په ډیره خواشینی سره باید یادونه وکړم چې دافغانستان پخواني پاچاه او د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه دیوي اوږدی ناروغۍ په پایله کې د روان کال د زمری د میاشتې په لومړی نیټه د ۹۲ کلونو په عمر په حق ورسید «انالله و انا الیه راجعون» .

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د نن څخه ۹۲ کاله وړاندې د محمد زیو په ستره دد اعلیحضرت محمد نادر خان په شاهی کورنۍ کې سترګی غړولې وې . نوموړي خپلي زده کړې په فرانسه کې سرته ورسولې اودحپل پلار له مړینې او شهادت وروسته په ۱۳۱۳ کال کې په داسی حال کې چې نولس کلن وه د افغانستان پاچاه شو .

دا چي دواکمنۍ په لومړیو کې تنکی ځوان وه حکومتی چارې دهغه ترونو هریوه سردار محمد هاشم خان او سردار شاه محمود خان چی د وخت پاخه سیاستوال بلل کیدل په مخ بوولې .

خو کله چې دتجربې او پوهې له مخې په ځان متکي شو د سیاسي چارو واګي یې په خپل لاس کې واخستل او په ډیرږ وخت کې په دی وتوانید چي په ټول افغانستان کې دیوي منظمې اداري ښسټونه کیږی او افغانستان د پرمختګ په لورو خوځوي .

د ملت بابا چې یواز ینۍ هیله یي د یوه متحد او آباد دافغانستان رامنځ ته کول وه په دې لاره کې یې له هیڅ راز کوښښونو څخه لاس وانه خيست او دپه وطن مینو لومړي وزیرانو په ګمارلو سره یې په ډاګه کړه چې دی د واک تږی نه بلکې د هیواد د پرمختګ او ښیرازۍ ارمانجن دی.

پخواني پاچا دولسواكۍ د لسیزې په پیل یعنی په ۱۳۴۳کال کې د اساسي قانون تصویب ته لاره آواره کړه اولویې جرګې ته یې واک ورکړ چې دواکمنۍ او حکومت کولو حق ملت ته ورکړي چي په دې توګه افغانستان هغه مهال د اساسي قانون،ُ ملي شورا ، سترې محکمې او نورو ملي او اداري موسساتو خاوند شو چې په هغه وخت کې له هندوستان پرته دسیمې یوه هیوادهم په دې کچه لاسته راوړنې نه درلودې .

د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ په داسې حال کې چې پخوانی پاچا داروپا په سفروتلی وه دهغه دتره زوی دده واکمنۍ ته د پای ټکی کیښود او چارې یې په خپل لاس واخستلې .

که څه هم محمد داود خان یوملتپال او په وطن د مین سړی وه او دخپلې واکمنۍ په پنځه کلنه دوره کې یې د پام وړ عمراني کارونه تر سره کړل خو په ۱۳۵۷ کا ل کې دهماغو ډلو لخوا شهید کړای شوچې له ده سره یې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په ړنګولو کې مرسته کړې وه.

 اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له ۱۳۵۲ کال څخه تر ۱۳۸۱ کال پورې . پوره دیرش کاله په جلا وطنۍ کې تیرکړل او دایتالیې دروم په ښارکې استوګن وه خو افغانستان یې نه وه هیرکړي او وخت په وخت به یې دستونزې دحل لپاره دملي یو والي خبرواترواولویې جرګې د جوړیدو غږ کاوه خو په هیواد کې ښکیلو قدرت غوښتونکو ډلو او بهرنیو لاسوهونکو نه غوښتل چې دهغه په څیریو ریښیتنی افغان دي دجګړې په ناسور دسولې پټۍ ولګوي .

د موقتې ادارې له رامنځ کیدو وروسته په ۱۳۸۱ کال کې هیوادته راستون شو بیړنۍ لویه جرګه یې په خپلو لاسو پرانستله او بالاخره یې داساسی قانون د تصویب په لویه جرګه کې د ولس داستازوله خوا «ملت بابا»د لقب ویاړوګاته .

