د هيواد په دولتي ادارو كې بډې اخيستنه ، اخلاس او د خلكو زورونه يو عام دود ګرځيدلى . له منځ مهالې ادارې راپدې خوا ډيرو چارواكو به چې كله كومې څوكۍ ته سترګې پټې كړې وې ژمنې په يې كولې چې د اداري فساد په وړاندې به مبارزه كوي او جرړې به يې باسي آن چې ولسمشر هم څو څو ځلې داهوډ كړى چې اداري فساد به له هيواد څخه ورك كوي ، خو نه داچې اداري فساد له منځه ولاړه بلكه د ورځو په تيريدو سره يې د هر چارواكي او مامور دروازې وروټكولې او اوس يو روا عمل ګرځيدلى.

كله چې ښاغلى عبدالجبار ثابت د ولسمشر له خواه ولسې جرګې ته د لوى څارنوال په توګه وروپيژندل شو تر څو د اعتماد رايه لاسته راوړي وروسته له برياليتوب څخه نوموړي ژمنه وكړه چې د اداري فساد په وړاندې به جهاد پيلوي نوموړي د خپلې دندې په لومړۍ  ورځ هغه څارنوالان چې ده مخكې له خپلې دندې څخه  لاس په لاس په بډواخيستلو ليدلي وه  له دندو څخه ګوښه كړل . همدارنګه په يوه بله قضيه كې كله چې ښاغلي ثابت پدې اړه هرات ولايت ته سفر كړى ؤ د نوموړي ولايت ښاروال يې پدې تورن كړ چې د څو ميلياردو افغانيو اختلاص يې كړى خو سم دستې د مشرانوجرګې او دسولې د ټينګولوكميسيون مشر ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي له نوموړي ښاروال څخه ملا تړي وښود او ګواښ يې وكړ چې كه چيرې داقضه څيړل كيږي نو دى به له دندې څخه لاس په سر شي  او دايې هم په ډاګه كړې وه چې لوى څارنوال ښاغلى ثابت بايد له دندې څخه لرې كړل شي ځكه چې د ځينو په وينا نوموړى ښاروال دده د نږدي خپلوانو له ډلې څخه دى .

همدارنګه په يوه بله قضيه كې ښاغلي لوى څارنوال د دولتي راډيو تلويزيون لوى رئيس نجيب روشن پدې تورن كړ چې نوموړي د تلويزيون له عوايدو څخه څلور لكه امريكايي ډالر په بډه وهلي ، خو د ولسمشر وياند ښاغلي كريم رحيمي داخبره رد كړه او يو سؤ تفاهم يې وبللو بل لورته روشن ومنله چې داعوايد يې د ماليې وزارت ته ندې تحويل كړي ځكه د ولسمشر په تفاهم يې د راډيو تلويزيون په داخلي اړتياوو لګولي  پداسې حال كې چې هر وزارت او يا هم هره خپلواكه اداره دخپلو اړتياوو د پوره كولو لپاره كلنۍ عادي او انكشافي بودجه لري  چې په دې اړه د ځوانانو او كولتور وزارت هم بې خبري ښيي ځكه چې راډيو تلويزيون د نوموړي وزارت يو رياست دى. تر دي ځايه چې  اوس لوړ دولتي چارواكي او ځينې روحاني شخصيتونه هم له فساد څخه ملا تړ ښيي .

خو څو ورځې وړاندې په همدې موخه ښاغلي لوى څارنوال شمالي ولايتونو ته سفر وكړ، نوموړي وروسته د خلكو د شكايتونو له اوريدو څخه د بلخ ولايت د ځينو لو ړرتبه مامورينو د توقيف او نيولو امر صادر كړ نه داچې نوموړي ونيول شول بلكه له هغو څخه د نوموړي ولايت والي ښاغلي عطا محمد  (نور) ننګه وكړه او دښاغلي ثابت ادعاء يې بې بنسټه وبلله ، په نوموړي يې تور ولګاوه چې د ده په وينا ښاغلى ثابت له يوې پروژې سره د شمالي ولايتونو د بد نامولو لپاره راغلى او غواړي دوې ته توطئې جوړې كړي .

ښاغلي عطا محمد  (نور) چې له طلوع تلويزيون سره يې ځانګړې مركه درلوده ځان يې د شمالي ولايتونو محور او ټيكه دار راوپيژانده ، په هره خبره كې به يې د شمال او جنوب خبرې كولې ا و ټينګار يې كاوه چې كه چيرې په شمالي ولايتونو كې څوك د فساد په تور نيول كيږي او ضاع به كړكيچنه شي ، ځكه د ده په وينا د سړې او د طالبانو د اسلامي امارت په وړاندې دجګړو فاتحان دوي دي او اوسنى حكومت هم د دوي له بركته جوړ شوى او............؟!

خو زه ښاغلي عطا ته وايم چې يو خو ستا ادعاګانې بې بنسټه دي ځكه په افغانستان كې د نظامونو بدلونكي هيوادوالو ته څه چې

ټولو نړيوالو ته معلوم دي ؟! هسې د مومن خان ښامار مه ترې جوړوۍ  او بل داچې ستا قرباني ددې لپاره نده چې ملي شتمنۍ لوټ كړي ، خو اوس دي هم نوش جان شه ( چې مربي لري مربا به خورې ) او آفرين د ې په دې دولت شي څوك چې ښاغلي كرزي غوندې ولسمشر او بل لورته خوبوړى او غير حاضر پارلمان ولري نوكا ريې پكې جوړيږي ، او كه نوره هم وضعه په همدې توګه دوام وكړي ښائي رشوت اخيستل او اختلاس به يو وخت  د ځينو لپاره د وياړ سبب وګرځي .