په هيواد کې دوروستيو نويو بدلونونو په راتلو سره که له يوې خوا دافغانستان په لور دنړيوالو مرستو مخه را خلاصه شوه له بلې خوا دهيواد په نړيوالو اړيکو کې دپام وړ پراخوالى راغى. د ډيرو لويو او وړو هيوادونو مشرانو په وار وار افغانستان ته سفرونه وکړل. سفارتي اړيکې پيل شوې دهيواد ولس مشر او وزيران بيلابيلو هيوادونو ته وبلل شول . دافغانستان ملي بيرغ له ٢٣ کلونو انتظار وروسته په ټوله نړۍ کې دافغانستان په سفارتونو ورپول شو افغانستان دڅو نړيوالو او سيميزو سازمانونو په غړيتوب ومنل شو او آن دافغانستان دبيا رغونې په موخه څو نړيوال کنفرانسونه جوړ شول او په دې کنفرانسونو کې دهيواد دبيا رغونې لپاره په ميلياردونو ډالره مرستې اعلان شوې خو دا چې دغه مرستې څه ډول ولګول شوې دپروژو کيفيت او قيمت مناسب وه او که نه په دې اړه ځينې انديښنې او پوښتنې لا په ځاى پاتې دي چې هيله ده چارواکي دهغو سپيناوى وکړي ترڅو دولس اعتماد او باورته زيان ونه رسيږي له بلې خوا داساسي قانون په بنسټ دآزاد بازار اقتصادي اډانې په راتلو سره له ډيرو هيوادونو څخه دافغانستان په لور دپانګې اچونې ور پرانستل ، شو په بيلا بيلو برخو کې پانګونه وشوه خو تر اوسه پورې پرته له مخابراتو او لويو لارو څخه په نورو برخو کې دپام وړ پر مختګ نه تر سترګو کيږي او يا داده چې په لويو پروژو کې دکار ډول او پر مختګ د ورو تګ ايجاب کوي دبيلګې په توګه له ترکمنستان څخه دافغانستان له لارې داوبلن غاز دنل ليکې دغزولو خبرې ورځ تر ورځ سړيږي او په عملي توګه کوم پر مختګ نه ليدل کيږي خو له کومې ورځې څخه چې دلوګر ولايت دعينک دمسو دکان درا ايستلو په اړه له چينائي MCC کمپنۍ سره قرار داد لاسليک شوى يو ځل بيا دبهرنۍ پانګې اچونې په اړه خبرې اترې ګرمې شوې دي خو دهغو نيوکو له لامله چې ددې قرار داد په څرنګوالي او بهير باندې وشوې له خلکو سره يو ځل بيا انديښنې را پيدا شوي او ښايي ټولوته دا پوښتنه مخامخ وي چې آيا په دې ډول قرار دادونو کې دافغانستان ملي ګټې په پام کې نيول کيږي او که يوازې دهغو هيوادونو ګټې چې په يو نه يو ډول په افغانستان کې ښکيل دي ....؟؟
دې پوښتنې ته ځواب ورکول دحکومت په تيره بيا پخپله دولس مشر او دکانونو دوزير دنده ده خو هغه اسناد چې په دې وروستيو کې دقزاقستان دکانسرسيوم له خوا خپاره شوي په ښکاره توګه داسې ښيي چې دقزاقمس کمپنۍ وړانديزونه دچيناييMCC  کمپنۍ په پرتله دافغانستان لپاره ګټور ؤ د بيلګې په ډول دقزاقي کمپنۍ پانګو نه دعينک دمسو دکان په را ايستلو کې 4,054 ميليارده  ډالره او دچينايي کمپنۍ پانګوته 3,4 ميليارده وه ، قزاقي کمپني ٢ کاله وروسته له قرار داد څخه په کار پيل کاوه خو چينايي کمپنۍ ٥ کاله وروسته له قرار داد څخه په کار پيل کوي دغه راز دبريښنا دتوليد په برخه کې دقزاقي کمپنۍ وړانديز نسبتاً ښه وه او ٦٠ ميلونه ډالره يې دقزاقستان په پوهنتونو کې دافغانستان دمحصلينو دزده کړې لپاره په پام کې نيولي وه او داسې نور دا چې دقزاقستان دکانسرسيوم دغه څرګندونې به تر کومه بريده سمې وي دا بۀ وروسته روښانه شي خو که چيرې دا خبره سمه وي چې دقزاقي کمپنۍ وړانديزونه دچينايي MCC کمپنۍ په پرتله ښه او ګټور ؤ نو دافغانستان حکومت ولې له چينايي MCC کمپنۍ سره د قرار داد په لاسليک اړوت؟
