درنو معززو اوښاغلو علماى کرامو اودينداره سپين ږيرو!

له بل هرچا څخه تاسې ښه پوهيږئ چې خداى (ج) په خپل سپيڅلي کتاب قرآن عظيم الشان کې فرمايلي:

ژباړه(( له تاسو څخه بايد يوه ډله وي چې دخير لوري ته دعوت وکړي، په ښو کارونو امروکړي اوله بدو کارونو څخه مسلمانان منع کړي اوهمدوى دي کاميابان))

بل ځاى خپل محبوب پيغمبرحضرت محمد مصطفى (ص) مخاطبوي اوفرمايي:

ژباړه(( دخپل رب لارې ته خلک په نيکه موعظه دعوت کړه او په داسې طريقه ورسره مجادله او مقابله وکړه چې هغه ډيره نيکه وي))

او حضرت محمد (ص) بيا فرمائي: ژباړه(( چاچې له تاسو څخه ناروا کار وليده هغه ته دې په خپل لاس تغير ورکړي، که په لاس توان نلري په ژبه دې ناروا والى بيان کړي اوکه په ژبه هم ويلى نه شي نو په زړه کې دې داعمل بد وګڼى))

پرته له شکه چې تاسو خپله دنده سرته رسولى او تل مو دوخت څخه په ګټې اخستو سره خلک ښو کارونوته رابللي او له منکراتو څخه مو منع کړي دي پدې وروستيو کې يو شمير خلک چې پرخپلو کورونو اوباغونوکې يې په پټه کوکنار اوچرس کرلي وه او حاصل يې اخيستى هغه زمونږ په ځوانانو خرڅوي او يو زيات شمير ځوانان په مخدراتو روږدي شوي چې دا په ريښتيا سره ستره ګناه اولويه ضايعه ده که چيرې علماى کرام او قومي سپين ږيري دې ټکې ته پام راواړوي نو ډير ژرده  چې داکسان به اصلاح شي او له دې ناوړو کارونو څخه به لاس واخلي مونږ سره له دې چې علماوو ته درناوى لروله هغو څخه غوښتنه کوو چې دځوان نسل په اصلاح او روزنه کې خپل کوښښونه زيات کړي او دمخدره توکو داستعمال دحرام والي په هکله دې هغوى وپوهوي ځکه دمخدره توکو کارونه نورو ټولنيزو او اخلاقي مفاسدوته لاره آواروي او انساني ټولنه له بربادۍ سره مخامخ کوي.

 

په درنښت