ســــرلـــــيکنه


سر ليکنه

19.07.2008 dariz

پرونۍ شمالي ټلواله ننۍ ملي جبهه په افغانستان کې دقانون دحاکميت په وړاندې سترګو اښ دى.

دسلواغې په 14 مه نيټه پوليسو دپخواني مليشه عبدالرشيد دوستم کور په داسې حال کې کلابند کړ چې په نوموړي دترک توكمو دشورا دمشر ښاغلي اکبر باى کورته دننوتلو، دهغه دکورنۍ دغړو دوهلو ټکولو او په خپله داکبر باى دوهلو او اختطاف تور ولګيده . دکابل ولايت دامنيې دقوماندانۍ چارواکو خپرونو ته وويل چې جنرال دوستم دپيښې په شپه په داسې حال کې چې نشه ؤ، لطيف پدرام او ځينې نور موتلقين يې ورسره وه له ٧٠ تنو خپل سرو وسلوالو سره يو ځاى دښاغلي اکبر باى په کور بريد کړى دهغه دکورنۍ غړي نار ينه او ښځې يې وهلې ټکولي ا

26.02.2008 dariz

اسلامی حکومت په تشو ویناوو نه رامنځ ته کیزی

د افغانستان جمهوری اسلامی دولت د هغه دولت نوم دی کوم چې ښاغلی کرزي یې مشري کوي له پنځه ویشتو وزارتونو جوړ حکومت ، ستره مجکمه او له دوه جرګو څخه جوړه ملی شورا لري . د نوی اساسی قانون لومړی او دریمې مادې ته په پام سره دافغانستان حکومت یو اسلامي حکومت دي او

04.09.2007 dariz

پاکستان څه غواړي ؟

په داسې حال كې چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سيمه ئيز امن د جرګې د جوړيدو لپاره هلې ځلې روانې دي د غوائي په 23 او 24  نيټه د پكتيا ولايت د آريوب ځاځيو په ولسوالۍ كې د افغانستان سرحدي ليكې د پاكستاني پوځونو تر بريد لاندې ونيول شوې ، كومې څيړنې چې د افغانستان د دفاع وزارت

11.07.2007 dariz

امرباالمعروف ونهى عن المنكر داسلامي دولت سترركن دى .

څوورځې وړاندې مو له خبري رسنيو څخه واوريدل چې دافغانستان دعلماوو شورى افغان حكومت ته وړانديز كړى ترڅودحج او اوقافو وزارت په تشكيل كې د  امرباالمعروف ونهى عن المنكر  په نوم اداره ورزياته كړي چې ددغې شورى دغړو په آند دنده به يې په هيواد كې په نيكۍ باندې امر اوله بديو څخه دخلكومنع كول وي . دغه خبرپه افغاني ټولنه كې بيلابيل غبرګونونه راوټوكول چې له نيكه مرغه ډيرى هيوادوال ددغې ادارې دجوړيدوپلوي دي ځكه افغاني ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده چې دنړۍ په كچه  داسلامي ارشاداتوپه رڼاكې په نيك

13.10.2006 dariz

د خپلواكۍ د ورځې په ياد !

دافغان د ګلو بڼه خوشبوئي دې مبارك شه   له انګريزنه دې ګټلې خپلواكي دي مبارك شه ستا منزل وو په تيارو كې د تيارو لارې وي ګرانې  چې يې لمر ته راوتلى رڼائي دې مبارك شه دايو څرګند حقيقت دى چې انسان فطرتاً خپلواك اوآزاد پيدا شوى تر څو خپل ژوند ، عبادات او دژوند په چاپيريال كې ستونزې په خلاص مټ او خپلواك ذهن سره حل اود لا ښه توب لپاره يې ښې لارې چارې وسنجوي ، افغانان هم چې د انساني كورنۍ غړي بلل كيږي كيداى شي چې د هغو ملتونو په ډله كې يې حساب كړو  چې خپلواكي يې له خپل

14.10.2006 dariz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more