خادم چې څوک په حقه دوطن او دملت شي
ملت يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي
اروا ښاد ملک محمد شريف خان داروا ښاد ملک محمد امين خان زوى او اروا ښاد ښايسته خان لمسى چې په ١٣١٠ هـ لمريز کال د وردګو ولايت دچک ولسوالۍ دبهرام بابا خيلو دکلي په يوه دينداره او پتمنه کورنۍ کې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې په اوه کلنۍ کې يې لومړنۍ زده کړې او ديني ښوونه دجومات له ملا امام څخه پيل کړه چې وروسته دلا زياتې زده کړې لپاره دامبو خاک په ديني مدرسه کې شامل شو چې په (١٣٢٩) هـ ل کال دخپل اروا ښاد پلار له مړينې وروسته دقبر پر سر داروا ښاد مولوي صاحب عبدالخليل چې داروا ښاد قاضي صاحب ذکريا خان پلارؤ، په دعائيه او قرائت دقرآنکريم دسياب او چک دسيمې او دايميردادو دشريفو او متدينو خلکو له خوا په پوره اتفاق او ايماندارۍ او اخلاص نه په ډکو احساساتو دملک او دقوم دمشر په لقب ونومول شو او ده په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره دخپل خداى (ج )په وړاندې خپل ايماني او اسلامي مسئوليت دامکان تر حده د سيمې دخلکو په وړاندې ادا کړ او دخلکو ډکو احساساتو او پوره ملاتړ نوموړي ته لا نور استقامت او دستونزو دحل او فصل نور توان وروباښه آن تردې پورې چې دوردګو د پتمنو خلکو دمشرۍ تر څنګ ددايميردادو دهزاره وروڼو دملک او مشر دندې هم په ډير اخلاص او ايماندارۍ او پرته له توپير څخه تر سره کړې ده چې د دايميردادو هزاره ورونه دده دخدمتونو او اخلاص يادونه کوي.
کله چې په (١٣٥٧ هـ ل) کال توره او کرغېړنه کودتاه وشوه ډير افغانان دسره او خونړي انقلاب دظلم اوجبر په زولنو وتړل شول چې په (١٣٥٨) کال کې اروا ښاد ملک محمد شريف خان دلومړي ځل لپاره دروسې غلامانو په لاس دڅرخي پله دزندان تورو تياروته واستول شو او پنځه مياشتې جبر او اسارت او ظلم لاندې په پوره صبر او ايماندارۍ تېر کړ چې له خلاصون وروسته اروا ښاد ملک محمد شريف خان دجهاد دکاروان ديوه غښتلي مشر او مجاهد په توګه دخپلو مجاهدينو او غازيانو ورونو دتنظيم او منظمولو قومانده دسرو خونړيو لښکرو په وړاندې په خپل لاس کې واخيستله او په پوره ميړانه او اسلامي جذبه تر (١٣٥٩) هـ ل کال دزمري تر مياشتې دخپلو مجاهدينو او غازيانو سره تر هغه وخته دخپلو سنګرونو څخه کلکه دفاع وکړه تر څو چې نوموړي دوردګو په ولايت باندې دسره يرغل په څلورمه ورځ دخپلو څلورو مجاهدينو سره دروسانو لخوا ونيول شو چې په نيول شويو کسانو کې دده ورور قوماندان غلام جان، زوى يې ظابط محمد ظفر او قوماندان دورانى شامل وو چې له نيولو وروسته زياته موده تر څيړنې لاندې وو چې دڅيړنې په موده کې دنوموړوله هيڅ راز اذيت او تعذيب څخه ډډۀ نه ده شوې خو ټول ظم، اذيت او تکاليف يې په ځان ومنل خو هيڅ يو مجاهد او مسلمان يې ورته په ګوته نکړ چې (٨) اته کاله دڅرخي پله دبدنام او تور زندان شپې او ورځې په صبر او زغم سره تيرې کړې او په دغه موده کې په زندان کې دشپې درس پيل کړ او دزندان شپې او ورځې يې دقرآنکريم په ژباړه ، ديني درس او ذکر سره تيرولې او زندان دده لپاره يوه ديني مدرسه او دنفس دتزکيې او پاکوالي ځاى شو اته کاله وروسته د دوهم ځل لپاره د (١٣٦٦) هـ ل کال دکب په مياشت کې له زندان څخه خلاص شو بيا دمجاهدينو وروڼو له کاروان سره يو ځاى او ديو مشر او غښتلي قوماندان په توګه جهاد کاوه او ترڅنګ يې دخپلې سيمې دخلکو خدمت ته ملا وتړله چې دسيمې او ولس خلک دده دخدمتونو او کار نامو شاهدان دي او نوموړى يو خير غوښتونکى، سوله غوښتونکي او ټول کارونه يې دعالمانو او مشرانو په مشوره تر سره کول او ديني عالمانو سره يې زياته مينه درلوده او خلك يې له انتقام څخه منع کول او ورته ويل به يې چې تر بښنې ښه کار نشته او خداى پاک هم په بښنه خوښيږي دوى ته دې خداى پاک جزا ورکړي سر بيره پردې چې خپل سر يې دالله رضا لپاره وقف کړى وو دروسانو لخوا يې دکور ټول مال او څيزونه وسوزول شول او کوريې څو ځله بمبار شو په هر حال :
داروا ښاد ملک محمد شريف خان دخدمتونو يو څو بيلګې په لاندې ډول دي :
١- دديني مدرسو جوړول او دسياب دسيمې دکليوالي ښوونځي تاسيس چې وروسته دده دکوښښ او زيار له منځني او وروسته تر ليسې پورې يې ارتقا کړيده.
٢- دچک دولسوالۍ څخه تر دايمير دادو ولسوالۍ پورې دسړک په جوړولو کې يې پوره برخه او ونډه اخيستې ده.
٣- دچک بازار (پنه کلي ) څخه دسياب دسيمې دخوجګين تر کلي دبت په نامه دسړک جوړول دخلکو په پوره مرسته او همکارۍ باندې .
٤- دسياب دسيمې دپاخه پله جوړول ددرنو خلکو او انجنير صاحب محمد فاروق وردګ په مالي مرسته .
٥- دسياب دسيمې دنوي کليوالي ښوونځي دودانۍ جوړول دخلکو په مرستې .
٦- دجوماتونو او نورو خيريه کارونو لکه څاګانو دلاسي پمپونو، بندونو او اساسي تشنابونو جوړولو په برخه کې دموسساتو سره همکارۍ او دهغوى جذبول چې پدې برخه کې زياتره عملي کارترسره شويدى.
اروا ښاد ملک محمد شريف خان ميلمه پال، برده بار، حليم، تقوا لرونکى، پاک نفسه سوله غوښتونکى او اخلاص من شخصيت وو چې دسيمې ټولو درنو خلکو ته څرګنده او جوته ده له خلکو سره يې دمينې او محبت او اخلاص په پايله دناروغۍ په حال کې دخپلو خلکو ستونزو دحل لپاره خلک استوګنځي ته منل او دزنکدن تروروستۍ شيبې پورې يې هم دخلکو له خدمت څخه دريغ ونکړ.
نوموړى د (١٣٨٥ هـ ل) دلندۍ دمياشتې په (١٥) نيټه دچهار شنبې په ورځ دسهار دلمانځه دادا کولو څخه وروسته دخداى(ج) د ذکر او دقرآنکريم دتلاوت په حال کې د (٧) بجو په شاه او خواکې خپل ورور او زوى ورور غوښتل او خپلې د ذکر تسبيح يې خپل ورور ته ورکړې او ورته يې وويل چې دعا کوۍ او خپل پاک روح يې دروح څښتن ته تسليم کړ.
انا لله و انا اليه راجعون