د ميدان وردګو ولايت هم د افغانستان د ټپي وجود يوه برخه ده چې د تيرو جګړو له امله په هره برخه كې ستونزې وراوښتې خو د معارف برخه چې په ټول هيواد كې ئې بې كچې زيانونه ليدلي په ميدان وردګو کې هم محسوسيږي .

په 1381  كال كې كله چې نجونوهم د هلكانو په شان ښوونځيوته مخه كړه د معارف اړتياوې لا زياتې شوې كه له يوې خوا د ښوونكو او درسي توكو كمى وه له بلې خوا ښوونځيو ودانۍ نه در لودې او يا د زده كوونكو د اړتياوو په پرتله ښوونځي ډير لږوه .

خو د ميدان وردګو معارف پالو خلكو بياهم له ښوونځي څخه مخ وانه ړاوه او د ټولو ستونزو په ګاللو سره ئې خپلې لوڼې او زامن ښوونځيوته وليږل .

له نيكه مرغه چې د افغانستان د انتقالي ادارې او بيا راوروسته د اسلامي جمهوري دولت د پراختيائي هڅو په لړکې د پوهنې وزارت په دې وتوانيده چې د ميدان وردګو په ولايت كې هم د ځينو ښوونځيو په جوړلو لاس پوري كړي چې په دې برخه كې د ميدان وردګو د ولايتي چارواكو هڅې هم ديادونې وړ دي .

كه څه هم د معارف وزارت په تيركال کې ونه شو کولای چې خپله پر مختيائي بودجه په بشپړ ډول ولګوي خوبيا هم د لاسته راغلو څيړنو او اسنادوله مخې داسې ښكاري چې د 1385 كا ل تر پايه پورې په نوموړي ولايت كې 41 ښونځي ودان شوي چې د هيواد او سنيو شرايطو ته په پام سره يوه لويه لاسته راوړنه ده خو يوه موضوع چې يادونه ئې اړينه بولم هغه داده چې د معارف په برخه كې پرمختيائي انډول او توازن نه ليدل كيږي د بیلګې په توګه كوم ښونځي چې په 138۵ كال كې د ميدان وردګو په ولايت كې ودان شوي په سلوكې پنځوس يعني (20) ئې يوازې د بهسودوپه دوو ولسواليو كې جوړ شوي او پاتې نورئې د مركز په ګډون په شپږو نورو اداري واحدونو كې جوړ شوي په داسې حال كې چې په مركز كې يو ښوونځي او د جلګې (دايميردادو ) په ولسوالی كې هيڅ ښوونځي هم نه دي جوړ شوي . (۱)

چې دا پخپله د ولسونو ترمنځ دبی عدالتۍ ستره بيلګه ده هيله كوم چې لوستونكي به په دې خبرې نه خواشیني كيږي ، زه دانه وايم چې په بهسودوكې دې ښوونځي نه جوړيږي خو داخبره ، بايد له ياده و نه باسو چې ټولنيز عدالت يوازې د چارواكو په تشريفاتي وينا وو منځ ته نه راځي ، عدالت دې ته وائې چې د ټولنې ټولو و ګروته د ژوندانه په هره برخه كې مساوي اسانتياوې برابرې شي ، د افغانستان د اساسي قانون د ۴۳  مادې په بنسټ زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دی .........او دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف دعا مولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تامين لپاره اغيزمن پروګرام طرح او تطبيق كړي .

له دې امله زه سره له دې چې د معارف په برخه كې د دولت او سنۍ هڅې ستايم او په ځانګړي توګه د ميدان وردګو له والي څخه مننه كوم چې د معارف برخې ته ئې ډيره پاملرنه كړې خو وړاند يز كوم چې په دې برخه كې دې انډول په پام كې ونیسي هغه ښوونځيو ته چې ودانۍ نلري د لومړتيوب حق ور كړي چې ښه بیلګه ئې دنرخ په عمر خیلو كې دارواښا د ډاكتر عبدالوكيل ښونځی ده چې ځمكه ئې هم نوموړي ارواښاد ورته وقف كړې او په كارده چې و دانۍيې د دولت لخوا ژرتر ژره جوړه شي .

 ماخذونه : (۱) ځلانده راتلونكې دريمه ګڼه (1385) كال لړم . ۳۱ او ۳۲ مخونه

دريځ لومړۍ ګڼه ۱۳۸۴ كب دريم مخ