشويق كړل چې د پيسو په مقابل كې نه بلكې د مسؤليت په مقابل كې كار وكړي تر څو وكولاى شو له وخت او نړيوالو مرستو څخه سمه ګټه پورته كړو . څنګه وكولاى شو چې په معارف ، كرنې اود عامې روغتيا په بر خو كې كار وكړو او داوبو ستونزې حل كړو ، خلكو به ادارو ته مراجعه كوله خو ستونزې به يې نه حل كيدلې ځكه ادارو كې ظرفيت نه ليدل كيده بله ستونزه د امنيت او وسلو ټولولو وه موږ مجبور وو چې د پارلمانې انتخاباتو لپاره امنيت راولو . دا هغه كارونه وه چې مخامخ به راته ګران ښكاريدل خو كله به مو چې پلان جوړ كړ او كار به مو پيل شو يوه نتيجه به مو لاس ته راوړله آن تر دې ځينې وخت به مو دشپې تر ناوخه پورې كار كاوه .
ديوي ښې او كاري ا دارې په رامنځته كولو كې وړ تيا لرونكو او ژمنو كسانو ته اړتيا وه آيا تاسو ديوې كاري ادارې په رامنځته كولو كې څومره بريالى ياست ؟
په اوسنيو شرايطو كې بايد سل په سلو كې ديوه شي توقع ونكړو زه فكر كوم چې كه يو څوك پنځوس په سلو (% ۵۰ ) كې ظرفيت ولري پنځوس په سلو (% ۵۰ ) كې بايد كار ورسره وشي او تشويق شي تر څو ځان ورسوي زه فكر كوم چې د عامې روغتيا ،كرنې او د ښځو چارو رياستونو كې او په ځينونورو رياستونوكې مسلكى خلك راغلي او هيله ده چې ښه كار وكړي اوپه كارده چې په نورو رياستونو كې هم بدلون راشي ، خو زما اصول دادي چې يو كس له كاره نه لرې كوم تل توصيه ورته كوم تشويق او هڅوم يې چې په ځان كې بدلون راولي خو كه دې كار اغيزه ونكړه بيا بل تصميم نيسم ، په تيريوه كال كې ډير بدلون راغلى مامورينو دكمپيوټر زده كړې پيل كړي خو زه فكر كوم چې دا كافي نه دي او د اصلاحاتو لړۍ بايد ولسواليو ته هم وغځول شي . تر څو باكفايته اداره ښه ولسوال او دامنيې قوماندان ولري تر څو د خلكو ستونزې حل كړي .
تاسو په تير يو نيم كال كې څه لاس ته راوړنې لري كه مهرباني وكړي په بيلابيلو بخو كې يې راته وواېې؟
دمعارف په برخه كې د ( 28 ) ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي او ( 31 ) نورې دكارلاندې دي . اته ښوونځي چې په هره ولسوالۍ كې دنجونواوهلكانولپاره جوړيږي دتركيې هيواد له خوا مرسته شوې . په معارف كې مود ورځنيو زده كړو ترڅنګ داسې پروګرام پيل كړى چې له مخې يې زده كوونكي خپل ملي هويت ، ملي بيرغ ، ملي سرود ، ملي پارلمان او ولس مشراوپه مجموع كې له ټول نظام سره به آشنايي اومينه پيداكړي . ځكه دويته بايد داسې فكر وركړل شي چې دوى هم وكولاى شي په راتلونكي كې ريسان ، ولسوالان ، واليان ، وزيران اوحتى ريس جمهوران شي پدې خاطر بايد يوه ملي مفكوره ولري . دعامې روغتيا په برخه كې مودميدان ښار پنځوس بستريز روغتون فعال كړى چې په مجهزو امبولانسونو سمبال دى اودجلريز ، نرخ اونورو ولسواليوكې كلينيكونه جوړشوي دي . دزراعت په هكله په ولسواليوكې دكچالولپاره ( 30 ) Cold stores جوړشوي له كوپراتيفونوسره مومرسته كړې اوپه مركزكې مو رياست ته ډيرزيات امكانات برابركړي ترڅونوركارونه هم وكړي . داطلاعاتواوكلتورپه برخه كې هم پرمختګ شوى نوموړې اداره پخوا فلج وه صرف يوه اونۍ كې يې نشرات درلودل چې دلوستلونه وه خواوس يوه فعاله اداره ده كه څه هم تراوسه دژورناليزم پروفشنلزم ندى پكې راغلى ، داطلاعاتواوكلتور رياست اود راديواوتلويزيون