په افغانستان كې دكمونستانوله كودتاوړاندې زمونږ ګران هيواد كه څه هم پرمختللى نه وه خوله شك پرته چې دمخ پرودې هيوادونوپه كتاركې ولاړو اوپه ځانګړي ډول له انقلاب وړاندې درې څلوروكلونوكې يې دپام وړ كارونه وشول خودغوايي داوومې له كودتا وروسته چې په هيواد كې دجګړو اوربل شو نونه يواځې داچې دهيواد پرمختګ بهير مو ودرول شو بلكې په ودانيواو سمسوروبڼونومواوربل شو ، كه څه هم له هغه وخته راهيسې شاوخوا ديرش كاله كيږي خوپه حقيقت كې موهيواد له شپيته كالوهم ډيروروسته پاتې شو پدې مانا چې پدې تيروديرشو كلونوكې نورو هيوادو لا پرمختګ وكړ ، نورهم ودان شول اومثبت خواته لاړل خومونږ نه يواځې پرمختګ ونكړ ، نورموهم وطن ودان نكړ ، د ودانولوبهيرموګړندى او روان ونه ساته ، بلكې هغه شوي كارونه موخراب كړل ، هماغه يوڅوجوړې شوې ودانۍ اوښوونځۍ موهم د دود اوباروتو خوراك شول نوپدې توګه مونږ له صفرڅخه هم ښكته ( منفي ) خواته روان يو خوكله چې د 2001 زييځ كال دسپټمبرله پيښې وروسته يوځل بيانړيوالوپام افغانستان ته راوګرځيد نودافغانانوپه زړونوكې هم دخپل هيواد دبيارغونې ، ودانولو، افغانانوته دآرام اوهوسا ژوند دجګړې دشومې پديدې دختميدوهيلې وغځيدې ، نړيوالوهم پدې اړه ډيرې ژمنې وكړې ، افغان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي هم ترڅه ډيرپه بيارغونه اودهيواد په بيا آبادولو ټينګاركاوه .

اوس چې دښاغلي حامد كرزي دواكمنۍ پنځم كال پوره اوشپږم روان دى راځۍ وګورو چې چاڅومره خدمت وكړ ، څومره يې خپلې ژمنې په عمل كې پلې كړلې ؟  څومره يې دولس په ټپونوپټۍ كيښودلې  ؟ .

پدې كې شك نشته چې هغومره چې هيله كيده اويانړيوالې ټولنې ژمنه كړې وه نوله افغانستان سره يې دومره مرستې ونكړې خومونږ دهغوى ګريوان ته ځكه لاس نشونږدې كولاى چې هغه داجمل خټك شعردى :

داميښې منمه دنواب صاحب دي

دې كې خبره كول توان دچادى

خوخبره داده چې له افغانانوسره دا انديښنه اوپوښتنه ده چې له افغانانوسره شوې هغه لسګونه ميليارده ډالره مرستې څه شوې ؟ او دافغانانو ددې انديښنې اوپوښتنې حق هم لري ځكه دامرستې ددوى په نوم شوي ددوى اورميږ يې داحسان تربارلاندې كوږدى .

زمونږ په باورله افغانانوسره دنړيوالې ټولنې دنورومرستودخنډ اوځنډ مهم اوسترلامل داداري فساد اوبيروكراسۍ ترڅنګ دمالي اوحسابي چارو دشفافيت اوروڼتيا نشتوالى دى . له بده مرغه مونږ ونشوكولاى چې مرستندويه هيوادونه اومراجع پخپل مالي شفافيت قانع كړو ، هغوى ته ددوى دمرستويوجوت اوروښانه بيلانس وړاندې كړو .

نوافغان حكومت هم دخپل ولس اوهم دنړيوالې ټولنې پروړاندې دا مسؤليت لري چې هم ددې لسګونوميليارده ډالرو اوهم ددې پنځه كاله وخت حساب وركړي ځكه چې دوخت ارزښت هم ترپيسوكم ندى وايي (((  وخت سره زردي ))) .

مونږ منوچې حاكم چارواكي له ډول ډول چلنجونوسره مخ دي  خودحكومت او ادارې دپايښت لپاره دولس قانع كول ، خوښول اوله ځان سره ملګري كول يوډيراړين كاردى ، دومره اړين چې بل هيڅ بديل نلري اوداكارهغه وخت شونى دى چې حكومت خپل اجراآت بين المللي ، لاسته راوړنې ، دخپلووزيرانواوواليانواجراآت له هغوى سره شريك كړي نوكه حكومت غواړي ولس اونړيواله ټولنه ترخپل څنګ ودروي نودارزيابۍ اواحتساب يوه بې پرې او واكمنه اداره دې جوړه اوله هروزير، والي ، ريس څخه دې ديوې يوې افغانۍ اويوې يوې دقيقې وخت حساب وغواړي كه بيا چاخدمت كړى وو اوځان يې دولس اوولس يې دخپل ځان ګڼلى وو نوتقديردې شي ، تمجيد دې شي ولس ته دې وروپيژندل شي چې بې له شكه افغان ولس دچااحسان نه هيروي اوخپل خادمان ، باداران بولي ، نمانځي يې اودرناوى يې كوي . اوكه چاله مظلومواودرديدلوافغانانوسره خيانت كړى وي ، دهغوى شتمني اووخت يې بې ځايه لګولى وي اوناوړه استفاده يې ترې كړې وي نوديوملي خاين په توګه دې محاكمه اوسزا وركړل شي .

