د افغانستان جمهوری اسلامی دولت د هغه دولت نوم دی کوم چې ښاغلی کرزي یې مشري کوي له پنځه ویشتو وزارتونو جوړ حکومت ، ستره مجکمه او له دوه جرګو څخه جوړه ملی شورا لري . د نوی اساسی قانون لومړی او دریمې مادې ته په پام سره دافغانستان حکومت یو اسلامي حکومت دي او په افغانستان کې هیڅ قانون نه شی نافذید لای چې داسلامی شریعت له احکامو سره په تضادکي وي . او طبیعی ده چې د یوه اسلامی حکومت کړنې او چارې به خامخا د اسلامی شریعت له لارښوونو سره سمې پرمخ ځي ، خو د ښاغلی کرزی حکومت سره له دې چې له نوم سره یې د اسلامی کلمه مل ده په ډیروبرخو کې په دی نه توانیدلی او یانه غواړي چې حکومتي چاری د اسلامی شریعت داحکامو سره سمې اداره کړي او آن تردې پورې چې د حکومت ځینې وزیران غواړي په تشو ویناوو د خلکو په سترګو کې خاورې وروشیندي او ظاهراً ځانونه اسلام ته وفادار وښیي حال داچې دوی په عمل کې د اسلامی شریعت دپلي کولو لپاره هیڅ کوښښ نه دی کړی او تراوسه یي دهیڅ یوه اخلاقی فساد او غیر اسلامی عمل مخنیوی نه دی کړی .

د بیلګې په توګه د حج او اوقافو وزیر ښاغلی نعمت الله شهراني دزمری د میاشتې په پنځمه نیټه د جمعي په لمانځه کې لمونځ کوونکو ته وویل چې دبې حیا فلمونو او سریالونو لیدل او د موسیقی اوریدل حرام دي . خوله کومي ورځې څخه چې شهراني د حج او اوقافو د وزیر په توګه ټاکل شوي تراوسه یي دي حیا فلمونو سریالونو او ناروا موسیقی د بندولو او مخنیوی لپاره یوګام هم نه دی پورته کړی مونږ خو یوه ورځ هم وانه وریدل او نه موولیدل چې ښاغلي شهرانی یا د حج او اوقافو وزارت دې په عمل توګه د اخلاقی فساد او ناروا کلتور په وړداندې په عملي لاس پوری کړی وي مال داچې همدارنده په نوموړی وزارت پوری اړه لري .

له بلی خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په واروار د خلکو د غولولو لپاره ویلی چې مطبوعات ، او تلویزیونونه به دخپرونو اصلاح ته ارباسي ترڅو غیر اخلاقی فلمونه سندري او سریالونه خپاره نکړی خو واقعیت دادی چې نوموړی وزارت تراوسه پوری پرته له تشو خبرو هیڅ عملی ګام نه دی او چت کړی اوله دی څخه څرګندیږي چې حکومتی چارواکې داخلاقی فساد او غیر اسلامی مفاسدو په وړاندې مبارزې ته لیوال نه دي او غواړی په ویناوو ولس تیرباسي او دخپلو چوکیو دساتلو لپاره یي هغو مصلحتونوته مخه کړي چې ډیر ژربه ددوی او ملت ترمنځ د بیلتون کرښه اوکاږی لکه همدا اوس چې ولس له حکومت څخه ناهیلی شوی او دیوه بل بدلون راتلوته سترګې په لاره دی .