شاه محمد چې زما كلي ته نږدې كلي كې او سيده له وړكينې يې له ماسره سلام عليك درلوده او كله كله به مو لوبې هم سره كولې ، په لوبو كې به باضې وخت خلكو ورته له نازه دشاه ګي په نوم هم نارې وهلې ، شاه ګي به كله ناكله د كوڼيو لوبې هم كولې . په كلي كې وچكالي راغله خبره له وسې تيره شوه ، وچكالي اوږديده ځكه مو ښار ته كډې رابار شوې له ډيره وخت وروسته مو يوپه  بل سترګې  سره ولګيدې خو په غالب ګومان چې زه يې ونه پيژندلم ځكه چې اوريدلي مې و چې د شاه ګي ټوله كورنۍ شوكوري لري ، ښه مې په ياد دي چې يوه ورځ دده او ورور ترمنځ جګړه كې چې ماښام مهال وه دوئ روغ رمټ و خو د څو كليوال سرونه يې په تيږو ورمات كړي و.

ځان مې ور وه پيژانده روغبړ مو سره وكړ شپې ورځې بياهم په تيريدو وې چې موږ هم په ښار كې خپل كورته كډه وكړه او دوئ هم دلته مو بيا سره كليوالي پيل شوه او نور نوموړى ډير د سياست شوقي شوى ؤ ، شاه ګي چې اوس د كوڼيو له لوبو نه سياسي لوبو ته ارتقا كړې وه په پارلماني ټاكنو كې يې هم ځان كانديد كړى ؤ د كمپاين په وخت كې به يې بيرقي نيكتايي تړلې وه كله ناكله خو به يې په ځينو مخورو كانديدانو پټكې هم كولې او خپل انتخاباتي شعار يې داسې ټاكلى ؤ چې ( كه چيرې نوموړى كاميابيږي له ګاونډيو هيوادو څخه به د خپل هيواد د ورانۍ تاوان اخلي ) نوموړى چې په ځان ډير باوري ؤ خو بخت ياري ورسره ونكړه او ناكام شو كله كله به يې له ولسمشر څخه سر ټكاوه چې دده د كاميابۍ په لار كې خنډ وګرځيد او  رايې ، يې بل چا ته ورانتقال كړې ، اوس چې سياست سره جوخت شاه ګي ځان ته نوى نوم ، تخلص او رتبه هم پيداكړي په ځان يې استاد ................. وال ........زى ايښي وه خلكو به ورته د استاد خطاب كاوه .

يوه ورځ په موټر كې راسره مخامخ شو د خپلو نورو سياسي فعاليتونو تر څنګ يې د يوه ګوند د جوړيد خبر هم راته راكړ چې پدې ګوند كې يې ماته هم كومه وظيفه مظيفه په نظر كې نيولې وه ، بله ورځ سهار وختې له كور څخه د خپلې وظيفې  په لور روان وم ګورم چې استاد د ټټۍ يا كيناراب بيخ ته بيل په لاس ولاړ ده په ډيره تلوار سره كيناراب پاكوي ناڅاپه يې په ما سترګې ولګيدې ما هم ورته سلام وچاوه دوه درې ګامه به نه وم تير شوى چې راپسې غږ يې كړ   وارخطا شوم له ځان سره مې وويل لكه چې په تا هم كيناراب پاكوي زړه او نازړه ورته ودريدم چې د ګوندد جوړيدو زيرى يې راته راكړ ما هم ورته مباركي وويله ترې روان شوم دويم ځل يې بيا پداسې حال چې بيل يې په ډيران كې خښ كړى ؤ  راپسې غږ يې كړ چې ووايه كومه چوكۍ غواړې چې درته در يې كړم ما ورته وويل چې بيا به په كراره غږيږو خو استاد نور هم ټينګار كاوه او بيل نور هم په ډيران  كې راته خښاوه  ما هم د يوې وظيفې نوم ورته واخيست او ترې روان شوم خو استاد بيا هم په كيناراب ايستلو پيل وكړ .

((خلك وايي چې سياست مداران  ډرى وخت په خيال پلونو ژوند تيروي كله چې يو كار كوي په خيال كې همدې ته ورته ښه كار ويني)) نه پوهيږم چې استاد به دا مهال د بيل په ښورولو سره به په بيا رغونه اخته ؤ او كه ..........................................؟!