دخـداى تــعــالــى كــتـابــونـه
پـوښــتنه :دخداى تعالى كتابونه څودي ؟
ځـــواب :دخداىتعالى ډير زيات واړه اوغټ كتابونه پر پيغمبرانو عليهم السلام نازل شويدي، غټو ته يي كتابونه او وړو ته يې صحيفې وايي څلور كتابونه مشهوردي .
پـوښــتنه :څلور مشهور اّسماني كتابونه كوم كوم دي ؟ او په كومو پيغمبرانو نازل شويدي ؟
ځـــواب :
1- تورات : چې په حضرت موسى u نازل شوى .
2- زبور: چې په حضرت داوْ دu نازل شوي ده .
3- انجيل:چې په حضرت عيسى u نازل شوي دى.
4- قراّن كريم : چې په حضرت محمدeنازل شوي دي .
پـوښــتنه :صحيفې څومره دي او پركومو پيغمبرانو نازلي شوي دي ؟
ځـــواب :دصحيفو شميره معلومه نه ده، خو يوڅه صحيفې پر حضرت اّدم u اويوڅه پرحضرت شيثu اويوڅه پر حضرت ابراهيم u نازلي شويدي له دې پرته نورې صحيفې هم شته چې پرځينو نورو پيغمبرانوعليهم السلام نازلي شوي دي .
دخداى تعالى پيغمبران عليهم السلام
پـوښــتنه :رسول چاته وايي ؟
ځـــواب :رسول انسان اودخداى تعالى بنده وي خداى تعالى خپلو بندګانو ته دحكمونو رسولوله پاره ټاكلي وي، هغوى رښتيا ويونكي وي درواغ هيڅ كله نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالى په امرسره معجزي ښكاروي، پيغامونه يې په پوره ډول مخلوق ته رسوي كموالي او زياتوالي پكې نه كوي اونه هم هيڅ يو پيغام پټوي .
پـوښــتنه :دنبي معنا څه ده ؟
ځـــواب :دنبي معنا همداده چې هغه دخداى تعالى بنده اوانسان وي دالله تعالى حكمونه بندګانو ته رسوي رښتينى وي درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالىY په حكمونوكې كموالى او زياتوالى نه كوي او نه هم هيڅ يو حكم پټوي .
پـوښــتنه :دنبي اورسول تر منځ څه فرق شته ؟ اوكه دواړه يو شى دي ؟
ځـــواب :دنبي اورسول په منځ كې لږ فرق شته اوهغه داچې : رسول هغه پيغمبر ته وايي چې دخداى تعالى له لورې نوى شريعت اوكتاب وركړل شوي ويو، اونبي هرپيغمبرته وايي ، نوى شريعت اوكتاب وركړل شوي وي اوكه نه داسې چې دمخكني شريعت او كتاب تابع وي .
پـوښــتنه :اّيا يو سړى په خپل كوښښ اوعبادت سره نبي كيدلي شي ؟
ځـــواب :نه ! بلكې هغه څوك نبي وي چې خداى تعالى يي نبي وګرځوي معنا داچې دنبي اورسول كېدل دانسان په كوښښ او ارادې پورې تړلي نه دي، بلكې دامرتبه دخداى تعالى له لوري وركول كيږي .
پـوښــتنه :درسولانو اونبيانو شمير څومره څه دى ؟
ځـــواب :دنيا ته ډير رسولان اونبيان راغلي دي خو دهغوي پوره شميره يواځي خداى تعالى ته معلومه ده، خو مونږ اوتاسو بايد دا عقيده ولرو چې دخداى تعالى ټول رسولان هرڅومره چې وي برحق اوريښتيني دي.
پـوښــتنه : لومړنى پيغمبر څوك وْ ؟
ځـــواب :تر ټولولومړى پيغمبر حضرت اّدم u دي .
پـوښــتنه :تر ټولو وروستى پيغمبر څوك دي ؟
ځـــواب :ترټولو وروستى اواّخري پيغمبر حضرت محمدe دي .
پـوښــتنه :له حضرت محمد e وروسته به بل پيغمبر راځي اوكه نه ؟
ځـــواب :نه! ځكه چې پيغمبري اونبوت پر حضرت محمد مصطفى e پاى ته ورسيده له ده مبارك وروسته ترقيامته پوري هيڅ يو نبي نه راځي، له ده مبارك وروسته چې څوك دپيغمبري دعوه كوي هغه درواغجن دى .
پـوښــتنه :په رسولانو كې ترټولو غوره (افضل) رسول څوك دى ؟
ځـــواب :زمونږ پيغمبر حضرت محمد e په ټولو نبيانو او رسولانو كې غوره او لوى دى ، دى كه څه هم دخداى تعالى بنده او اطاعت كونكى دى خو له دخداى تعالى وروسته په مخلوق كې ترهرچا دده مبارك مرتبه زياته ده .
دقيامت بيان
پـوښــتنه :دقيامت ورځ كومې څه ته وايي ؟
ځـــواب :دقيامت هغې ورځي ته وايي په كومه كې به چې ټول انسانان او حيوانان مړه كيږي، اوټوله دنيا به له منځه ځي، غرونه به دپمبوو دګلانو په څېر په هوا كې والوزي ستوري به ټوټه ټوټه شي لاندې به راولوېږي، لنډه داچې هرشى به زره زره او له منځه ولاړشي .