ودانۍ هم دبشپړيدو په حال كې دي برسيره پردې دولايت دمقام ودانۍ ، دامنيې قوماندانۍ ، دڅارنوالۍ ، دمحاكمو ، د ښاروالۍ رستورانت اود ولايت سړكونه جوړشوي دخټوپخواني دوكانونه وران شوي او ددوكاندارانو لپاره ( 320 ) پاخه اوعصري دوكانونه جوړشوي . هغه نمرې اوپروژې چې پخوا ويشل شوي درې مياشتې وخت مو ورته وركړى چې كارپيل كړي اوكه نه نو بيرته ورڅخه اخستل كيږي . په مركز كې مود ( 17 ) جريبه هديرې څخه احاطه چاپيره كړه ، بايد چې داهديره دسړك پرغاړه نه واى خو پخوا د ځمكولپاره كوم قانون نه وه دريسانولپاره مودولتي نمرې وركړي ترڅو دهر ريس كوردلته په ولايت كې وي اوخپلوكارونوته ژر راورسيږي . دحج او اوقافو رياست موډيراكمال كړى په هره ولسوالۍ كې يويو مسجد جوړشوى اودلته دولايت په مقام كې هم يوعصري مسجد جوړشوى .په مركز كې مودكمپيوټر كورس جوړكړى اونږدې ( 120 ) تنه زده كوونكي ، زده كړه پكې كوي اودولتي مامورين چې داكورس يې لوستلى اوس په اداروكې په كمپيوټركاركوي اودغه راز په سيدآباد ولسوالۍ كې هم دكمپيوټر كورس شته ترڅو دمامورينو ظرفيت لوړشي . دغه راز په اداري سيستم كې مودپلان جوړولو اوراپور وركولو رواج ايښى اوټولې ادارې مياشتنى راپور لري ماهم دتيريوه كال راپور جوړ اوټولواداروته مې رسماً ليږلى اويوه خبره چې اوس يې درته وايم هغه داده چې په ولايت كې مويولوى پارك جوړكړى او ( 4000 ) ونې موپكې كرلي چې زه فكركوم داپه يوه كال ډيرې لاسته راوړنې دي .
كوم پنځه كلن پرمختيايي پلان چې دميدان وردګو ولايت لپاره جوړشوى كه دهغه په اړه معلومات راكړۍ . ؟
پدې پلان كې دزراعت لپاره په ټولو ولسواليوكې داوبوبندونه پيشنهاد شوي دولسواليولپاره سړكونه په پام كې نيول شوي دمعارف په برخه كې ( 138 ) ښوونځى په پام كې نيول شوي چې تعميرونه نلري دڅلورو ولسواليودتعميرونوكار روان دى دڅلورونور ولسواليولپاره دتعميرونو وړانديز شوى اونورې ټولې ادارې چې تعميرونه نلري پدې پلان كې ځاى ورته وركړل شوى دغه پلان موټولودونرانواودولتي ارګانونوته ليږلی ترڅوپه تطبيق كې يې له موږ سره مرسته وكړي .
ددې پلان په جوړولوكې څه احصائیه اوسروې شوې مثلاً په كومه ولسوالۍ كې څومره ښوونځيوته اړتياليدل كيږي . ؟
ددې پلان په جوړولوكې له خلكوپوښتنې شوې . وركشاپونه اوسيمينارونه پرې جوړشوي اوله اداروڅخه پلان غوښتل شوى خوامكان لري چې نيمګړتياوې به ولري چې هغه دتطبيق په وخت كې هم سميدلى شي فكركوم چې ددې پلان جوړول پخپله يونوښت دى اوزه له ټولواداروڅخه مننه كوم چې ددې پلان په جوړولوكې يې مرسته كړې .
ددې پلان دتطبيق په اړه تاسوڅومره هيله من ياست اوڅه هڅې شوي چې داپلان پخپل وخت كې عملي شي . ؟
داپلان ما ملګروملتونو ، دونرانو اوټولو وزارتونوته رسماً ورليږلى او اوس ټول پوهيږي چې دميدان وردګو اړتياوې څه دي . دوى به پخوا راتلل اومياشتې به يې تيرولې ترڅو پلان جوړكړي اوس دغه وخت نه ضايع كيږي اوټول مستقيماً كارپيلولى شي ځكه پروژې له وړاندې معلومې وي . په پلان كې مودمامورينولپاره ( 20 ) بلاكونه پيشنهاد كړي وه چې دوه يې دښاري پراختيا وزارت لخوا منظورشوي اوكاريې جريان لري چې ( 32 ) آپارتمانونه لري زه هڅه كوم چې څلورنوريې هم په روان كال كې منظورشي ترڅودمامورينوستونزې حل شي .
