دسلواغې په 14 مه نيټه پوليسو دپخواني مليشه عبدالرشيد دوستم کور په داسې حال کې کلابند کړ چې په نوموړي دترک توكمو دشورا دمشر ښاغلي اکبر باى کورته دننوتلو، دهغه دکورنۍ دغړو دوهلو ټکولو او په خپله داکبر باى دوهلو او اختطاف تور ولګيده .
دکابل ولايت دامنيې دقوماندانۍ چارواکو خپرونو ته وويل چې جنرال دوستم دپيښې په شپه په داسې حال کې چې نشه ؤ، لطيف پدرام او ځينې نور موتلقين يې ورسره وه له ٧٠ تنو خپل سرو وسلوالو سره يو ځاى دښاغلي اکبر باى په کور بريد کړى دهغه دکورنۍ غړي نار ينه او ښځې يې وهلې ټکولي او پخپله اکبر باى يې له وهلو او ټپي کولو وروسته له ځان سره اختطاف کړى وه چې وروسته بيا پوليسو ښاغلى باى دجنرال دوستم له منګولو څخه وژغوره او روغتون ته يې وليږه او ښايي دلوړ پوړو چارواکو له لار ښوونې سره سم د دوستم دکور کلابندي له لسو ساعتونو دوام وروسته دپوليسو له خوا ودرول شوه او پريکړه وشوه چې دا دوسيه به دڅارنوالى له خوا وڅيړل شي.
دا چې دافغانستان امنيتي او عدلي ادارې به له دوستم څخه په څيړنو او دهغه په محاکمه کولو لاس پورې کړي او که نه دا به وروسته څرګنديږي خو کوم ناروا او غير معقول غبرګونونه چې د دوستم دپلويانو او متحدې جبهې له خوا په دې اړه وشول، ځکه دانديښنې وړ دي چې اوس په افغانستان کې دګوندونو او ائتلافونو سياسي اخلاق دومره فاسد شوي چې اوس غواړي په ډيره سپين سترګۍ سره دخپلو غړو جنائي جرمونو او فردي جنايتونو ته هم سياسي بڼه ورکړي او دپوچو او بې مانا څرګندونو په وسيله خپل جنايتونه دقوميت او سيمې تر نقاب لاندې پټ وساتي او ددوئ دجنائي جرمونو په وړاندې دحکومت قانوني غبرګونونو ته د دسيسې او توطئې نوم ورکړي او دوى په دې کار کې پرته له دې څخه چې له ولس نه حيا وکړي او يا وشرميږي تروروستي حده سپين سترګي کوي او هر هغه څه چې وغواړي وايي تاسې وګورى او قضاوت وکړى.
بشير بيژن په ډيره بې پروائي سره وويل چې ((اينقدر دست اندازى و گفتگو خو بين هر کس ميشه و دولت نبايد به خانه يک مقام هجوم ببرد)) او پدرام وويل چې (( اگر پوليس دوستم را گرفتار ميکرد ١٢ ولايت شمال سقوط ميکرد)) او دناملي جبهې وياند بيا وويل چې ((دوستم يک مقام ، رهبر و يک شخصيت يک منطقه است و اگر دولت عليه او اقدام نمايد جبهه ملي تحمل نخواهد کرد))
دا خبرې او څرګندونې که څه هم په احساساتو باندې ولاړې دي خو په ټولنيز ډول که ورته وګورو متحده جبهه سره له دې چې غړو يې تر ټولو سترې دولتي څوکۍ نيولي بيا هم قانون، ملي واکمنۍ ، دولتي حاکميت ، اساسي قانون او اسلامي شريعت ته درناوى نلري او غواړي خپلې ناروا غوښتنې دزور او ګواښ له لارې په خلکو او دولت ومني دوئ ته ديوې کورنۍ دغړو وهل ټکول او ديوه قومي مشر اختطاف يو عادي عمل ښکاري هغه ته جرم نه وايي. جنايت نه ورته وايي او دافغانستان امنيتي،عدلي او قضائي ار ګانونه  ګواښوي چې ددوى په مشهودو جرايمو سترګې پټې كړي او په تشو خبرو دهېو اد په شمال کې ددولت سياسي حاکميت ته تور ا وبرېښ کوي او سره له دې چې تر اوسه پورې وسلوالې ډلې لري دعدليې په وزارت کې دسياسي ګوندونو په نامه ثبت دى او ممنوعه فعاليتونه تر سره کوي دمجرمينو محاکمه داسلامي شريعت غوښتنه ده خو دوى يې مخه نيسي له قوې او خشونت څخه ګټه اخلي او تبليغ يې کوي قومي او سيميز تعصبونه را پاروي دافرادو حقوقو او آزاد يوته خطر پيدا کوي او عامه نظم اخلالوي له دې لامله دولت ته په کار ده چې ددې جبهې په وړاندې قانوني غبرګون وښيي او دعدليې وزارت مکلف دى چې دسياسي ګوندونو دقانون د (٦) اود اساسي قانون د (٣٥) مادو مطابق سترې محکمې ته دملي جبهې او ورپه کې دوسلوالو ډلو دانحلال وړانديز وکړي ځکه دوى په افغانستان کې دقانون دحاکميت لپاره سترګواښ دي.
اداره