صبغت الله  تميم

اوښ چې ګډيږي نوڅښتن يې شرميږي

 

سوکاله اوډاډمن ژوند دهروګړي طبيعي غوښتنه ده او داچې بشر ديوبل سره ژورې اړيکې لري په ټولنه کې د ګډژوند لپاره لمړنى اړين توکى امنيت دى ترڅو ټول وګړي ورته برابر لاسرسى ولري.

دبن له کنفرانس نه وروسته هيواد کې دامنيت لپاره ډېرې سورې نارې اوريدل کيږي اوټول يوازې امنيت غواړي اوبس.

که دنړۍ يا په ځانګړې توګه دهيواد په کچه وروستئ نړيوالو مهمو  بدلونو نو ته په ځيرسره وکتل شي، دبن کنفرانس دنړيوالې ټولنې په بدنامى دپاى ته رسيدو په حال کې دى يانې دبن کنفرانس چې دائتلاف څواکونو دجنګي ستراتيژۍ دسياسي وسيلې په توګه په کار يووړل شو چې په ټوليز ډول دنورو کړيو په ګټه پکې ساه وچلېده يا که يې په بل ډول څرګنده کړو سوله داسې يوه پديده ده چې دتاوتريخوالي اوزور سره ملګرتيا نه شي کولاى او داغيارو په لاس په چا باندې نه شي تپل کيداى، دا دسولې دوه مهمې ځانګړنې دي اودبل اړخه سوله دقبيلوى جوړښت په بنسټ دټولنې په دننه کې جوړيداى شي خو پلمه به پکې دهمدې قبيلو کره او دزړه له کومې غوښتنه وي او رغنده ګډون ورته ترټولو اړين دى

خوکه چيرې سوله دسوټي په زور وي نو دټولو خلکو ملاتړ ورسره نه وي نو بايد دسوټى په زور وساتل هم شي او بيا به  هم داساتل به   لنډ مهال لپاره وي، او جنګ ته دپاى ټکى نه شي ايښودلاى، ډاډمن ژوند او دهغه اړين توکي نه شي برابرولاى.

که دانوى زيږول شوي حکومت ته په ځير سره وګورو چي داووه کلنى غاښونه يې نوي غورځولي دي ددې خبرو ملابه وروتړي.

په پيل کې حکومت هوډمن و چې داوږد مهاله او پايېدونکو کړنلارو په جوړولو به لاس پورې کوي ترڅو بشري پرمختيا شويې شي ، دبشري پرمختيا لپاره بشري امنيت بايد وپيژندل شي او دهغه مفهوم ته پراختيا ورکړل شي يانې بشري امنيت تنها دزور زياتي اوبشري حقونو دسرغړونو مخنيوى نه دى بلکه بايد بنسټيزې اړتياوې لکه (( زده کړه،  عايد، روغتيا، سرپناه ، خواړه اومعيشت دنورتوکې )) او همدارنګه ستراتيژيکي اړتياوې لکه (( ګډون کول ، انساني کرامت ته درناوى ، فرهنګي چاروته احترام  ددين او مذهب په لارکې اغيزمن ګامونه پورته کول ، ځواک موندنې او واک درلودلوته)) هم جدي پاملرنه کول دي دبشري امنيت دپوهيدو او درک کولو لپاره اړين بريښي چې تعريف ورته پيدا کړو:

بشري امنيت له ويرې او اړتيا څخه خلاصون ته ويل کيږي اوبشري امنيت دهغه بهيرونو څخه ګټه اخيستل دي چې دخلکو په ځواکمنتيا وؤ او هيلو باندې والاړ وي ترڅو دخلکو لپاره دپايښت دژوند دوام او دعزت بنسټونه برابرکړي.

ددي تعريف په بنسټ بشري امنيت بېلا بېلو ډولونو ته شامل دى لکه فردي امنيت ، سياسي امنيت ، ډله ايز امنيت ، اقتصادي امنيت ، فرهنګي امنيت، خوراکي امنيت او نور نو بشري امنيت يو مثلث دى چې له عزت معيشت او پايښت څخه جوړ ى چى  هدف  يې دبشري پرمختيا ده او ددې لپاره بشري امنيت لمړنۍ اړتيا ده مګر امنيت په هغه مانا او مفهوم نه لکه چې د دموکراسي دبې پلاره بچيانو په ذهنونو کې دم ګړى  ځاى لري بلکې سربيره پردې ديوه چا لپاره دکار خونديتوب ، دکار دځاى او داستوګڼې ځاى ته په ډاډتګ اوراتګ ترڅو کومه ستونزه ورته پيدا نه شي او ډاډمن وي

