كله چې الله تعالى حضرت آدم (ع) د ځمكې په سرخليفه وګرځاوه ورسره يې حضرت بي بي حوا (رض) هم ځمكې ته راواستوله ترڅو دوئ دځمكې په سر ګډ ژوند سره پيل كړي او د دوئ د دواړو د نكاح او ګډ ژوند په نتيجه كې د ټولنيز ژوندانه اساس كيښودل شو .

انسان چې په اصل كې آزادخو ټولنيزخلق شوى د ژوندانه ټولې اړتياوې په همدې ټولنه پورې تړلي او هيڅكله هم په يوازې توګه د ژوندانه ښې او بدې نشي تيرولاى ځكه چې همدا ټولنيز ژونددى چې انسان له ډيرو لوړو او ژورو سره مقابلې ته تياروي بل لورته په يوازې ځان خوښۍ هم نشي تجليليدلاى ځكه خوښۍ هم بايد دټولنې له يو شمير افرادو سره چې هغه زموږ خپلوان او دوستان دي وويشو او پدې برخه كې يې له ځان سره شريك كړو دا پدې مانا چې كله موږ ته خوښۍ راپه برخه كيږي موږ هغه وخت د هوساينې احساس كوو چې موږ خپل ځان د دوستانو په منځ كې خوښ ووينو .

واده اود ټولنيز ژوند پيل :

واده چې د دوو مخالفو جنسونو يو ځاى كيدل په نكاح ( ايجاب او قبول ) سره ترسره كيږي د ژوندانه هغه پړاو دى  چې هغه د ټولنيز ژوندانه بنسټ او دوام جوړوي .

انسان (نارينه او ښځينه) جنس ذاتا ً دېته اړتيا لري تر څو ځان ته له مخالف جنس څخه ملګرى وټاكي د اسلام سپيڅلي دين هم پدې اړه ډير ټينګار كړى ترڅو مسلمان نكاح وكړي آن تردې چې نبي كريم (ص) فرمايلي چې : نكاح زما له سنتو څخه ده  كه څوك نكاح ونكړي زموږ څخه نه دى .

كه له يوې خوا واده د ځينو غرايضو ځواب وايي او له بلې خوا د سنتو پر ځاى كول هم دي بل لورته يو انسان نشي كولاى په يوازې ډول ټول ژوند تير كړي ځكه چې كه نارينه له كور څخه بهركاركوي بل لورته ښځه هم د كور د كارونو او د اولاد په روزنه كې تر ډيره حده مسووليت لري.

ټولنيز ژوند او اداري كارونه :

انسان چې په يوازې توګه د ژوندانه په نورو چارو كې پاتې راځي او په يوازې ډول ټول كارونه نه شي سمبالولى  ، اداره هم چې د ټولنيز ژوندانه يوه برخه جوړوي يوه فرد ته اړتيا لر ي ترڅو له نورو افرادو سره لومړى اداري نظام جوړ او بيا يې پر مخ بوځي په اداره كې هم يوه ډيره اړينه خبره داده چې په اداره كې همغږي وجود ولري كه چيرې په اداري چوكاټ كې همغږي نه وي په چارو كې ستونزې رامنځ ته كيږي او كار په ښه ډول نشي ترسره كيدلاى چې بيا وروسته د ادارې د افرادو ترمنځ بې باوري رامنځ ته كيږي چې ورو ورو د اداري نظام ستنې له منځه وړي.

انسان اوعام ټولنيز ژوند :

كه موږ ځير شو په هره ټولنه كې چې انسان ژوند تيروي په همغه ټولنه پورې يې ګټې تړلې دي ځكه چې په يوه ټولنه كې بزګر ، ښوونكى ، ډاكټر ، انجنير ، تركاڼ او ............. ژوند كوي او د دوئ ژوند يو له بل سره تړاو لري  .

داپدې مانا چې  بزګر د نا روغۍ په وخت كې ډاكټر ته اړتيا لري ترڅو درملنه يې وكړي خو بل لورته بزګر د ډاكټر په ګډون د ټولنې ټولو افرادو ته د ژوندانه لومړني اړتيايي توكي مواد برابروي بل خوا ته كه چيرې انجنير ښوونكي ته كور برابروي ورسره  همدا ښوونكى دى چې ټولنې ته ډاكټر ، انجنير او .......... ...... وړاندې كوي پدې اړه موږ ويلاى شو چې انسان په يوازې توګه پرته له ټولنې څخه د ژوند كولو جوګه نشي كيدلاى او بل لورته  ټولنه له انسان څخه پرته جوړيدلاى نشي او بله خبره داچې د يوه انسان ګټې له بل انسان سره تړلي او نه شليدونكې اړيكې لري .

انسان او سيا ست :

لكه څرنګه چې انسان د ژوندانه په نورو برخو كې د خپل ځان په اړه د تصميم نيولوحق لري ، انسان كولاى شي ترڅو د خپلې ټولنې او ټولنيز ماحول په سياسي چارو كې ونډه واخلي ، خپل زعيم په خپله وټاكي  ځكه چې د يوې ټولنې هر غړى د خپلې ټولنې په وړاندې مسووليت لري تر څو د ټولنې د افرادو د هوساينې او پرمختګ په موخه له فكر او تعقل څخه كارواخلي ،پدې اړه موږ په اسلامي تاريخ كې داسې بېلګې لروچې دهغه وخت مسلمانانو دهمغه وخت د شرايطو سره سم د خپلوامراوو په ټاكنه كې له ډير غور او فكر څخه كار اخيستى  او خپل مشران يې په خپله ټاكلي دي ،  پدې اړه لوى خداى (ج) هم په خپل سپيڅلي كتاب قران عظيم الشان كې فرمايلي :تاسو وسپارئ كارونه د كار اهل ته او كله چې تاسو د خلكوتر منځ فيصلي كوئ په عدل يې وكړئ .اوهمدارنګه كله چې يوآمر يو كس په دنده ګماري بايد له ډير غور څخه كار واخلي تر څو داسې كسان په دنده وګماري چې هغه صالح او نيك خلك وي ترڅو د ټولنې لپاره د خدمت جوګه شي ، د داسې خلكو ګمارل له يوې خوا د لوى خداى (ج) د خوښۍ سبب ګرځي له بلې خوا د خپلې ټولنې په وړاندې د مسووليت ادا كول دي او بل لور ته په دغسې يو حالت كې د ټولنې د افرادو تر منځ يا په بل عبارت د ولس او زعامت تر منځ باور رامنځ ته كيږي چې بيا ټولنه هوساينې او تكامل په لور حركت كوي .