(( له حکومت څخه د ژمنو کسانو وتل به د خلکو او دولت تر منځ فاصلې نورې هم زياتې کړي .))
له کومه وخته چې د ښاغلي کرزي په مشرۍ لنډمهاله، انتقالي او اوسنى حکومت منځ ته راغلي چارواکي نه دي توانيدلي اويا يې نه دي غوښتي چې دولس باور لاس ته راوړي او په دولتي دندو باندې داسې کسان وګماري چې له يوې خوا د خپلو دندو په پر مخ بيولو سره خلکوته خدمت وکړي او له بلې خوا د دولت او خلکو تر منځ پوهاوى راولي .
په تيرو اووکلونو کې ترخې تجربې وښودله چې حکومت پرته له دې څخه چې دولس خوښه او باور په پام کې ونيسي او ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي ،د چا خبره لوټه يې په اوبو کې کيښودله او پرې تيرشو د قانونيت او اړتيا پرځاى يې مصلحت پالنې ته او د وړتيا په ځاى يې د پخوانيو ازمايل شويو تنظيمونو او وسلوالو ډلو خوښ ساتنې ته مخه کړه ، په حکومت کې کمزوري جوړښتونه، غير متجانس فکرونه او د څارنې نشتوالى ددې لامل وګرځيد چې له يوې خوايې ولس له لاسه ورکړ او له بلې خوا يې په حکومت کې د ځينو سالمو شخصيتونو چې ملت ته وفاداره وه زړونه هم ووهل او دا په داسې حال کې ده چې د دولت او خلکو تر منځ همدا نيمګړې اړيکې د همدې ډول کسانو په مټو او تدبير و لاړې وې او که خداى مه کړه دوئ له حکومت څخه زړه توري شي او يو په بل پسې دندې پريږدي د حکومت او خلکو تر منځ واټن به ورځ په ورځ زيات او حکومت به خپل ولسي مشروعيت له لاسه ور کړي او افغانستان به يو ځل بيا د تباهۍ او جګړې لوري ته را وکاږل شي .
څه موده وړاندي د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د همدې مجبوريتونو په اساس خپله استعفى ولس مشر ته وړاندې کړه او ويې ويل چې نورنو په داسې يو حالت کې ددندې سرته رسولو ته حاضر نه دى او نه غواړي د خپلو خلکو په سترګو کې خاورې وشيندي .
ښايي د ښاغلي نعيمي د استعفى لامل داوي چې نوموړي ډيرې هلې ځلې وکړې تر څو د خلکو د غوښتنو مطابق په اداري او امنيتي برخوکې سمون راشي بيارغونه د خلکو د اړتيا له په پام کې نيولو سره وشي خو د مرکزي حکومت له خوا د پام وړ ملاتړ ورسره نه وه ځينې پرې کړي او ټاکنې له مرکز څخه تحميلي وې او بل داچې په حکومت کې د تشويق او ترغيب مسئله هم په تربګنۍ ولاړه وه کور ودانى او شاباسى خو هسې نه وه بلکې بر عکس نورې ستونزې يې هم ورته پيدا کولې نو ځکه يې پريکړه وکړه چې دنده پريږدي که څه هم تر او سه پورې د ښاغلي (( نعيمي)) استعفى د ولس مشر له خوا رد يا منل شوې نه ده خو په هر صورت دا د حکومت لپاره د ګواښ زنګ دى.
که چيرې حکومت په خپله تګلاره کې بدلون را نه ولي دې ته ورته نور داسې کسان به هم دندې پريږدي له يوې خوا به د خلکو باور کمزورى شي او له بلې خوا به د اداري فساد او اختلاس اتلانوته د ناوړې ګټې اخستنې ډګر خوشې شي او هيواد به مويو ځل بيا د بر بادۍ کندې ته ورټيل وهل شي کوم چې ز مونږ د هيواد قسم خوړلي تاريخي دښمنان يې هيله لري .
اداره