دلنډمهالې ادارې په راتلوسره دحكومت په جوړښت كې دښځودچارو وزارت هم ورزيات شو چې په جوړيدو سره يې دافغانستان په لراوبركې درنځ ځپلې اومظلومې ښځې پدې هيله شوي چې نوموړى وزارت به يې په ژوند كې ډيربدلون راولي خوپه ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې دتيرو څلوروكلونوپه تيريدوسره ددې وزارت كړه وړه په كليواو بانډو كې خولاڅه چې په لويوښارونوكې هم نه محسوسيږي پداسې حال كې چې له نوموړي وزارت سره يوزيات شميرمرستې هم شوي ترڅودښځودستونزوپه له منځه وړلواوهغوته دښه ژوندانه په برابرولوكې يې ولګوي خودځبرونوله لارې ليدل كيږي چې دغه بسپنې يوازې په تشوكنفرانسونواوبې پايلوغونډوباندې لګول كيږي اودښځواساسي ستونزې لاهم پخپل ځاى پاتې دي . تاسې وګورۍ په كليوالوسيموكې ښځې دژوند لومړنۍ اسانتياوې هم نلري لكه روغتون ، حياتي سواد اوداسې نوراوبل داچې دهيواد په لراوبركې دهغوكونډوميرمنولپاره چې دماشومانونفقه ورله غاړې ده هيڅ پروګرام نشته چې ښه بيلګه يې دميدان وردګو ولايت دى هيله ده چې دښځودچارو وزارت اوپه ولايتونوكې يې رياستونه خپله دنده وپيژني اودښځوبنسټيزې ستونزې له منځه يوسي اوكه نه نوپه راتلونكي كې به دنوموړي وزارت موجوديت له پوښتنې سره مخامخ شي .