چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يم
د اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم
د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسم
د لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم
د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړي
جانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم
نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو ته
يو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم
په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړم
تر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم
له کوم يوه چراغ نه مې چې اور لمنې واخيست
نن بيا لکه ماشوم غوندې هاغه چراغ ته ناست يم
زلمي به مې سندرې او نغمې په مينه وايي
په دې چې سپېلنيه پښتانه چراغ ته ناست يم
05.11.2006
- dariz
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړيپه داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي
سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونوسبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي
که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګروپرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي
ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږدهاشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي
قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيهغزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي...
05.11.2006
- dariz
تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې
تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې
پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږيلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې
ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې
د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې ...