عبدالستارسعادت
بهانه كړه نن ګودر څه درته وايم
ګلې راشه مازديګر څه درته وايم
دښايست دژوند زوال درښكارومه
په غروب كې چې شو لمرڅه درته وايم
داحساس انځورمې نشي په لفظونو
دسكوت په ژبه هرڅه درته وايم
ايمان مه راوړه كه ښه پيغام يې نه وؤ
نن دعشق دپيغمبر څه درته وايم
راشه پټ د ((سعادت)) په هكله ياره
لدې خونې نه بهر څه درته وايم
يوازې ستا لپاره !
علم ګل سحر
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مې له ښكارځنې توبه كړې ده
اوس له كارېز نه بغدادي كوترې نه كټوم
او بس تمامه ورځ لګيا يم
په دامونو كې مرۍ پېيمه
سپينو كوترو ته پايزېب جوړوم
اوس دبې موره وري له اوښكو نه
شراب جوړوم
او پرسخت زړو يې ارزانه پلورم
چې يې له زړونو كينې كډه وكړي
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مسافر په كاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شكوم
له لارونه اغزي ټولوم
په لاره تلونكى ماشوم ښكل كړم
د سپين ږيري بوډا لاس ونيسم
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس له دښمن نه كسات نه اخلمه
اوس د غومبسو كور په خټو باندې
نه پټوم
په ماردكاڼي ګوزار وكړم
خوخطا يې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم
هغه هم هسې د رحمان* ديارانې په خاطر
اوس له خوبونو مروريم
ټوله شپه په تلاوت تېروم
اود قرآن زرينو پاڼو كې
يونوم لټوم
له زړه مې ټولې كركې وايستلې
اوس مې ټوپك پر اوږه نه شته
اوله ميل نه يې شپيلۍ جوړه ده
په كې دمينې ترانې غږوم
دا ټول داستا لپاره
ځكه
دوى وايي:
په جنت كې حورې ستا غوندې دي ....
غزل
نور مې زخمي زړه ته كرار راوله
خدايه (ج) پدې لاره دلدار راوله
په انتظار يې د چشمانو يمه
په ښكلو سترګو يې خمار راوله
دسروسركوشونډو شرابو سره
دميو جام سره مې يار راوله
غيږه په غيږه واى پراته په بڼ كې
زما دې خزان بڼ ته بهار راوله
چې محبوبا به مې ګودر ته راتله
بيا د بنګړيو شرنګهار راوله
نو چې ارام پاس په سينه كې غواړي
دغه پالنګ ته ((عرفانيار)) راوله
احمد شاه عرفانيار د ژورناليزم دپوهنځي ذده كړيال ميدان ښار – فاروق خيل
عبدالباري جهاني
ماتم دى په دې ښار كې جنازې دي چې راځي
خالقه ورځې څه شوې تورې شپې دي چې راځي
داكاڼي دغضب يوازې زموږ پر كلي اوري
انصاف څه شو آسمانه زلزلې دي چې راځي
داور د پاسه اور دى سره ورك نه شو جانانه
د الومې د شيطان دي وسوسې دي چې راځي
پرڅه دي سترګې سرې دي ساحل نه دى لاراغلى
لږ صبر شه توپانه لاڅپې دي چې راځي
بلبلو باندې اوري آفتونه لكه غشي
پاتا دترانو ده غلبلې دي چې راځي
سفر دى بدل شوى منزلونه نا آشنا دي
پرتورو رباتونوقافلې دي چې راځي
محفل به رنګين نه كي دا سوځلي وزرونه
دشمعې جنازې ته پروانې دي چې راځي
دعقل بنديوانو دحساب كړۍ ماتيږي
جنون مو مبارك شه زولنې دي چې راځي
دحق دليونيو نندارې ته ځي وګړي
منصور ميدان ته بيايي غرغړې دي چې راځي
زلمي زلمي كلونه جهاني قبر ته توى شول
د ساندو له ګوګله زمزمې دي چې راځي
داستوري دهغو دي كهكشان دى دهغو
چې لاس يې ور رسېږي شين آسمان دى دهغو
ساتنه يې پرماوه مګر كور ؤ دبل چا
دا سر پكې زما وړې نور سامان دى دهغو
له دښته يې په پښو كې موږ راوړي دي اغزي
بس كړى مو همدا قدر تاوان دى دهغو
هر زړه دلته زموږ دى ، هر يو زخم دى زموږ
هر غشى دهغو دى ، هر كمان دى دهغو
دوه وروڼه دي په غشو سره ولي يو و بل
دروېش ولاړ په دوه لاس تر ميان دى دهغو
غزل
عبدالمالك بېكسيار
ځوخوپه چل ول به نه ځو سم به ځو
بيا لكه اول به نه ځو سم به ځو
ټاكو به دستروآرمانوڅلى
هسې په اټكل به نه ځو سم به ځو
نه به وي په كې راستنېده بېرته
تش تر نيم منزل به نه ځو سم به ځو
هر څه كې به غواړودهرچا نظر
تش په خپل عمل به نه ځو سم به ځو
بيړه به كوو پروا به هم ساتو
مړه مړه لكه شل به نه ځو سم به ځو
نه چې بېكسياره څوك خطا مو كړي
نورد چا په پل به نه ځو سم به ځو