ياره دالوستونکي هم عجيبه خلک دي تل ليکونه راليږي اوټيليفونونه کوي چې ولې داسې نه کوئ او ولې داسې نه ليکئ کله کله خو داسې غوښتنې کوي چې که يې  ورسره ومنو نو زمونږ بيخ اوبنياد به راباندې وباسي يوازې په همدې تيرې اونۍ کې يې په لسګونو پيغامونه راليږلي او دخپلې  خوښې سره سمې غوښتنې او پوښتنې يې کړې که ريښتيا را باندې وايې  زمونږ يې هم حوصله تنګه کړې  راځئ  چې دلته يوڅو ليکونه او پيغامونه ځواب کړو. توکل مودې په خداى وي.

·                     شاسوار خان ليک راليږلى چې تاسې ولې د اداري فساد او رشوت په هکله ليکنې نه کوئ آخر داوطن خو نود درشوت خورو دلاسه تباه شو؟

شاسوار خانه! موږ داخبره نه درسره منو کله چا رشوت اخستى تاسې وګورى زمونږ دولتي مامو رين او مشران نه کور لري نه موټر لري او ژوند يې ترما او تابد تره خوار وزار دى هغه يونيم که لږ مالداره هم وي له پلار او نيکه به  ورته پاتې وي او بل ته داسې مه کوه . چې اوس هرڅه ته رشوت وايې آخر ته بايد دتحفې ، شيرني ، قلمانې او پيدا او پناه ترمنځ توپير وکړې؟

·                     زمونږ يو بل لوستونکي ګل زمان بيا په ځانګړي ډول له قاضيانو سرټکولى چې بې له رشوت نه دچا سلام هم نه آخلي؟

ګل زمانيه :  که ته يوازې قاضيان بيچاره ګان په رشوت تورنوې دا به بې انصافي وي ځکه ما خپله په همدې ګناه ګارو سترګو داسې انجينران ليدلي چې د ٢٠ سانتي کانکريټو په ځاى پنځه سانتي اچوي او دښو سمنټو په ځاى بيکاره سمنټ تيروي او برآورد خو ﻻڅه کوې په خداى (ج) داسې ډاکتران مې ليدلي چې ناروغ دې مري هم خو ترڅو چې دملايي او چايو پيسې درنه وانه خلي والله که يې فشار هم وګوري او دترافيکانو کيسې خو اوس ماشومانو ته هم معلومې دي.

·                     تازه ګل بيا ټيليفون کړى چې تاسې ولې په دې هکله ليکنه نه کوى چې دغريب سړي زوى دچاله جيب نه يو نوکيا سنګ پاى ټيليفون ووهي نو دپلچرخي تور وتيارو ته ليږل کيږي او جنرال دوستم چې زورور دى دغټ بني آدم په تښتولو ورته څوک پورته هم نشي کتلاى آخر دا څنګه قانون او څنګه حکومت دى؟؟

تازه ګله  وروره: مونږ خو په دې اړه څو ليکنې وکړې خو په چايې منې راځه داسې وکړه دا واراې ته يوه ماره وکړه يا څوک ووهه او يا دکومې مکتبۍ دستکول وتښتوه تابه پوليس ونيسي بندي به شې درشوت پيسې خو هسې هم نلرى کله چې ښه پوخ بندي شوې بيا به مونږ ليکنه وکړو چې وګورى تازه ګي   بيچاره ماضي يو څه وکړل بندي شو خو جنرال دوستم چې  دکرزى ريس ارکان دى والله که چا هيڅ ورته ويلي وي ګوندې دولت وشرميږي او هغه ونيسي او که يې ونه نيوه نو لږ ترلږه ته خو به بيرته  خوشى شې په دواړه حالاتو کې زمونږ ګټه ده؟؟

·                     څو ورځې وړاندې يو ميسکال راغى چې پرې ورټراي مې کړ راته ويې ويل وروره کريډېټ مې خلاص شوى يوه پوښتنه مې درلوده ما ورته وويل چې زما هم  لږ پاتې دي په همدې کې وم چې اړيکه غوڅه شوه نه پوهيږم چې څه ستونزه به يې درلوده خو ګومان کوم چې له قيمتۍ نه به يې سرټکاوه ځکه چې دآزاد بازار له برکته اوس ډير خلک ستونزې لري يوه بورى  اوړه چې په دوه نيم زره افغانۍ شي نو کوم نر به موبايل ته کريډت واچوي؟

·                     يوبل اوريدونکي چې نوم يې بختور خان وه ليک راليږلى چې دا دملي اردو خو ډير صفتونه کيدل ولې د غوايې په اتمه څه ټکه پرې راولويده چې هرې خواته يې ځغاستل؟

بختوره وروره ولې نه دې دي اورېدلي چې وائي (( دنرياخرپ ده ياترپ))

·                                 دبسوګۍ  په نامه يوې  لوستونکې  بيا مسج راليږلى وه او  داسې  يې پوښتي وه(( دادې  دوستم او اکبر باي ترمنځ څه خبره وه؟

 ته هم د بخار ځاي ګروې هغه دې نه دي اورېدلي  چې پټې بلاوې دې خداى پټې لري.

·                                 يوبل کس چې خپل نوم يې وانه خيست او په يوروپګي ټيليفون يې  زنګ وهلى وه ويې ويل چې  يوه خارجي له دولت څخه په ١٠ ميلونه ډالره يوه ودانۍ په قرار داد ونيوله له هغه  څخه بل چا په ٩ ميلونه ډالرو ونيوله او بيا يې ماته په ٨ ميلونه ډالره راکړه ما چې اوس کار پيل کړى او پيسې غواړم هغه بهرنى او دوهم لاس قراردادي دواړه تښتيدلي نو تاسې ماته مشوره راکړى چې څه وکړم؟

وروره که زمونږ منې راځه پوښتنه خو هسې هم نشته ته هم دا قرارداد په ٧ ميلونه ډالره يوبل ته ورکړه او بيا هغه سړي ته ووايه چې بل ته يې په ٦ ميلونه ورکړي ګوندې هغه وروستى کس لږ مسلمان وي اوپه دې ودانۍ کارپيل کړي.

·                                 انارګلي بيا ليک راليږلى چې دا اوړه ه ولې دومره قيمته شوي تاسې څه وايئ؟

وروره مونږ خو والله که په داسياسي خبرو چندان پوهيږو خو فکر کوم چې داټول کارونه دکرنې وزارت او دښځو دچارو وزارت دي ځکه دکرنې وزارت غواړي چې که اوړه قيمته شي نو دغنمو قدر به زيات شي او خلک به دکوکنار په ځاي ْغنم وکري او دښځو وزارت بيا غواړي چې داوړو په قيمتى سره به دښځو ساتل ګران او دواده کولو تقاضا به لږ شي او خلک ددې لپاره چې لورګانې  يې زړې نه شي ولور به راټيټ کړي او په دې سره به جنکۍ ميړونه پيداکړي او دبشر حقوق به هم په ځاى شي.

په همدې سره پيغامونه پريږدو او ترراتلونکې ګڼې پورې خپلې تازه پوښتنې راوليږئ خو پام کوئ چې چاسره مو په غم وانه ړوئ په مخه موښه.