دشملووطن ته راشه چې شملې درته په سركړوته      رڼادستورو راوړه مونږ به وينې دزړه دركړو

 

د روان كال د غوائي په نولسمه او شلمه د ميدان وردګو ولايت په مركز ميدان ښاركې د مڼې ګل دوديزه مشاعره په داسې حال كې و لمانځل شوه چې د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د مخدره توکو په ضد د مبارزې وزير ښاغلي حبيب الله قادري ، په لسګونو مركزي او ولايتي دولتي چارواكو ، سپين ږيرو ، لیکوالانو ، پوهانو زده كوونكو او د هيواد له ګوټ ګوټ څخه يو زيات شمير شاعرانو پكې ګډون درلود.

د دې مشاعرې ځانګړتیا د نو رو هغو په پرتله داوه چې وړاندې به دمڼې ګل دوديزه مشاعره په ځينو ولسواليو كې هغه هم په سیميیز ډول لمانځل كيدله خو داځلې د ميدان وردګو د والي  په نوښت او هڅو او د ميدان وردګو ولايت د فرهنګيانو په مرسته د نو موړي ولايت په مركز ميدان ښاركې و لمانځل شوه . او د هيواد د بيلابيلو ولايتونو شاعرانو برخه پكې در لوده چې په خپلو تودو احساساتو سره يې مشاعرې ته ښكلا وربښلې وه .

دريځ و ياړي چې د مڼې ګل مشاعري كلتوري اهميت او ارزښت ته په پام سره يې په هراړخيز ډول هغې ته كتنه كړې او درنو لوستونكو ته يې وړاندې كوي خدا (ج) دې و كړي چې ادبي تنده  مو پرې ماته شي . 

په رښتيا سره چې د دې ډول ميلو او مشاعرو ارزښت ډير زيات دى همدا مشاعرې دي چې د ژبې او ادب پر مختګ ته لاره آوار وي او د بيلابيلو سيمو د شاعرانو ترمنځ د همغږۍ او نږدې كيدلو زيرىوركوي او دغه راز د ملي يو والي ، مينې ، پوهاوي او سولې ديره يې بللي شو .

په مشاعره كې د دولتي چارواكو ګډون

د مڼې ګل په مشاعره كې په لومړي ځل سره ځينو دولتي چارواكو هم ګډون كړى وه چې دا پخپله د يوه ښه كلتوري چاپيريال پيلامه ده ځكه د چارواکو ګډون په كلتوري غونډوكې ددې څرګندونه كوي چې دولتي چارواكي ولس له ځان څخه بيل نه بولي او غواړي د ځوانانو په څنګ كې اوږه په اوږه د كلتور د ودې او بډاینې او پرمختګ په لاره و خوځيږي په تيرو كلونوکې د افغانستان د ملي ژبې پښتو د وروسته پاتې كيدو يو لامل دا وه چې دولتي چارواكو سره له دې چې ځانونه يې په حكومت كې د پښتنو استازي بلل او دخپل قوم له بركته يې څوكيوته ځانونه رسولي وه ، خود خپلي ژبې د پرمختګ او ودې لپاره يې زړه نه ښه كاوه او آن تردې پورې چې كله كله به د پښتو ادب د پيغلې بنګړي په خپله د پښتنو چارواكو لخوا ماتيدل خو اوس داسې نه ده او دولتي چارواكو خپل مسئوليت ته پام اړولى هيله ده چې ټول چارواكي د خپل كلتور پور ادا كړي كلتوري غونډو كې په خپل ګډون سره ولس ته ډاډ وركړي چې دوي هم په هرې كلتوري هڅې كې ورسره دي .

د مڼې ګل په مشاعره كې چارواكو په خپل ګډون سره وښودله چې دوي په هيوادكې د كلتوري يون لا رويان دي او داځل خپل ولس يوازې نه پريږدي له دې امله په لومړي سركې د ميدان وردګو له والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي څخه مننه كوو چې د مڼې ګل مشاعرې په لمانځلوکې يې دير زيار ايستلى وه او په ښه شان سره يې دې كلتوري چو پړته اوږه ور كړه . او د مخدره موادو په ضد د مبارزې وزير ښاغلي حبيب الله قادري څخه منندوئ يو چې په دې غونډه كې يې په خپل ګډون سره د ميدان وردګو خلكو ته وياړ وبښه .

د ميدان وردګو ولايت يو له هغو دګوتو په شمار ولايتونو څخه دی چې كوكنارنه پكې كرل كيږي .او د ميدان وردګو خلك د ښاغلي قادري ګډون ته په دې تاريخي غونډه كې په دې سترګه ګوري چې ګڼې هغه د ميدان وردګو له خلکو څخه منندوئ دى چې يو بوټى كوكناريې هم نه دي كرلي . د مخدره توكوپه وړاندې د مبارزي وزارت د وه ځلې د ميدان وردګو ولايت سره مرسته كړې او هيله ده چې دبیارغونې په برخه کې نوره پاملرنه هم وكړي .