ترڅو راتلونکې ته هيله من او باورمن وي ، او داپدې مانا هم نه چې يوڅوک يوازې  ژوندى پاتې شي  او دومره څه پيداکړي چې قوت او لايموت صدق وکړي بلکې بايد دعزتمن ژوند درلودونکى هم وي ليکن نن ورځ دافغانستان بېچاره حکومت ، امنيت ته په يوتنګ نظرا نه بڼه ګوري(( آس يې هغه ته ورکړچې دتانګ دتړلويې نه  وؤ)) وګور‌ۍ کله دپرديو او بهرنيو دګټو له ليدوري ورته ګوري يا خو هم په ځينو وختونو کې دشخصي ګټو دساتلو او کله هم ددولت ساتنه دکورنيو او بهرنيو يرغلونو څخه مطرح کيږي او دامنيت د لومړيتوپونو څخه يې ګڼي خو خبره بل شان ده اوحقيقت ته دا حکومت په ړندو سترګو ګوري.

(( اوښه هرڅه دې هوښه)) داپداسې حال کې ده  چې دا دولت هرډول ممکن وسايل او امکانات لري ترڅو خپل کړه وړه سيستماتيک کړي، مګر دابيزوګي ( حکومت) دعامه وګړو مشروعې انديښنې چې دخونديتوب او په ورځني ژوند کې دعزت اوپت لپاره اړين دي درک کولاى نه شي څه وار خو ددې شو چې خلکو ته پياوړتيا وروبښي او له ګواښ څخه يې وساتي.

بلکې دا هيڅ ددوى په ذهنونو کې نه مطرح کيږي او دې ډول مسئلوته ځاى ندى پاته شوى نو مالوميږي چې يوازې ځاني ګټې ورته دهرڅه نه په زړه پورې دي،  درسمي رسنيو دراپورونو له مخې په افغانستان کې نږدې (٤٠) مليارد ډالره لګيدلي  دي مګر هيوادوالو يې د (٤٠) لکو ډالر و په کچه ګټه هم نده ليدلې يانې داټولې پيسې دبهرنيو انجوګانو اودولتي  ډاکوګانو په جيبونوکې لويدلې دي، ځکه هيڅ مثبت اوښتون نه ليدل کيږي همدا سږ کال دبېکارۍ کچه دتېر کال په پرتله  لوړه ده ، دکابل او هيواد په نورو لويو ښارونوکې دښځينه ، سپين ږيرو او ماشومانو خيرات غوښتونکو شمير مخ په ډيريدو دى(( دځوانۍ بيکاري دسپين ږيرتوب خواري ده)) دتېر کال په وروستيو شپږو مياشتو کې دبېکارانو شمير٥، ٨٧ په سلو کې وو او په عادى حالت کې ٧،٢ ميليونه هغه کسان چې دکار ځواکمنتيا لري بېکاره پاته دي.

خو دولت پدې باندې غوږ هم نه ګروي بلکې  دحکومت چورت پدې ډير خراب دى چې تېر کال دبهرنيو ٦١ زرو پوځيانو څخه ١٢٠ تنه له منځه لاړل په پښتو کې يو متل دى وايې(( کونډې هم ژاړي دنډۍ هم، هغه چې پرون يې را واده کړې په ناورين ژاړي)) مونږ دې ټکي حيران کړي يو چې دوى ترمونږ زيات شکايت لري داهغه پيچلى سياست او سياسي لوبه ده چې زمونږ نه يې هم دکلاوې سرورک کړى دى.

خو دا دشرم پوزه اساسي لامل ته ګوته نه شي نيولاى چې داڅه دي چې زمونږ سوله يې ټکنۍ کړيده دا ډير روښانه واقعيت دى چې افغانستان اشغال شويدى او دبهرنيو ځواکونو په خپل سرعمليات او دعملياتو په وخت کې دافغانانو دود او دستور ته سپکاوى او د بيګناه کسانو وژل دا يوه تاريخي تيروتنه  ده او ټول پرې پوهيږي چې دافغانستان دغيور ولس دروازه په لغته وهل دومره آسانه نه هضميږي او افغانان په هيڅ ډول غچ نه پريږدي بلکې په هرډول او هرقيمت چې کيږي اخلي يې  او داوسني وضعيت دغچ اخستلو هوډ په هيواد والوکې له ورايه مالوميږي.

