په پخوا وختونوكې داشى دومره عام نه وه ، يوازې اشرافواوښاري تعليم يافته خلكوچې لږ يې ژوند جوړ وو ، دغه جلبلي شيان كارول ، خودزمانې څرخ دومره ګړندى دى په تيره چاپي اوتصويري خپرونې چې همدا دمود اوفيشن ډنډورې غږوي اوډيرخلك يې تراغيزې لاندې راوستي زمونږ سپين ږيري څه ملامت دي چې وايي : ( زمونږ ځوانان دتسبوپه ځاى موبايل اودكيسوپه ځاى تلويزيون كاروي ) دغه تغيرات په سنګار، پوښاك ، خوراك اوحتى په خبروكې ليدلاى شوزمونږ دتلويزيون كاركونكي دې هم خيريوسي هره ورځ دنويوجاكټونواوسينګارسره خلكوته دكابل سرينااوكانټينينټل هوټلونوله پخلنځيونوڅخه خپلوليدونكوته دورځې دورځې له مورسره سموخوړودپخولوسپارښتنه كوي دامهال يوازې په كابل كې له پنځه سوو زيات دسروزرو دوكانونه ، په سلګونودوادونوهالونه اوپه زرګونوآرايشګاوې په هيوادكې ديوناڅاپي پرمختګ شاهدان دي . نوي فيشن اوجلبلي شيانوزمونږ ځينې كورنۍ له داخلي كړكيچ سره مخ كړې ډيروسره دافكرپيداشوى ترڅوله نورسره كه له ناقانونه لاروهم وي ، ځان بايد سيال كړي ، پداسې كورني كشمكش كې يوبيچاره ماموراوښوونكى دخپلوزامنواوميرمنې ترسخت فشارلاندې څه كولاى شي هغه خواركى خوپرته له يوه بايسكله بل څه نلري هرانسان په فطري ډول له جمالياتي شيانواوفيشن سره مينه لري . زماهدف دادى چې ميډياورنه ملنډې جوړې كړيدي ، دې سره زمونږ اسلامي اوافغاني ارزښتونوته دډيروشاشوې ، هغه چې دساتلواوپاللولپاره يې ډيروقرباني وركړې .
دمشرانوخبره له دين څخه لريوالي ، دغه خلك نورهم دپردي فرهنګ تراغيزې لاندې راوستي ، نوى نسل دتيروخت سادګيو، دپلارنيكه پند ، نصيحتونواومذهب ته يوازې تشريفاتي بڼه وركړې اوپه عملي ژوندكې دخپلواسلافوپه هكله دفكركولوتوان له لاسه وركوي دغه دسروزروپه شان ارزښتمن نصيحتونه ، خوراك اوپوښاك ساده خبرې ندي ، بلكې پدې كې ديوسپيڅلي اوهوساژوند راز نغښتى دى ځينې دغه جلبلي شيانواومودونوته ژوند وايي ، اوټول فكري قوت يې په همدغه ټكي ودرولى ، اخيرفيشن څه شى دى اودڅه لپاره ؟ ځان جوړول ، سمبالول اوښكلي ښكاريدل دټولوانسانانوفطري خواهش دى دغه فطري هيله چې له حده واوړي افراط اولويه خطاګڼل كيږي . نن ورځ په عاموځايوملمستياووكې خلك په غربي جاموكې ليدلى شو ، دې سره خپله فكروكړۍ چې مونږ غرب ته څومره نږدې شوي يوځينې وايي ننۍ زمانه ډيره مخكې روانه ده كه مونږ ورسره ځان عيارنكړودسادګانوګومان راباندې كيږي اخيرپه اسلام كې هم دفيشن لپاره ترخپله حده ځاى شته دښځې اوخاوند لپاره چې څه ډول ژوند وكړي ، حداوحدود معلوم دي .
فيشن اوموډ زمونږ دكورنيوپه منځكې يوه غټه مسئله ده ، كله چې پلاردخپلوبچيانودغه هيله پوره نشي كړاى ، بچيان يې په غوسه اوشاكي كيږي نوداولاد په باغيتوب كې دفيشن هم لوى لاس دى په انساني كورنۍ كې دكړكيچ سبب جوړيږي دباندې خلك يوبل ته په كتوځينې دمحروميت احساس كوي دغه كركې اوكينې دجنګ جګړوسبب كيږي فيشني جذبې كله دبرترۍ اوكله دكمترۍ په احساس لاهوكوي ، ليدل شوي چې په نووجاموسمبال كسان ځان په مادي لحاظ په نوروغوره احساسوي مقابل لورى دپيسودنشتوالي اويابل علت له مخې دكمترۍ احساس په مخه كوي ښځې پياخپل ميړونه دخپل شوق دپوره كيدوپه خاطرپه ناروا لاروروانوي ، همدغه حالت كورنى نظام ګډوډوي فيشن دشوق سره سره ضرورت هم دى ښه فيشن هغه دى چې دنوروكركه اونفرت راونه پاروي اوپه واقعيت كې ورته ښكلى ښكاره شي ، نوې جامې واغوندي خوځان پكې ورك نكړي كه انسان دننه ښكلى نه وي باندينۍ جلبلي اوښكلادسړي شخصيت نورهم كموي مونږ بايد له ښوجامو، ښوخبرو، ښه ناستي اوله ټولوورهغه خواښايسته زړه چې له كينې اوكركې پاك وي ، ولرو مونږ بايد داسې كړه وړه خپل كړوترڅودهغوخلكوچې دداسې تجملي شيانووس نلري ، زړونه لاسته راوړو دغه لوى اكثريت چې نن دتمدن اودپرمختګ ددښمنانوپه نوم ټكول كيږي ، په ځينوكړو وړو يې بايد په زوره دپرمختګ دښمنان نكړو.