كه دې ته څوك په ځير وګوري چې آنحضرت (ص)  هيڅكله هم دسير او حكمت كتابونه نه و لوستلي ، د پخوانيو خلكو كتابونه يې هم نه و لوستلي او له چا څخه يې تجربې هم نه وې تر لاسه كړې . نو څنګه يې كولاى شواى چې وحشي اعراب رام كړي او حال داچې تردې ډيره سر كش او بې لارې و او څنګه يې په ډير ښه تدبير سره د دوئ سخت زړونه نرم او پر ځان راټول كړل ، آن تردې چې د ده لپاره د خپلو مېندو ،پلرونو ، زامنو او قومونو مقابله وكړي دا معلومه ده چې حضرت محمد (ص)  د دومره پراخې اخلاقي مرتبې خاوند  ؤ چې آن هغو منافقانو به چې پر ده مبارك باندې دده په غيابت كې بد ويل او مخامخ به يې غوړه مالۍ كولې هم نه غندل.
يارانو ورته وويل چې پر هغه قوم چې تاسره مقاتله كوي او ستا مبارك غاښ يې مات كړى دى او ستا له مبارك وجود څخه يې وينې بيولي دي نفرين ووايه . آنحضرت (ص) وفرمايل : زه ددې لپاره نه يم مبعوث شوى چې خلكو ته نفرين او لعنت ووايم بلكه زما بعثت د دعا او رحمت لپاره دى .........!!
دلته يې پاك خداى (ج) ته د التجا لاسونه پورته كړل و يې فرمايل : خدايه (ج) !زما قوم په دغه ګناه مه نيسه او دوئ ته بښنه وكړه داځكه چې دوئ ناپوهان دي .
حضرت محمد (ص) بې وفايي لويه ګناه او وعده  خلافي له  ډيروبدو كارونو څخه ګڼل او پدې لاره كې به يې ډير زحمتونه ګالل تر څو چې په مقابل لوري بد عهدي او بې وفايي ونكړه ، ده مبارك به تعهد نه ماتاوه، دحديبيې په سوله او پيمان كې دا حقيقت پوره  څرګند شو .
آنحضرت (ص) آرام ، باوقاره ، فروتن خوش خوى او ډير مهربانه انسان ؤ لدې كبله يې د خلكو په زړونو كې ځاى درلود.
توانا او ضعيف دده مبارك په وړاندې يو ډول ؤ د ضعيفانو پوښتنه به يې زياته كوله د ناروغانو عيادت به يې كاوه د مړو په جنازه به حاضريده او نور خلك يې دې نيكو كارونو  ته ر ابلل بې له شكه  آنحضرت (ص) لوى سياست پوه او مفكر او فاضل شخص ؤ په مصالح او فضايلو كې ډير كوشا او دمشكلاتو په له منځه وړلو كې ډير اخلاص من ؤ دين يې ايمان او سر مشق يې قرآن ؤ هغه څه چې قرآن غوښتل هغه ده هم غوښتل او هغه څه چې قرآن نه منل ده هم نه منل. حضرت محمد (ص)  به له نوكرانو سره ډوډۍ خوړله او دميلمنو به يې په خپله خدمت كاوه كالي او پڼې به يې په خپله ګنډل د هستوګنې خونه به يې هم جارو كوله د كور ضروري شيان به يې له بازار څخه په خپله شا راوړل، په داسې حال كې چې له شكه خلاص د بشر سردار او د انسانانو تر ټولو مقامه شخصيت ؤ تر هر چا په امانت ، عفت ، عدالت حق ويلو او صداقت كې بر لاسى ؤ.
هر كله به چې له بهر څخه كوم څوك ياكومه ډله  د آنحضرت (ص) د ليدلو لپاره راغلل نو حضرت محمد (ص) به د دوئ پر وړاندې ددې لپاره چې دښمنانو په نظر كې اهم ښكاره شي او د پاك خداى (ج) دين پاك او لوړ معرفي شي او دحق كلمه اعتلا ومومي نو هرو مر به يې له دوئ سره د ملاقات لپاره له خپلو  جامو څخه تر ټولو ښې جامې اغوستلې او خپلو يارانو  ته به يې هم په دغه شان توصيه كوله  آنحضرت (ص) دومره رحيم انسان ؤ چې آن پر دښمنانو باندې يې هم رحم كاوه كله چې مكې مكرمې ته ور ننوت  او هغو قريشو ته ورغى چې د مسجد الحرام په انګړ كې سره ناست ؤ د خپلو يارانو او دغو قريشو له ډيرو تشويشونو سره يې و بښل او ويې فرمايل چې : زه نن هغه څه تاسو ته وايم چې يوسف ورور مې تاسو ته ويلي ؤ ( لا تثريب عليكم اليوم ) نن ستاسو پروا نشته ولاړ شئ آزاد ياست .