په دې برخه كې غواړو چې د عدلیې وزارت له مرستيال ښاغلي هاشم زي ، افغان ليكوال او د كابل د ښاروالی مرستيال غرزي خواخوږي ، دستری محکمې د پلټنې له رئیس ښاغلي حلیمي او نورو چارواكو څخه هم مننه وكړو چې په دې غونډه كې یې د خپل ګډون له لامله د ميدان وردګو خلك خوښ كړل خوبې ځايه به نه وي چې د اطلاعاتو او كلتور په وزير ښاغلي عبدالكريم خرم نيوكه و كړو چې ولې یې په غونډه كې برخه نه وه اخستي .

حال دا چې د كلتور په وړاندې لومړنى مسئوليت هم دوئ ته متوجه كيږي . او كه لږ وړاندې لاړشو ځيني نور دولتي چارواكي چې په مڼې ګل كې يې بايد د كور به توب وياړ در لوده هغه هم نه وه راغلي يوځل بيا ښاغلي خرم ته د اساسي قانون ۴۷  ماده ورپه يادوم چې داسې وائي .

دولت د علم ، فرهنګ ، ادب او هنر د پر مختګ لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح كوي .

او كه وائي چې زه وخت نلرم نو پوښتنه داده چې پرون دې وخت نه درلود نن وخت نلرې نو څه وخت به  اغيزمن پروګرام طرح كوې او د اساسي قانون پورتنۍ ماده به ترڅو پورې ستاسو انتظار باسي . ديادونې وړده چې مڼې ګل ته د ولسي جرګه ځيني غړي هم بلل شوي وه خو مونږ دهغو د نه راتګ له امله ګيله نه كوو ځكه د مشاعرې په ورځ په ولسي جرګې كې د بهرنيو چارو او مهاجرينو وزيران د استيضاح لپاره را غوښتل شوي وه او ډيره مهمه غونډه ئې در لوده خو په دې شرط چې ز مونږ له خوارا بلل شوي وكيلان د هغو دري پنځوسو غير حاضرو وكيلانو په ډله كې نه وي چې د استيضاح په ورځ ئې په ولسي جرګه كې حضورنه در لوده .

په مشاعره کې د علمي شخصیتونو ګډون مشاعره نوره هم ښكلې كړې وه.

وايي چې لوى شخصيتونه په لويو ولسونو كې وي ، افغان ملت وياړي چې د دوي د هيواد په بچيانوكې د وياړ وړ ككرۍ شته چې ټول ملت هغه خپل بولي پرې وياړي د هغو په لاره ځي اود ژوندانه په بيلابيلو اړخونوكې دهغو په پله پل ږدي خو بايد وويل شي چې ولس د خپلو پوهانود لارښوونود ډيوو په مټ هغه وخت ځان له تيارو څخه ايستلی شي چې هغوي له نږ دې څخه وګوري  خبرې او پندونه يې واوري او دهغو د ميلمه پالنې وياړ تراوسه كړي .

د ميدان وردګو ولس وياړي چې د مڼې ګل په ميله كې يې د خپلو څو علمي شخصيتونو د قدمونو لپاره د سترګو ليمه غوړولي وه.

دمڼې ګل د مشاعرې كوربانه د هيواد له پياوړي ليكوال او څيړونكي ښاغلي استاد محمد آصف صميم او د هيواد له نامتو شاعر ، د غزل سالار استاد محمد صديق پسرلي څخه مننه كوي چې په خپل ګدون سره يې دوي وياړمن وګرځول خداى (ج) موهر كله راوله خداي (ج) دې تر ډيرو راته ژوندي لره او تلپاتې رب دې د پښتو ادب نغزی بې تاسونه كوي  .

همدا راز د هيواد له نو مياليو شاعرانو هر يوه ښاغلي علم ګل سحر ، ومان نيازي ، عزت الله ځواب ، قاري فضل الدين سراجي ، عبدالمحمد محمد يار ، قاضي محمد حسن حقيار ، صفي الله باران ، هاشمي ، ميران او نورو ټولو درنو شاعرانو څخه د زړه له  کومي مننه كوو چې په خپل ګډون سره يې مشاعرې ناوې سينګار كړې وه .

همدارنګه له ښاغلي ليكوالو عبدالواحد نظري ، دانش كړو خیل ، خوشال خليل .

او ټولو نورو کلتوري شخصيتونو نه چې په مشاعره كې يې برخه اخيستې وه مننه كوو . هر كله دې را شي .

د هيواد له ګوټ ګوټ څخه په مشاعره كې د شاعرانو ګډون .