آيا دلته هم لکه دنورو هغو رشوت او اداري فساد واکمن وؤ؟ او که کوم بل دليل دى چې دافغانستان حکومت خپلو ملي ګټو ته شاکړه او يوه چينايي کمپنۍ يې له هيواده نا اميده ونه ليږله .....؟
زه خپله دلته دبډو او فساد په اړه دهو او نه څخه ډډه کوم او دې موضوع ته له يو بل اړخه کتنه کوم او هغه دا چې دافغان حکومت چارواکې په تيره بيا ولس مشر کرزى لکه په کورنيو چارو کې يې چې تل له مضر احتياط او محافظه کارۍ څخه کار اخستى په بهرنيو اړيکو کې هم دهمدې سياستونو تر اغيزې لاندې راغلى او تل يې هڅه کړې چې ټولو ګاونډيو او نا ګانډويو هيوادونو ته په افغانستان کې يو ډول چانس ورکړي او ښايي دوى به فکر کوي چې په دې توګه په خپلو نړيوالو اړيکو کې انډول را وستلاى شي. زه دخپلې دې  نظر يې د پخلي لپاره لږ شاته ګرځم.
 څه موده وړاندې افغانستان دچين له ولسي جمهوريت سره د دوستۍ او ښو اړيکو يو تړون لاسليک کړ چې وروسته بيا دولسي جرګې له خوا هم تصويب شو. زه فکر کوم چې دعينک دمسو دکان قرار داد ځکه له چينايي کمپنۍ سره ښه وګڼل شو تر څو دافغانستان حکومت په عملي توګه له هغه تړون سره چې له چين سره يې کړى وه خپله وفاداري وښيي اوبس او له بلې خوانه كومه نا انډولي چې پخوا له دې دښاغلى کرزي په نړيوال سياست کې موجوده وه له منځه لرې کړي ځکه دچين هيواد چې دتايوان دملا تړ په سر له امريکې سره کومه تر بګني لري له دې لامله په افغانستان کې دامريکې په شتون باندې انديښمن دى او دافغانستان حکومت هڅه کوي چې دغه ډول انديښنې له هر بل هيواد سره چې وي لرې کړي.
که څه هم دښاغلي کرزي دغه تګلاره ښائي دځينو سياست والو له آنده په زړه پورې او دستاينې وړ وي خو دا موضوع بايد له پامه ونه غورځول شي چې که افغانستان له سياسي لحاظه په دې توګه ګټه هم وکړي خو په اقتصادي لحاظ ډير زيانونه ور اوښتونکي دي . ځکه چې د نورو مصلحتونو په رعايت کې کارى ظر فيت، وړتيا، او دکار کيفيت قرباني کيږي ددې خبرې دسپيناوي لپاره په ليکنه کې څو نورې کرښې ورزياتوم.
دافغانستان حکومت دچيناييMCC کمپنۍ ورسره دعينک دمسو دکان قرار داد دمصلحت له مخې لاسليک کړى او ښکاره ده چې دابه دچين او افغانستان په اړيکو ښه اغيزه وکړي خو په اقتصادي لحاظ تجربې ښودلې چې په افغانستان کې دبوختو چينايي کمپنيو کاري وړتيا لږ ده او تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې تر لاس لاندې پروژې په خپل و خت او ټاکلي معيار سرته ورسوي دبيلګې په توګه :
١- له ميدان وردګو څخه تر باميانو پورې ٥٤ کيلو متره سړک چې لګښت يې دايټاليا دولت ورکوي جوړښت يې د عامه ګټو دوزارت له خوا(( چيناريلوې)) ته چې يوه چينايي کمپنۍ ده ورکول شوى ده چې دا پروژه د ١٣٨٥ کال دوږي دمياشتې په پنځمه نيټه دولس مشر کرزي لخوا پرانستل شوه چيناريلوي دقرار داد له مخې ژمنه کړې وه چې د ٢٠٠٧ کال تر پايه به په 18Km سړک قير غوړوي او بشپړ وي به يې خو واقعيت دادى چې تر اوسه پورې په دې سړک يوه لويشت قير هم نه دى اچول شوى.
