تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولې
ځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې
تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړو
موږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې
پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږي
لمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې
ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړم
تا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې
د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمه
وار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
05.11.2006
- dariz
چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم
د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم
د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم
نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو تهيو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم
په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړمتر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم
له کوم يوه چراغ نه...
05.11.2006
- dariz
ټول افغان...