له کومې ورځې چې هیوادته راستون شوی وه په لویواو مهمو غونډوکې به یې برخه اخيستله او یا به یې پیغامووراستوه سره له دې چې د ولس استازو له هغه څخه غوښتنه کوله خو هغه به ویل چې د قدرت او پاچاهۍ د راژوندي کولو لیوال نه دی . خو بیاهم د افغانستان په وروستي شپږ کلن سیاست کې دپخواني پاچاه اغیزه احساس کیدله ځکه نوموړي به تل خلک ملي یووالي او دتاوتریخوالي ختمولوته رابلل خو اجل هغه ته نور وخت ورنکړ او د هغې ناروغۍ له امله چې ورپیښه وه د زمري د میاشتې په لومړۍ نیټه د دوشنبې دورځې دسهار په پنځه بجو او پنځه څلویښتو دقیقو یې ځان حق ته وسپاره او له دې فاني نړۍ څخه یې دتل لپاره ســترګې پټې کړې ، روح دي ښادوي او یادیې تل .

که څه هم د ملت دبابا دواکمنۍ دڅلویښت کلنې دورې په پرمختګونو تاریخونه ډک دي او ددې لیکنې په کنډولي کې یې ځایول ناشوني دي خوبیا هم که په عمومي توګه یوځغلنده نظر پرې واچوو دپخواني پاچا لاسته راوړنې په لاندې توګه یا دولی شو .

د بابا په څلوښت کلنه واکمنۍ کې دافغانستان ملي حاکمیت ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي خوندي پاتې شوه په ټول هیوادکې سوله ، امنیت ، عدالت او حکومتي نظام حاکم وه د قضا او قانون جوړونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی وه او دوخت په اساسي قانون کې د بیان آزادۍ ، د مظاهرو آزادي دګوندي فعالیتونو آزادي او درایې ورکولو حق خوندي شوی وه د افغانستان د قومونو ترمنځ ناروا تبعیض نه کیده او د حکومتی مقام د نیولو لپاره پوهه او مسلکي توب یوازني معیارونه وه ، د افغانستان اردو او وسلوال پوځ وده کړې وه او د هیواد له سرحدونو څخه دفاع ته چمتووه . داقتصاد په برخه کې د یادونې وړ پرمختګ شوی وه ، لویې لارې جوړې شوې ، فابریکې او دبریښتا بندونه ودان شول او صادراتو لکه ( وړۍ ، پوستکي ، غالۍ ، ټوکر وچې او تازه میوې او داسې نورو پراختیا و موندله ) .

د معارف په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وشوې او سره له دې چې په هیواد یې د کلتوري وروسته پاتې والي له امله ځینې حساسیتونه موجود وه د هیواد په هرګوټ کې د ښوونځیو دروازې پرانستل شوې او اجباري زده کړې عامې شوې ، پوهنتونونه جوړ شول او د هیواد د وخت دا کاډمیکو شرایطو سره سم دزده کړو زمینه برابره شوه .

پخوانی پاچاه په دې توانیدلی وه چې پخپل بهرني سیاست کې د وخت دزبرځواکونو او بیلابیلو هیوادونو ترمنځ انډول . رامنځ ته کړي چې ښه بیلګه یې په دوهمه نړیواله جګړه کې د افغانستان بې طرفي او ناپیلتوب وه .

له بهرینو هیوادونو سره اړیکې د افغانستان په ملي ګټو راڅرخیدې او ګاونډیو هیوادونو په مخ یې دلاسوهنې دروازې تړلې وې او په کورني سیاست کې دپوره صبر از رغم خاوندوه لنډه دا چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ څلویښت کلنه دوره دافغانستان د تاریخ یوه ځلانده دوره وه خدای (ج) دي وکړي چې زمونږ ملت او سیاست وا ل په خپلو راتلونکو چارواکې دهغه وخت له تجربو څخه ګټه واخلي او دهغه ارواښاد تګلاره تعقیب کړي .

په پای کې یوه خبره د یادونې وړبولم چې که له یوې خوا دهغه ارواښاد په دوره کې نیمګر تیاوې او نیو کې لږ لیدل کیږي له بلې د هغه سیاسي مخالفینو له ۱۳۵۲ کال څخه راپدې خوا د افغانستان له ورانۍ او بربادۍ پرته بل څه ونکړل نوځکه اوس د هغه مخالفین هم په دې اعتراف کوي چې د بابا د پاچاهي دوره د افغانستان د تاریخ یوه ښکلې او زرینه دوره وه .