دافغان د ګلو بڼه خوشبوئي دې مبارك شه له انګريزنه دې ګټلې خپلواكي دي مبارك شه
ستا منزل وو په تيارو كې د تيارو لارې وي ګرانې چې يې لمر ته راوتلى رڼائي دې مبارك شه
دايو څرګند حقيقت دى چې انسان فطرتاً خپلواك اوآزاد پيدا شوى تر څو خپل ژوند ، عبادات او دژوند په چاپيريال كې ستونزې په خلاص مټ او خپلواك ذهن سره حل اود لا ښه توب لپاره يې ښې لارې چارې وسنجوي ، افغانان هم چې د انساني كورنۍ غړي بلل كيږي كيداى شي چې د هغو ملتونو په ډله كې يې حساب كړو چې خپلواكي يې له خپلو وينو څخه ګرانه بللې ځكه چې په استعمار او غلامۍ يې مرګ غوره ګڼلى او تل يې د خپلو وينو په تويولو سره خپله خپلواكي ساتلې او دا يې د ځان لپاره وياړ بللى .
آزادي تر پا چاهيه لا تيرى كا
چې د بل دحكم لاندې شي زندان شي
له نن څخه پوره اووه ا تيا ( ۸۷ ) كا له وړاندې كله چې اعليحضرت غازي امان الله خان خپله د خپلواكۍ اعلاميه خپره كړه او داسې يې وويل : ( زه ځان او خپل هيواد له كورني او بهرني نظره په تمامه معنى خپلواك ، مستقل او خود مختاره اعلانوم . زما هيواد به وروسته لدې د نړۍ دنورو قدرتونو او هيوادونو په څير خپلواك وي . هيڅ بهرني قدرت ته به د يو ويښته په اندازه هم اجازه ورنكړل شي چې زموږ د هيواد په كورنيو او بهرنيو مسا يلوكې لاس وهنه وكړي اوكه څوك غواړي په دي كار لاس پورې كړي توره يې پورته او په همدې توره به يې سر ورپرې كړو(۱) ). د غازي امان الله خان دا اعلاميه حاضرينو دالله اكبر او نصر من الله والفتح قريب سره بدرګه كړه او و يې ويل تل دي وي افغانستان ژوندۍ دي وي امان الله خان غازي .
دافغانستان د خپلواكۍ اعلان په هيواد او بهر كې زلزله پيداكړه ، په ټو ل هندوستان اود عربوپه هيوادونوكې خلك د افغان ملت دي نوي ګام ته حيران پاتې شول . سره لدې چې افغا نان په اقتصادي لحاظ ډ ير بيوزله وو اوپه داسې حال كې چې دوي په لومړنيو وسلو ( تورو او ټوپكو ) باندې ميدان ته دانګلي وه چې د انګريزانو د داسي پوځ مقابله يې كوله چې په مدرنو ټانګونو او الوتكو سمبال وو ، دوي په دې هم پوهيدل چې و به وژل شي كورونه به يې وران شي ، خو خپله خپلواكي ورته تر ډيرو شيانو غوره ښكاريده . هماغه وو د پښتنو په شرقي او جنوبي برخو كې پاڅونونه وشول ټولو نارينه ؤ او ښځو د تكبير په غږ سره راپورته شوي او د ښكيلاك په وړاندې ودريدل ددوې رهبري او مشرتابه لپاره په جلال آباد كې سپه سالار صالح محمد خان ،په پكتيا كې سپه سالار نادر خان او په كندهار كې سردار عبدالقدوس خان وټاكل شول ، سره لدې چې انګريزانو په خپل ټول توان مقاومت كاوه ، خو ملت اراده كړي وه او نه يې غوښتل چې د ښكيلاك كړۍ يې غاړې ته واچول شي ځكه دوې خپلواكه هيواد غوښته!
آزاد يم زيږيدلى بنده ګي كولاى نشم
بنده د پاك مولا يم كه وم وم كه نه وم نه وم
وروسته له ډيرو سرښند نو څخه چې دي ملت وكړي ، افغانان د ۱۲۹۸ ليږديز لمريز كال د زمري په ۲۸ نيټه په دې و توانيدل چې خپله خپلواكي تر لاسه كړي او د افغانانو دا خپلواكي په رسميت وپيژندل شوه . دا ورځ دي ټولو په دين او وطن مينو خلكو ته مبارك وي .
سرلوړى دي وي خپلواك افغانستان