په مونږ افغانانوکې دبېلابېلو توکمونو په ګډ فرهنګ کې يومنلى متل دى چې وايې (( سرتروطن جار او وطن ترناموس)) زمونږ دغيرتي ملت ناموس دود او دستور ته دبهرنيانو لخوا په سپکه سترګه کتل کيږي اوهيواد مويې اشغال کړى دى خو دوى بايد په ياد ولري چې(( دپښتانه بدي دسرې اوردى))

له بله اړخه ددې حکومت يو مهم لوړ رتبه مامور چې دهمدوى خپل  اډ او وزر دى په خپلو لاپو او  تبصرو کې په خپله ښويه خوله لاس راکش کوي او د ٧٠٠٠٠ کسيزې اردو جوړولو کار ډير مهم ګڼي داجناب فکر کوي چې هرو مرو بايد يوه داسې قوي اردو جوړه شي چې نه يوازې دملک په ساتلو وتوانيږي بلکې دبهرنيو لاس وهلو مخه هم ونيسي مګر دغه نظر يه څومره کمزورې ده لمړى دا چې پدې تېرو ديرشو کلونو کې افغانستان دوه ځله اشغال شوى دى لمړۍ په کال ١٩٧٩ کې دشورويانو لخوا ، دوهم په کال ٢٠٠١ کې دامريکايانو لخوا.

دشورويانو داشغال په دوران کې دافغانستان اردو دشوروي پوځ ترکنټرول لاندې راغله او داشغالګرو قواوو ضميمه شوه په عمومي توګه دافغانستان عامو وګړو دهيواد پت وساته.

دکال ٢٠٠١ په اشغال کې افغانستان ملي پوځ نه لاره  اود وخت  واکمن رژيم افغانستان ونه شو ساتلاى اوتجربې ښودلې چې دتاريخ په اوږدوکې دافغانستان اصلي ساتونونکې عامه افغانان وو او له دې وروسته به هم وي.

څه چې افغانان ورته اړتيا لري ، هغه يوه داسې مجهزه کوچنۍ او ګرځنده امنيتي قوه ده چې امنيت وساتي داسې يوه قوه چې کافي معاشونه ورته وخت په وخت وکړل شي څوله رشوت څخه خلاص وي اومرکزي حکومت ته وفاداروي .

دشرم خبره خو داده چې د ديموکراسۍ افغاني ګنګس بچيان په ډير وياړ وائي چې زمونږ دوستانو موږ ته لاس په لاس کې راکړى او زمونږ دغمه مړه شول حال داچې هرڅوک پوهيږي چې بهرنيان دڅه لپاره راغلي دي؟ اوتراوسه يې په هيواد کې څه کړي دي؟ اوريدلي يې ندي چې (( کاڼي به پوست نه شي دښمن به دوست نه شي)) داخولا پريږده چې که دونې سل کاله عمروي دمرغى پوې باندې يوه شپه ده.

او که دټلوالې وچو شونډو ته وګورو اوس لاس په لاس وهي او پښيماني څرګندوي او وائي چې هماغه سپين پګړي اوتور لنګي  ښه وؤ. خو دياده يې ايستلې  چې دوى به امريکايانو ته ويل چې داواړه دي لوى لوى بمونه پرې راخوشې کړى مګر اوس دوى طالبانو سره خبرو اتروته ترهرچا ډيره هڅه او هاند کوي(( بزه له قصابه تښتيده په ليوه واوښته))

خير دوى خو ملامت نه دي په موږکې يو مشهور متل دى وائي (( عقل اوغو پسان ميايد))

که اصلي هدف ته راشو نو په ډاګه ويلاى شو چې بشري وده په هيواد کې لا تراوسه پيل شوې هم نده ، ځکه دبشري ودې بنسټيزتوکي لکه کارنده توب يا مولديت او ځواک بښل او ګډون اصلا دې سره څوک بلد ندي. اودې ته څوک پام نه کوي  چې بشري امنيت دولتي مفکوره نه نفي کوي بلکه هغه بشپړوي.

معمولا داسې وي چې په آخر کې بايد وړانديزونه وشي خو وړانديز د داسې يوه شي لپاره مطرح کيداى شي چې حد اقل داصلاح وړوي په بله وينا ددولت شکل صحيح ، فاسد يا باطل وي که چيرې دا حکومت فاسد واي نوبيا هم په وړانديزونو شونې وه چې سمون  راغلى واى خو داحکومت دباطل بڼه ځانته غوره کړيده او اساسا باطل داصلاح وړنه وي بلکه بايد هغه له بنسټه راوپرځول شي ځکه هغه خپل ماهيت له لاسه ورکړى دى........

(( مرګ د ډيرو پرده ده))

نو په افغانستان کې سياسي ، اقتصادي اوکلتوري موسسات سخت کمزوري ، بي اعتباره او له شان او شوکت څخه بې برخې دي ، دلته حکومتونه حکومت نه کوي بلکې حکومت خپله ډاکو اوغل دى دازمونږ حکومت شو او داهم حکمروايان ، دولت مردان ، سياست مداران (( اوښ چې ګديږي نوڅښتن يې  شرميږي))