له بلې خوا ددې پروژې له موخو څخه يوه داوه چې دسيمې خلکو ته به دکار او روز ګارموندلو زمينه برابره شي خو چيناريلوې ډيرى کار کونکي آن له چين څخه راوستي او په دې توګه په سيمه کې دبيکارۍ کچه ورځ په ورځ دلوړيدو په حال کې ده او دا چې دميدان وردګو او باميانو ولايتي اداروته په دې پروژه کې دنظارت او څارنې رول نه ده ورکول شوى چينايانو ته ميدان ورپاتې ده او هره مياشت په لكونو پيسې دامنيت تر عنوان لاندې هغو او دغو لالا ګانوته ورکوي.
٢- دلومړي وزارت په څلور لارې کې دکورنيو چارو وزارت ته مخامخ دجمهوريت روغتون ودانۍ ټولو ليدلې وه چې دشهيد محمد داود خان په وخت کې په ښه کيفيت په څو پوړونو کې جوړه شوې وه دموقتي ادارې په راتلو سره دچينايي قرار داد ښکار شوه هلته چينايي انجنيران دخپل تخنيک او تکنالوژۍ او که ريښتيا ووايو دبيکارۍ جنون داسې پسې اخيستي وه چې دولاړې روغې ودانۍ ستنوته يې کلنګ او پانې ونيولې چې دا موږ لږ تراشو چې ډير ځاى يې نيولى ده چې ناڅاپه ټوله ودانۍ راونړيده او په پايله کې يې څو ميندې بورې کړې او دافغانستان يو نسبتاً تاريخي روغتون يې له مونږ څخه واخيست خو په بدل کې يې دځان لپاره ښه کار پيدا کړ....!
اوتر اوسه پورې چينايان هلته بوخت دي او هره ورځ ښايي په زرګونو ډالر چې بايد افغان کارګرو اخستي وه چين ته ليږدول کيږي حال دا چې دافغانانو دکار ځواک په پاکستان، ايران او عربي هيوادونو کې دنورو په خدمت کې ويلې کيږي . اوس نو قضاوت دافغانستان دحکومت چارواکو او لوستونکو ته پريږدو چې په دې ډول قرار دادونو کې دافغانستان ملي ګټو ته څومره پاملرنه کيږي ؟
په هر صورت زه ديو افغان په توګه چې دخپل خداى(ج) او ولس په وړاندې د مسئوليت احساس کوم وړانديز کوم چې مونږ له ټولو هيوادونو سره ښو اړيکو ته اړتيا لرو خو په دې شرط چې زمونږ بهرنۍ اړيکې په ملي ګټو ولاړې وي زمونږ دولس حق بل چاته ورنه کول شي هغه مرستې چې زمونږ دوينو په بدل کې مونږ ته راکول کيږي بې ځايه لاړې نه شي هغه هيوادونه چې دخپلو وګړو لپاره دکار موندلو په لټه کې دي له هغو سره په معاملاتو کې احتياط وشي . دولت بايد په ټولو پر مختيائي پروژو څارنه ولري دولايتي ادارو او مرکز تر منځ دې همغږيتوب رامنځ ته شي او په ځانګړې توګه دې  ولايتي ادارو ته د نظارت رول زيات شي ځکه وزير صاحب نه شي کولاى چې دخپل لپ ټاپ کمپيوټر له شاڅخه ټول افغانستان اداره او سمبال کړي او ولس هم داسې په کراره بايد پاتې نه شي ځکه که نن دعينک خبره کيږي سبا دحاجي ګک وار رسيږي او بل سبا د نورو، له دې لامله يو ځل بيا په دې اصل ټينګار كوم چې چارواکي بايد دملي ګټو لپاره هلې ځلې وکړي.