د dariz dariz لخوا خپرې شوې لیکنې
ځيني دولتي چارواكي داداري فساد په له منځه وړلو كې ريښتيني ندي !!؟
د هيواد په دولتي ادارو كې بډې اخيستنه ، اخلاس او د خلكو زورونه يو عام دود ګرځيدلى . له منځ مهالې ادارې راپدې خوا ډيرو چارواكو به چې كله كومې څوكۍ ته سترګې پټې كړې وې ژمنې په يې كولې چې د اداري فساد په وړاندې به مبارزه كوي او جرړې به يې باسي آن چې ولسمشر هم څو څو ځلې داهوډ كړى چې اداري فساد به له هيواد څخه ورك كوي ، خو نه داچې اداري فساد له منځه ولاړه بلكه د ورځو په تيريدو سره يې د هر چار
ليك
راليږونکی :Bawaryد راليږونکي پته :
دديني ښوونې پاتې برخه : له ټول افغان ويبپاڼې څخه په مننې سره
دخـداى تــعــالــى كــتـابــونـه
دديني ښوونې پاتې برخه : له ټول افغان ويبپاڼې څخه په مننې سره
ولاړېدو په وخت كې پرمځكه لاسونه مه لګوه . په سجدو سره يو ركعت پوره شو او س نو دوهم ركعت پيل كړه ، بسم الله او الحمد لله ووايه او يو بل سورت هم ورسره ووايه ، بيا ركوع ، قومه اودواړه سجدې وكړه ، كېنه ، اول تشهد بيا درود
پښتو ويبپاڼې اوويبلاګونه
ټول افغان
غزل
تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږيلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
غزل
چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو تهيو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړمتر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم له کوم يوه چراغ نه
غزل
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړيپه داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونوسبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګروپرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږدهاشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيهغزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي
″ ميړني دي چې ياديږي په سندرو هم په وير ″ ( غازي محمد جان خان وردګ )
محمد جان خان وردګ دافغان غازي ټولنې يو نوميالى غازي دى چې دافغان انګليس په دويمه جګړه كې يې دتورې ځلا داستعمار ګر انګليس ستر ګې وبريښولې او د نورو اتلو او غازيانو په ملتيا يې تيښتې ته اړ كړل .محمد جان خان وردګ د وردګو ړ جغتو په ″ غازي بابا ″ كلي ( بيك موش ) كې دنيا ته راغى ، په همدې غازي او شهيد پاله ټولنه كې لوي شو ، بيا وروسته د هيواد او هيوادوالو دخدمت او دفاع لپاره پوځ ته لاړ او د توپخانې د جرنيلۍ منصب ته ورسيد .كله چې د ۱۸۷۹ زيږدي كال په مۍ كې انګريزان كابل ته ننوتل محم
مبارکي او مننه
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې درنو اوقدرمنو غړو ، سلامونه .روغ ، جوړاوخوشحاله اوسۍ .ددريځ ویبلاګ په جوړیدو ډیرخوشحاله شوم ،ډیر ښه او په زړه پورې معلومات مو ورکې راغونډ کړي .ستاسې دزیار اوهڅو ستاینه کوم . هیله ده چې په دې برخه کې مو لا ډیر بری په نصیب شي .په پای کې یو څل بیا ددغه په زړه پورې ویبلاګ دجوړیدو مبارکي درته وایم او منندوی مو یم .په تل پاتې پښتني مينه ستاسو ورور فضل غني حقمل
د وزارتو نو د شمېر کموالی او د ولسي جرګې بحثونه
څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتونو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي. نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په دريو مياشتوکې يو
په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشوم طبعي او بشري حق دی
دا روا پوهانو له نظره ماشوم ته په مورنۍ ژبه زددکړه کول دهغه بشري او طبعي حق دی، ځکه چې سروی ګانو هم ښودلې چې هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه زدکړه کوي، تر هغو نورو چې په کومه بله ژبه زدکړه کوي، ډېر تکړه وي _ د بشري حقونو د ماشومانو څانګې نړيوالې ټولنې په دی هکله يوه اعلاميه هم خپره کړيده. زموږ په هېواد کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ دغه ستونزه هم شته، د نوي حکومتي ادارې پنځه کاله تېر شول _ خو افغان چارواکيو او د پوهنې وزارت د غې خواته هېڅ پام نه دی کړی. دغه ستونزه اوس مخ په ډېريدوده او دهېواد په ډېر
د قبايلي او قومي جرګو رابلل
څه موده وړاندې حامد کرزي په سپينه ماڼۍ کې د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو سره ګډه غونډه درلوده. دهغې غونډې لويه بريا او لاسته راوړنه داوه چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې دې قبايلي او قومي جرګې راو بللی شي چې په هره جرګه کې به ددواړو خواوو قبايلي، قومي او سياسي مشران ګډون وکړي ددې ترڅنګ به حامد کرزی او پرويز مشرف هم په دغو جرګو کې ګډون کوي او له نږدې به يې څاري. هغه سيمې چې په دې ورستيو کې يې امنيتی ستونزې او تاوتريخوالی زيات شوی، ترډېره پورې پښتونمېشته سيمې دي خو که په ځيرسره و ګورو دغه
غزل
مين په ژوند ، مين په ګل يمه زهدشنه ځنګله فطري بلبل يمه زهڅه نيمګړتيابه وي ضرورپه ماكېداچاويل چې مكمل يمه زهدوخت ناخوالوزه بې وخته سپين كړمدپښتنې پيغلې وربل يمه زهمامې دخپلوهيلوقتل كړىخلكوماووزنۍ قاتل يمه زهدمينې راز مې په هربيت كې پټ دىديومين شاعرغزل يمه زه
بې جراته نه يو
خيركه غريب يو بې غيرته نه يوداسې بې پته بې عزته نه يو خدايه داولې دهرچابد ايسومونږه خودومره ملامته نه يو په مينه ژوند كوو په مينه پايوهسې بې مينې ، محبته نه يو سترګې لرو خوچاته يې نه برګوودومره خوهم بې نزاكته نه يو حساب ترې اخلو اوحساب وركوودومره بې باكه ، بې جراته نه يو موږ په اغزنولارو ډيرتللي يوخولاخفه دخپل قسمته نه يو په ويښه ژوند تيروو ، ويښ خلك يوډك له كينې اوشرارته نه يو واړه نړۍ ته هم په مينه ګورول
غزل
لږ راشه په ميدان شپې كه د شپو شوې بيا به ګډ ځولږ وركې اوازي كه د جګړو شوې بيا به ګډ ځود ښيځو چې موسم شو چې غاټول كړ سر را پورتهدخوړ غاړي چې ډكې له سبو شوې بيا به ګډ ځولږ واورې چې شوې ويلې ، لږد يخ لمن چې ټولهاوبه لږې رڼې چې د ويالو شوې بيا به ګډ ځوويلني چې راوخاته لمرونه چې تاوده شولاوږدې شپې چې لږلنډې د څيلو شوې بيا به ګډ ځود بخت په تندي خړې بيكسياره كه باران شوې !را برخه كه يو دوه شپې د سپرلو شوې بيا به ګډ ځو