دطب پوهان وايي چې کله ماشوم اوه کلنۍ ته ورسيږي او يا په بله وينا داوه کلنۍ غاښ وغورځوي له عاطفي، فزيکي او عقلي پلوه ډير بدلون پکې راځي دبېلګې په توګه اوه کلن ماشوم له دوستانو سره ديوځاى اوسيدو غوښتنه لري له خپل همجنس سره لوبې کول غواړي، خپل دوستان اودښمنان سره پيژندلى شي ، غواړي چې ټول کارونه په سم ډول ترسره کړي، موضوع ګانو ته دبل ماشوم له نظره هم وګوري، انتقاد منونکى وي خو چې مخالف واقع شي کاربل ته پريږدي دشيانو توروالى ، سپين والى ، ښه والى او بدوالى پيژندلى شي په ډله ييز ژوند کې امن احساسوي.

له فزيکي پلوه قيچي او نور واړه څيزونه نيولاى شي ، دايمي غاښونه يې ښکاري ، موازنه برابرولى شي اوتوپ په هواکې نيولاى شي دخپلو بوټو بندونه تړلاى شي.

دعقل له پلوه دومره پرمختګ کوي چې حروف چپه ليکلاى شي، دودانيو او نقشو له جوړولو څخه خوند اخلي، لغتونه دوه ځلې تکراروي ، لوستل خوښوي اوله دوکې او جادو سره علاقه پيداکوي، دزيات وخت لپاره موضوع ته پام کولاى شي دکيڼ اوښي اړخ توپير کولاى شي ، وخت ،ورځې او اونۍ پيژندلاى شي.

دادى دښاغلى کرزي حکومت هم چې په ١٣٨٠ کال کې دبن د هوکړو په پايله کې زيږيدلى وه، اوه کلن شو اوغاښونه يې دتوييدو په حال کې دي.

خو دا چې دتېرو اوو کلنو په اوږدو کې په ډول ډول ناروغيو اخته وه اوله سمې روزنې څخه بې برخې وه اوچندان درملنه يې ونه شوه هيڅ وده  ونکړه اوهمدا لامل دى چې په همدې اوه کلنۍ کې خپل دوستان او دښمنان نه پيژني په نړيوالو او کورنيو سياسي لوبوکې دګټلو چل نه ورځي دکارونو دسم ترسره کولو خيال نه کوي ،يوازې خپل مني دملت نظريات او خوښې ته غوږ نه نيسي لنډه داچې تورسپين بولي او سپين توربولي دښو او بدو توپير نه کوي جنايت کاران اتلان بولي او اتلان يې په ياد نه دي.

 

کوښښ کوي چې جنګسالاران خوښ وساتي زورورجنايت کاران محاکمې ته نه شي راکاږلى اودغريبو خلکو حق له ظالمانو نه شي اخيستلاى دځمکو غاصبانو ته اعزازى رتبې اولقبونه ورکوي او بې کفايته چارواکو څخه مشاورين جوړوي ديوه ولسوال دلرې کولو توان نلري او دخپلو کړنو پايلې په پام کې نه نيسي، له ولسواليو څخه ولايتونه جوړوي خو دنيمائي افغانستان په اوسيدونکو بمباروونکو ته دوستان وايي دولتي څوکۍ او تشکيلات دجنګسالارانو دغوښتنو سره سم جوړوي په اداروکې يې رشوت اخستل مباح ګڼل کيږي خو له دې ټولو سره سره بيا هم غوږ نه ګروي اوځان نه ښوروي او ژرده چې داورځې ،اونۍ او کلونه له لاسه  ورکړي روغتيا پوهان وايي چې کله ماشوم سم ونه روزل شي او دناروغيو علاج يې ونه شي او دواکسيناسيون ټول پړاوونه پرې پلي نه شي له همدې ډول ناروغيو او کميو سره مخامخ کيږي اوپه اوه کلنۍ کې نه شي کولاى وده وکړي.

په ريښتيا سره هره ناروغي ځان ځان ته لاملونه لري او که پخپل وخت يې درملنه ونه شوه ماشوم له پښو غورځوي اوراتلونکې ته يې څوک تمه نه شي کولاى.

دښاغلي کرزي دحکومت ستونزه داوه چې له زوکړي سره سم دشمالي ټلوالې په وړکتون کې شامل شو اوتاسې خوپوهيږى چې هغه وړکتون استادان څومره ناړامه دي هرڅه دځان لپاره کوي اوروزنه يې هم دخپلو سيميزو، اوقومي ګټو په بنسټ ولاړه ده اودښاغلې کرزي دحکومت دسالمې روزني لپاره هيڅ پاملرنه پکې نه وه شوې همدا لامل وه چې ماشوم وده و نه کړه درملنه او واکسين يې په خپل وخت ترسره نه شو دادى اوس له بېلابېلو ناروغيو لکه اداري فساد، رشوت، جنګ سالاري، قوم پالڼې، مافيا، غصب، بې قانونۍ او انارشيزم باندې اخته دى که څه هم ولس څو څو ځلې په زرګونو صندوقونو کې په ميلونونو واکسينونه وروليږل خو پورتنيو ناروغيو حکومت داسې اخته کړى چې اوس هيڅ واکسين اغيزه نه پرې کوي اود نړۍ هيڅ طبيب يې درملنې ته نه رادانګي اوپرته له دې څخه چې بهرني او کورني نرسان اوستاژران خپلې تجربې پرې وکړي نوره ورته تمه کولاى نه شي روغتيائي تجربې سپارښتنه کوي چې يا خو په دې ماشوم دجراحي عمليات ترسره شي او که داسې ونه شول نو دمسکنو درملونو په کارولو سره ايله يو کال نور ژوندى پاتې شي.