والي صاحب څه موده وړاندې دمركزي ولايتونو ( كابل ، ميدان وردګو ، لوګر ، كاپيسا
اوپروان ) واليانوله ولس مشر سره ليدنه درلوده پدې غونډه كې په څه موضوعاتوخبرې وشوې اوڅه لاسته راوړنې يې درلودې . ؟
كله چې ماته خبر راغى چې زه بايد دولايتي شورى غړي اوپنځلس تنه علما اوسپين ږيري له ځان سره بوځم ما دا ټول وروڼه دعوت كړل او ورڅخه ومې غوښتل چې دولايت ستونزې ووايي بيا دټولو په خوښه محمد عالم اميني وټاكل شو چې هلته خبرې وكړي ښاغلي اميني ډيرې ښې خبرې وكړې اوعلاوه لدې موږ يوولس نورپيشنهادونه چې سپين ږيرو لاسليك كړي وه جمهور ريس ته مو وسپارل چې په هغه كې دولايتي ادارې دتقويي ، دديني مدارسو اومساجدو جوړول او دويمې درجې ته د ولايت لوړول ، دښوونځيو جوړول ، دامنيې قوماندانۍ تقويه ، داوبو دبندونو جوړول ، دبديل معيشت اودچك دبريښنا بند ترميمول اودسړكونوپخول پيشنهاد شوي وه .
پخوامركزي حكومت دميدان وردګو ولايت ته پاملرنه ، نه كوله تاسې دمركزي حكومت دپاملرنې په را جلبولوكې څومره بريالي ياست . ؟
دميدان وردګو ولايت د ( 34 ) ولايتونوڅخه يو ولايت دى پخوا دې ولايت ته پاملرنه ، نه كيدله اوس دريس جمهور ټول فرمانونه تطبيقيږي ، دكابينې فيصلې تطبيقيږي . ( 600 ) ميله وسلې راټولې شوې اوډيرې لاسته راوړنې لرو وزارتونه بايد له موږ سره مرسته وكړي اوخپل رياستونه دې وګوري چې آيا دوى ودانۍ لري ؟ آيا دوى كاركوي ؟ زه غواړم چې ټول وزارتونه خپل معينان راوليږي اودلته وګوري چې رياستونه يې څه كوي دولس ستونزې دې واوري اوحل دې كړي .
دبيارغونې په بهيريوه نيوكه داده چې غيرحكومتي موسسات ښه كارنه كوي دلته موسسات څرنګه دي آيا د ولايت له خواپه دوى څه كنترول اوڅارنه شته اوكه پخپل سردي . ؟
دلته دغيرحكومتي ادارو كارونه سم نه دي تراوسه اوه ( 7 ) تعميره دوى جوړكړي چې بيرته دنړيدوپه حال كې دي اودقرارداد له مخې ندي جوړشوي اوموږ هغه نه تسليم كړي اونه يې تسليموو . موږ غوښتنه كوو چې دموسساتو په كارونوكې دقرارداد وخت ، دكاركيفيت اونظارت ته پاملرنه وشي ، ځينې موسسات چې دتعليم اوتربيې په برخه كې كاركوي له ځان سره ( 3000 ) زده كوونكي ليكي او ورسره وي ( 200 ) زده كوونكي . موږ دلته د PDC په نوم يوه جلسه لرو چې دحكومتي اوغيرحكومتي ادارو ګډه جلسه ده اودپلانونوپه اړه خبرې كيږي اودتيروكړنوراپورونه وړاندې كيږي خوځينې انجوګانې چې سم كارنه كوي دې جلسې ته نه
راځي موږ پدوى غږ كوو چې دمسؤليت احساس وكړي اوله ولايتي ادارې سره همغږي شي .
له ولس سره ستاسې اړيكې څرنګه دي . ؟
موږ دلته په دوامدار ډول لويې غونډې لرو له سپين ږيرو ، علماوو ، جهادي قوماندانانو اوحتى له ځوانانوسره ددوى په ستونزو اوغوښتنو خبرې كوو . اوهمدا اړيكې دي چې نن خلكو ته هيلې پيداشوي اوحكومت ته مراجعه كوي .
دلوبو اوسپورت په برخه كې څه پروګرام لرۍ . ؟
زه ډيركوښښ كوم چې دځوانانو لپاره دلوبو اسانتياوې پيداكړم يوداسې لوبغالى ورته جوړكړم چې آبرومندانه لوبې پكې وكړي خوزه ددې كارلپاره بودجه نلرم اوپه مركز كې هم څه بودجه نشته زه مجبوريم چې له چاڅخه مرسته وغواړم ترڅوداكاروشي .
په پاى كې دميدان وردګو ولس اوټول افغان ملت ته څه پيغام لرۍ . ؟
تيرپنځه ويشت كلن جنګ زموږ ادارې له منځه وړي اوهيواد موپه بدحالت كې دى لدې څخه بايد پند واخلو اوچاته اجازه ورنكړو چې وطن مورا وران كړي او روغ تعميرونه مو ونړوي اوانسانان مورا ووژني . ځوانانوته موپيغام دادى دراتلوونكي مشرتابه لپاره ځانونه تياركړي اودملي ګټولپاره سيالي وكړي . اوبياچاته اجازه ورنكړي چې دوى په قومونو اوياهغه ګوندونو وويشي چې جنګونه كوي .
پاى