پـوښــتنه :ټول انسانان اوحيوانان به څرنګه مړه كيږي ؟
ځـــواب :حضرت اسرافيل u به شپيلۍ پوه كړي د شپيلۍ اّواز به يې دومره "ويروونكى" اوسخت وي چې له هيبت به يې ټول خلك مړه اوهر شى به زره زره او فنا شي .
پـوښــتنه :قيامت به څه وخت وي ؟
ځـــواب :قيامت راتلونكى دىخو ټاكلى وخت يې له الله تعالى پرته هيچاته معلوم نه دى، هو ! دومره معلوم دي چې دجمعې په ورځ دمحرم په لسمه نيټه به وي اوزمونږ پيغمبرe ځينې نښانې يې ښودلې دي هغو ته كه وكتل شي معلوميږي داچې قيامت نږدې دى.
پـوښــتنه :دقيامت نښانې كومې دي ؟
ځـــواب :پيغمبرe فرمايلي دي چې :
1- كله چې په دنياكې ګناوې زياتې شي.
- خلك دخپل مور او پلار نافرمانه شي اوپرهغوى سختي پيل كړي .
3- په امانت كې خيانت پيل شي .
4- سندرې غږول، رقص، اوسرود زيات شي.
5- وروستي خلك مخكنيو بزرګانو ته بد ويل پيل كړي .
6- بې علمه اوكم عمله خلك مشران شي.
7- شپانه اودټيټې درجې خلك لوړ لوړ عمارتونه جوړول پيل كړي .
8- ناپوه خلكو ته غټې چوكۍ په لاس ورشي، نو په دې پوه شه چې قيامت نزدې دى .
دتقدير بيان
پـوښــتنه :تقدير څه ته وايي ؟
ځـــواب :دهرې خبرې او هرشي دښه اوبد اندازه چې له پخوانه دخداى تعالى په علم كې ټاكلې شوې اودهرشي له پيداكيدو دمخه خداى تعالى ته معلومه وي ، دالله تعالى همدې علم او اندازې ته تقديروايي ، هيڅ يوښه اوبد شى دالله تعالى له علم او اندازې څخه دباندې نه دى .
لـه مـرګ وروستــه بيــا ژونـدي كېـدل
پـوښــتنه :له مرګه وروسته دبياژوندي كيدلو مطلب څه دى ؟
ځـــواب :كله چې دقيامت په ورځ ټول شيان له منځه ولاړ شي اسرافيل u به دوهمه شپيلۍ پوه كړي چې په دې سره به بيرته ټول شيان او انسانان راژوندي شي ، د حشر په ميدان كې به ټول مخلوق دالله تعالى درانه حضورته وړاندې شي ، حساب به اخستل كيږي ، دښو اوبدو كارو بدله به وركول كيږي ، په كومه ورځ چې داكارونه ترسره كيږي هغې ورځې ته "يوم الحشر" (دجمع كيدو ورځ)، "يوم الجزا" او "يوم الدين" (بدلي وركولو ورځ)، او"يوم الحساب" (حساب ورځ) وايي .
پـوښــتنه :په ايمان مفصل كې چې دكومو اوو (7) شيانو يادونه راغلې په هغو كې كه څوك يو يا دوه خبرې نه مني مسلمان بلل كيداى شي اوكه نه ؟
ځـــواب :نه ! هيڅكله نه ، كله چې يوڅوك دالله تعالى كتابونه، ملائكې، دقيامت ورځ، تقدير، اوله مرګه وروسته بياژوندي كيدل نه مني مسلمان كيدلاى نه شي .
پـوښــتنه :حضرت پيغمبرe داسلام بنياد پنځه شيان ښولي، په هغو كې خو دملائكو اودالله تعالى دكتابو ،دقيامت ، تقدير اونورو يادونه گ نه ده شوې ؟
ځـــواب :په هغو پنځو شيانو كې يوهم پرحضرت محمدe باندې دايمان راوړل دي اوكله چې يوڅوك پرحضرت محمد e باندې ايمان راوړي ، نوهغه به خامخا دده مبارك ټولې ښوولې خبرې مني ، اودالله تعالى كتاب كوم چې پيغمبرe راوړى دى پرهغه به هم خامخا ايمان راوړي او ټولې هغه خبرې چې په ايمان مفصل كې يې يادونه راغلې دخداى تعالى له كتاب (قراّن كريم)اودپيغمبرe له ويناوو ( احاديثو )څخه ثابتې شوې.
پـوښــتنه :كه يوڅوك ددې ټولو خبرو په زړه سره يقين اوژبه سره اقرار وكړي ، خو لمونځ نه كوي او يازكات نه وركوي يا روژه نه نيسي، يا حج نه كوسي هغه مسلمان دى ؟
ځـــواب :هو ! مسلمان دى خو سخت ګناه ګار اودالله تعالى نه ياغي دى ، داسې مسلمان ته فاسق وايي ، دوى به لومړى دخپلو ګناوو په سزا رسول كيږي بيا به خلاصون مومي .
دوهــــمـــه څـــانــګه
تعليم الاركان
داسلامي اعمـالو زده كړه
بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم
پـوښــتنه :اسلامي اعمال څه ته وايي ؟
ځـــواب :هغه پنځه شيان پركومو چې داسلام بنياد ولاړ دى چې لومړني ته يې ايمان وايي ، چې بيان يې تاسې داسلامي عقايدو ترعنوان لاندې په اوله څانګه كې لوستلى ، پاته څلور نور شيان (لمونځ، زكات، روژه او حج) دې واړو ته اسلامي اعمال وايي ، په همدې دويمه څانګه كې به لومړى تاسې دلمانځه بيان ولولىْ .
لــمــونـــځ