په داسې حال كې چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سيمه ئيز امن د جرګې د جوړيدو لپاره هلې ځلې روانې دي د غوائي په 23 او 24  نيټه د پكتيا ولايت د آريوب ځاځيو په ولسوالۍ كې د افغانستان سرحدي ليكې د پاكستاني پوځونو تر بريد لاندې ونيول شوې ، كومې څيړنې چې د افغانستان د دفاع وزارت له خوا دليږل شوي پلاوي له لوري د ډیورند د كرښې په خواوو كې سرته رسيدلي داښیې چې د پاكستاني پوځونو يرغل د افغانستان په پوځونو باندې يوه پلان شوې او قصدي توطئه وه .

پاكستاني حكومت ددې ناوړه طرحې په عملي كولو كې له دومره بيړې څخه كار واخست چې آن د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره په جوړې شوې جرګې یې هم بريدوكړ او له خپلې بړستنې څخه ئې پښې دومره اوږدې كړې چې اوس غواړي د افغانستان د سرحدي پوستو قوماندانان په خپله خوښه وټاكي او افغاني ځواكونه د هغې ويالې د اوبو له ګټې اخستو څخه منع كړي كوم چې د ډيورند دكرښې په غاړه بهيږي ، خو پاكستان داخبره هيره كړې چې افغانانو د تاريخ په هر پړاو كې له خپلې خاورې ننګه كړې او هر نيواكګرته ئې شرموونكې ماته وركړې آن افغانانو هغه ستر ښكيلاك ګر په ګونډ وكړی چې پاكستان ئې اوس هم د غلامۍ په وړكتون كې د روزنې په حال كې ده .

پاكستان ښائي دا فکر كوي چې د افغانستان حكومت كوردننه په ستونزو اوكړاوونو اخته ده پوځ ئې نوى ده وسلې نلري او داسې نور خو دوئ بايد پوه شي چې د افغان ملت په اړه به داډول تصور يوه ستره تيروتنه وي ځكه د پكتيا ولايت د ميړنيو خلكو ملي پاڅون چې د پاكستان په ضد ئې د آريوب ځاځيو په ولسوالي كې په لاره اچولی وه ثابته كړه چې كه افغانان هيڅ نلري خو غيرت ننګ  ميړانه او ملي یووالي لري او همدا د يوه دښمن د ماتولو لپاره يوه ستره وسله ده په دې اساس مونږ پاكستان ته وايو چې نور دې هغه خيال له سر څخه وباسي چې په افغانستان كې ئې د تش په نامه اسلامي د ولتونو رئيسان ټاكل . او له درې مياشتو وروسته ئې لرې كول او په ځاى به ئې بل څوك ټاكل آن تردې پورې چې لومړی وزير ، وزيران او د ولايتونو واليان به دپنجاب اوراو لپنډۍ  په منظورۍ  ټاكل كيدل . خو اوس هغه وخت تللی او د پاكستان پخواني غلامان اوس څوك په يو خروار ليټۍ كې هم نه راغواړي . او ښائي همدا دليل به وي چې د افغانستان او سنی حالت د پاكستاني حكومت لپاره د ز غملو وړنه ده او نه غواړي چې افغانان له ستونزو او كړاوونو څخه وژ غورل شي سړكونه ئي پاخه شي ودانۍ ئې جوړې شي ، ځوانان ئې ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړشي ، حكومت او اداره ئې پياوړې شي او بالاخره د ډيورنډد كرښې د له منځه وړلو لپاره اقدام وكړي . او كومې ستونزې چې د پاكستان حكومت ئې د كرښې په سر را منځ ته كوي موخه ئې داده چې د افغانستان حكومت د دې كرغيړنې كرښې منلو ته اړباسي خو خبره داده چې نه به د افغانستان حكومت د ډيورنډ د كرښې منلو ته غاړه كيږ دي او نه به افغان ملت چاته ددې اجازه ور كړي چې د هغو د تقدير دبدلو په اړه فكر وكړي .

مونږ د افغانستان د حكومت په چارواكو غږ كوو چې نورنو د پاكستان ياغي او باغي حكومت چارواكي د ديپلوماتيكو آدابو په ارزښت پوه نه شول او هرڅو مره نړيوال فشارونه چې پرې راغلل د افغانستان په وړاندې ئې خپل دوه مخى سياست بدل نه كړ نو چې داسې ده افغان حكومت دې هم له هغو سره ورته رویه وكړي . سپينې خبرې دې ورسره وكړي او په هره ممكنه وسيله چې كيږي د پاكستان د لاسوهنې مخه دې ونيسي او آن كه د امن سيميزه جرګه هم د دواړو لورو د حكومتو ترمنځ د خبرو اتر ولپاره وي ، هغه دې هم تحريم شي ځكه له هغه چاسره چې د ټانګ او ټوپك په ژبه غږيږي جرګې كول څه پایلې نلري .

 

اداره