واورئ اې د دغې ځمكې اوسېدونكو !
له اسمانه چې اّواز راځي دڅه دى ؟
د اّزاد يو ساعت ژوند په اّزادۍ كې
دغلام تر دايمي ژوندون نه ښه دى !
ملي خپلواكي دملتونو حق او دملتونو له پاره نعمت دى، دتاريخ زياتې اجتماعي شخړې له همدې نه راولاړې شوې چې ښكيلاكګر ځواكونه په ملتونو بلوسيدلي او د دوى ملي خپلواكي ېي ترې تروړلې ده .
افغان ملت يو له هغو ملتونو څخه دى چې په خپله خپلواكۍ مين او دخپلې خپلواكۍ دساتلو او ګټلو په برخه كې هرې قربانۍ ته چمتو دى له همدې كبله ده چې دتاريخ په اوږدو كې خپلواك اوسيدلى، دغلامۍ ژغ ته يې غاړه نه ده ټيټه كړې او په هغه معنى چې نور ملتونه دښكيلاكي ځواكونو مريان شوي افغان ملت هيڅكله هم دچا غلام شوى نه دى.
افغانانو دتاريخ په اوږدو كې هر يرغلګر، بلوسګر او ښكېلاكګر ته د تودو جګړو په ډګر كې ماته وركړې او ددوى له درنو وسلوسره په تش لاس جنګيدلي او بريالي له ميدانه راوتلي دي. زموږ د پنځه زره كلن تاريخ اوږده او ساره دهمداسې ننګ او غيرت په وينو سره دي او زمونږ ملت ته يې ملي سرخرويي او وياړونه وربخښلي دي.
زه د ملي خپلواكۍ پراهميت نورڅه نه و ايم ځكه زموږ ملت ته تر هرچا خپلواكي ګرانه او داهميت وړ ده او دتاريخ په اوږدو كې زموږ دملت زيات ځواك او انرژي همدا دخپلواكۍ ګټلو اوساتلو په لاره كې لګېدلي دي.
دملي خپلواكۍ په برخه كې يو مهم ټكى چې موږ فكر نه دى پرې كړى او سرمو نه دى پرې خوږولى دادى چې خپلواكي دڅه له پاره ؟ اّيا خپلواكي وسيله ده كه موخه (هدف)؟ كه وسيله ده نو بياهدف څه دى او دخپلواكۍ په سيوري كې څه كول په كاردي؟
هو! همدا تشه ده چې موږ عمرونه عمرونه خپلواكي درلودلې خو له هغې نه مو ګټه نه ده اوجته كړې او دخپلواكۍ لمر ته مو دخپل هېواد په حاصلخېزه ځمكه او فضا كې دملي هدفونو كرونده نه ده كړې او له شتو نه په ډك هېواد كې مو په بيوسۍ، تنګلاسۍ ، خوارۍ ،غريبۍاو وروسته پاتې والي كې ژوند كړى دى.
موږ ډېر فرصتونه له لاسه وركړي او اوس راته پردې خبره فكر په كار دى چې ملي خپلواكي ملي هدفونو ته درسيدو وسيله ده او ملي هدفونه بياګڼ او هراړخيز دي.
دملي خپلواكۍ لومړى اړخ سياسي خپلواكي ده اوسياسي خپلواكي يوازې دانه ده چې يوهېواددې دپردو له سياسي لاسوهنې څخه ګوښه وي بلكه په هېوادكې دننه مې بايد دملي سياست په رنگا كې د دولت اداڼه جوړه شوې او دولتي سياست دملي ګټو په محور ولاړوي؛ ملي دولت يابايد ديوه ملت دتجربه شوې ملي عنعنې له لارې او يا لكه څنګه چې دود دى داولس دعامو انتخاباتو له لارې رامنځ ته شوى وي؛ په افغانستان كې دملي دولت د ټنګښت په لويه جرګه ولاړ دى او هغه دولتونه چې له دې لارې نه واك ته رسيدلي هېوادته يې ګټور ملي خدمتونه كړي دي ، دميرويس نيكه په عنعنوي لويه جرګه ولاړ حكومت دهېوادديوې برخې سياسي خپلواكي تر لاسه او په نتيجه كې يې دصفوي ښكيلاكګرو داستبداد كمبله په ايران كې هم ورټوله كړه، احمد شاه بابا هم ديوې داسې لويې جرګې په نتيجه كې نه يوازې داچې دخپل هېواد ارضي تماميت او ملي وحدت تامين كړ بلكه هرې خواته يې دمسلمانانو په ملاتړ وقايوي فتوحات هم وكړل او دټولواكۍ پرځاى يې سترواكي جوړه كړه، اعليحضرت غازي امان الله خان هم دهمداسې جرګې په ملاتړ دهېواد د اجتماعي او اقتصادي پرمختګ بهير روان كړ خو د تاريخي دښمن دپټو دسيسو ښكارشو او موږ ونه كړاى شول چې دخپلواكۍ دترلاسه كيدو په تيرو دري اتيا كلو نو كې ملي هدفونوته ورسېږو او داسې غمخور ملي حكومتونه ولرو چې ملي هدفونه مو ورسوي.
دسياسي خپلواكۍ په چوكاټ كې اقتصادي خپلواكي يو بل ملي هدف دى چې ديوه هېواد ټول اقتصادي منابع، ذرايع ، وسايل او امكانات دملي ترقۍ او پرمختګ له پاره په كار لوېږي او يوملت دسياسي خپلواكۍ په غېږه كې خپله اقتصادي خپلواكي هم تر لاسه كوي، په دې برخه كې يوملي حكومت هر ډول هڅه كولاى شي مثلاً افغانستان او جاپان په يوه وخت كې دخپلواكۍ سفر پيل كړى، جاپان سره له دې چې طبيعي شتمنۍ يې ډېرې نه دي خو دتخنيك په زور يې اوس ټوله نړۍ دخپلو صنايعو لاسكتو يه اواړه كړې ده خوافغانستان چې بالمقابل يې شمېره طبيعي منابع او ذخاير لري له هغونه هيڅ ګټه نه ده اوچته كړې او له اقتصادي خپلواكۍ نه بې برخې شوى دى، كه زموږ حكومتونو له جاپان يا داسې نورو بې غرضه هېوادونو سره دملي احساس له مخې تخنيكي قراردادونه كړي واى نو ددوى تخنيك به زموږ طبيعي منابع رابرسېره كړي او دهېواد په اقتصادي خپلواكۍ كې به په كار لويدلي واى.
كلتوري خپلواكي يو بل ملي هدف دى چې دسياسي خپلواكۍ په غېږه كې سالمه وده كوي، ملي حكومتونه دوخت شرايط او امكانات دملي كلتور دودې سمون او پرمختګ په لاره كې په كار اچوي او دپرديو كلتورونو ديرغل په وړاندې مقاومت او ټينګار كوي، خصوصاً په اوس وخت كې چې نړۍ ورځ په ورځ سره لنډېږي او ديوې كورنۍ بڼه غوره كوي كلتوري يرغل تر هربل وخت نه ګړندى او پياوړى شوى او دكمزوريو ملتونو كلتوري خپلواكۍ ته تباه كوونكي خطرونه مخامخ دي.
دسياسي اقتصادي او كلتوري خپلواكۍ په غېږه كې ملتونه كولاى شي چې د پايښت، پرمختګ او پراختيا ټولو ملي هدفونو ته ورسېږي او واقعاً خپلواك ورته وويلاى شو.
دملي خپلواكۍ په لاره كې په تېرو دوو لسيزو كې له شوروي اتحاد سره دافغان ملت خونړۍ، مېړنۍ او بريالۍ مبارزه دومره لويه او عظيمه وه چې نه يوازې دمنځنۍ اسيا ګڼ هېوادونه يې دشوروي له ښكيلاك نه اّزاد كړل او په يوازې د ختيځې اروپا سوسياليستي بلاك يې دشوروي له غړوندي نه خلاص كړ بلكه په خپله دشوروي اتحاد سور ښامار يې هم دړې وړې كړ او شوروي اتحاد يې له نقشې نه خلاص كړ خو موږ دخپلې ملي خپلواكۍ له سپېڅلي جهاد او غښتلي مبارزې څخه نه يوازې دا چې ګټه اوچته كړاى شوه بلكه ګڼې ملي ستونځې هـم ترې راولاړې شوې او لاتر اوسه داور ، وينو او ويرپه وحشتناكه غېږه كې ژوند كوو او ديوې وركې اّيندې په لوري ورټېل وهل كېږو، داځكه چې موږ دخپلې مبارزې په پيل كې خپل ملي هدفونه نه وو ټاكلي او دنورو د ډېرو جزوي مالي مرستو په بدل كې زموږ دمټو زور او دوينو شور دنورو دملي ګټو له پاره په كار ولوېد.
موږ ديوه ژوندي او مبارز ملت په توګه بايد دملي مبارزې په ترڅ كې ملي هدفونه دتل له پاره په نظر كې وساتو او كه داسې ونه كړو نو تش په نوم به اّزاد وو او هيڅوخت به هم ملي نېكمرغۍ، ترقۍ او پرمختګ ته ونه رسېږو خو حقيقت دا دى چې په ګوړه _ ګوړه ويلو خوله نه خوږېږي او دې خوږو ته هغه وخت سړى رسېداى شي چې ګوړه تر ستوني تېره كړي.
نو راځئ په ګډه مبارزه وكړو چې خپلواكي دشعار له مرحلې نه دعمل په بهير كې پلې كړو، خپل ملي هدفونه وټاكو او هغو ته درسيدو له پاره ګړندي او چټك ګامونه واخلو!
اّزادي داّبادۍ مقدمه ده.
يوهېواد هله اّباد شي چې اّزاد شي
چې غلام وي نه ېي نوم، نه يې نښان وي
چې اّزاد شي په تمامه دنيا يادشي
ژوندى دې وي ملت!
تل دې وي خپلواكي!
سرلوړى دې وي افغانستان !