د مڼې ګل مشاعره په لومړي ځل د افغانستان د كرنې د پخوانې وزير او په افغانستان كې دبڼوالۍ د بنسټ ايښودونكي ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل د خدمتونو په وياړ له مدرسو او دارالايتام څخه پيل شوې چې وروو رويې د وخت په تيريدو سره سيميزه بڼه خپله كړه او كله په يوې او كله په بلې ولسوالۍ كې لمانځل كيدله او بل داچې له نورو ولايتونو څخه ډيرو لږو او يا هيڅ شاعرانو برخه په کې درلوده خو داځلې د مشاعرې خوند او ښكلا په دې كې وه چې د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه ګڼ شمير شاعرانو ګډون  پكې در لود چې له هغو څخه د كندهار ، غزني ، لوګر ، پكتيا، خوست ، كنړ ، ننګرهار ، لغمان ، كابل ، زابل ،ارزګان او هلمند نومونه ديادولو وړدي ، رب دې زمونږ ز ليمانو ته ددې توان او احساس وركړي چې د ميدان وردګو په ګډون د هيواد په هره برخه كې په ادبي غونډو او مشاعرو كې ګډون و كړي او د هيواد د كلتور دودې ترڅنګ دشعر په ژبه ټولو هيوادوالوته د مينې او سولې پيغام ورسوي مونږ له ټولو هغو شاعرانو ، لیکوالانو ، زلمیانو او لویانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې . ز مونږ له بلنې سره يې هو كړه وكړه هغه د چا خبره مونږ به دخپلو كلتور پالونكو ورونو راتګ په يوه نيك پال ونيسو او هيله به وكړو چې كه خداي (ج) كول د مڼې ګل مشاعره به په راتلونكې كې نوره هم و غوړيږي او د ټول افغانستان په كچه به د كلتوري پرمختګ په يوه ستر ډګر باندې واوړي او د ډيرو تنكيو شاعرانو لپاره به دزده كړې په زانګو بدله شي .

د مشاعرې مركزي كيدل او د والي صيب نوښت .

لكه وړاندې مو چې يادونه وكړه مڼې ګل دوديزه مشاعره پخوا په ځينو ولسواليو اوښونځيو كې لمانځل كيده چې سيميزه بڼه يې در لوده خو د ميدان وردګو دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي نوښت اوهلې ځلې وې چې داځل يې مشاعره د ميدان وردګو په مركز كې په ښه شان او شوكت سره و لمانځله درانه لوستونكي باید په دې پوه شي چې دايو آسانه كارنه وه او ډيرې هلې ځلې او كوښښو نه ورته په كارو . خو هغه څوک چی استعداد ولري او د ولسونو ترمنځ د يو والي او ورورولي تندې پسې اخستى وي هغو ته ګران نه ښكاري . هغوئ كوښښ كوي چې د خپلو هيلو په هنداره كې د ټولو انځو رونه وګوري هغوي تور او سپين نه مني او غواړي د خپل هيواد بچيان له هر ګوټ څخه را ټول كړي او په يوه نغزي یې سره كښينوي. د ميدان وردګو خلك وياړي چې د ښاغلي نعيمي په څير كلتور پال والي لري او له هغه څخه مننه كوي چې ددوئ ملي اتلانو او خدمتګارانو ته ئې په درنه سترګه وكتل او د مڼې ګل د مشاعرې ستيژ يې د غازي محمد خان جان وردګ او ډاكټر صاحب عبدالوكيل په انځو رونو ښكلی كړی وه او له مشاعرې سره جوخت يې دارواښاد ډاكترعبدالوكيل د خدمتونو په وياړ د يوه منار دبنسټ ډبره كيښودله او په دې سره يې وښودله چې د ملي شخصيتونو په يادولو او قدردانۍ سره دخپل ولس په زړونو كې د ملت پالنې د تخم كرل غواړي او د والي صاحب همدا خدمتونه وه چې .

د ولس او مدني ټولنو له خوا په ستا ینليكونو او مډالونو و وياړل شو . د ژورناليستانو د دفاع كميټې مډال وركړ ، د پژواك خبري آژانس له خوا په ستاینلیک و وياړل شو . او د ولس په استازيتوب دګور بت مډال د يو قومي مشر حاجي فتح محمد خان له خوا ورته ډالۍ شو .

مونږ د ښاغلي والي د خدمتونو له امله دوي ته کورودانى وايو او د هغو مډالونو او ستا ینليكونو مباركي ورته وايو چې د مڼې ګل په ورځ يې تر لاسه كړل خداى (ج) دې هغه ته برياليتوب ور په برخه كړي چې خپل هيوادته لا زيات خدمتونه وكړي او د افغاني كلتور دودې او پرمختګ لپاره جوګه شي .

د ليكنې په پاى كې غواړو چې له ټولو هغوكلتوري ټولنو او خپرونو څخه چي د مڼې ګل په مشاعره كې يې برخه در لوده مننه وكړو په ځانګړې توګه د آريانا ، لمر او شمشاد تلويزيونونو له ادارو څخه منندوئ یو چې د مڼې ګل مشاعرې غږ يې تر ټولو هيوادوالو پورې ورساوه طبيعي خبره ده چې د نړی په هيڅ هيوادكې هم امكان نلري چې ټول خلك په غونډو او میلوكې يو ځاى سره راټول شي خو دا خپرونې دي چې دغه فاصلې لنډوي او د ولس د يوې برخې پيغام ټول ولس او آن د نړۍ تر غوږونو رسوي .

د يادونې وړده چې په مشاعره كې د شمشاد تلويزيون د خپرونو د رئيس ښاغلي واحد نظري ګډون د نو موړي تلويزيون هغه وفاداري ثابتوي چې له افغاني كلتور سره يې لري .