ميدان وردګ هم دافغانستان دټپي وجوديوه برخه ده ، دې ولايت هم دانقلاب تودې سړې لګيدلې دي . دميدان وردګوهروګړى

 

احتساب او ارزيابي غواړي اوهروګړى له مركزي حكومت څخه په كلكه غواړي چې كه دپخوانيورژيمونواودوروله چارواكيوسره حساب نه شي كولى نودروان پنځه كلن دور چارواكي ، قوماندانان اوپه ټوليزډول ټول هغه كسان خودې حساب ته راوبولي چې په يونه يوډول يې ددې ولس برخليك پلاس كې وو هغه كه والي دى ، كه جهادي قوماندان ، كه ولسوال دى كه دولسي جرګې اوياولايتي شورى غړى .

داحتساب اداره بايد له دوى څخه ددوى داجراآتو ، دولس دشتمنۍ ، وخت اوهغه باور پوښتنه وكړي چې پردوى يې كړى دى . اوبياهم لكه وړاندې موچې وويل دالهي قانون اودفطرت غوښتنه هم ده چې مخلص ، صادق اوخدمتګاره خلك بايد تقدير اووستايل شي ، خلك پرې خبركړل شي ( وامابنعمة ربك فحدث ) مننه ترې وكړل شي اوملي خاينان ، دولس دښمنان اوددوى پربرخليك لوبې كوونكي ، دوسلواوقاچاقوسوداګربايد رسوا ، محاكمه اودملي غداراوهيواد دښمنه شخص په توګه دې ولس ته وښودل شي .

مونږ دميدان وردګوولايت ځوانان ، دمدني ټولنواستازي اودهمدې ولس بچيان دالله ( ج ) اوخپل ملت پروړاندې دخپل مسوليت په احساسولواودالله ( ج ) همدې پورتني ارشادته په لبيك ويلوسره له خپل حكومت څخه په كلكه غواړي چې په ځانګړي ډول داوسني والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي يونيم كلن اجراآت وڅيړي دپخوانيوواليانوله كار اواجرآاتوسره يې پرتله كړي مونږ له حكومت څخه غواړو چې وڅيړي اوجوته كړي چې دميدان وردګونورولايت خولاپريږده آن ددې ولايت مركز ميدان ښارچې دپلازمينې په پنځه ويشت كيلومترۍ كې پروت دى يونيم كال وړاندې كوم رنګ درلود او اوس څه رنګ لري پدې ولايت كې ددولتي ودانيو، ښوونځيو، روغتونونو، پلونواوپلچكونوحالت پخواڅه ډول وو او اوس څه ډول دى . داددولت دنده ده چې ولس اوميډياخبركړي چې ميدان وردګوته يې څومره پراختيايي ( انكشافي ) بوديجه وركړيده اوددې بوديجې څوچنده ډيركارشوى .

دولت بايد ديوكميسيون له لارې داوڅيړي چې دښاغلي نعيمي په يوه نيم كلنه دوره كې څومره روغتونونه جوړشوي اودروغتيالپاره څومره كارشويدى ، دښوونځيوڅوودانۍ جوړشوى اومعارف ته څومره كارشويدى ، په ميدان وردګوكې امنيتي حالت ، دبشردحقوقواوپه ځانګړي ډول دښځودحقوقوحالت دې له نورو ولايتونوسره پرتله شي .

ميدان وردګ يوداسې ولايت دى چې له بهرسره پوله نلري اونه هم لوى ښار اونه هم كوم قوي سرحدي ګمرګ لري خوبياهم دومره كارپكې شوى چې په ډيروهغوولايتونوكې چې دګمرګ ، ښاروالۍ او.......... له لارې سلګونه ميليونه افغانۍ عوايد لري ، هم ندى شوى .

ديوې څيړنې له مخې دښاغلي نعيمي په وخت كې دبيارغونې اوپرمختګ په كارونوكې 61،8 مليونه امريكايي هغه ډالرلګول شوي چې دنوموړي په شخصي هلوځلوله موسساتواونورومرسته كونكيومراجعوڅخه ترلاسه شويدي .

په پاى كې يوځل بياله دولت ، چارواكيو، دولس له استازو ، علماوو اوددې ولايت دمدني ټولنوله استازوڅخه په كلكه غوښتنه كوم چې دولس خدمتګاران اوزړه سوانده مشران ونازوي ، تقديريې كړي چې زړه ماتي نشي اوخاينين ، غداران اودولس دوخت اوشتمنيولوټونكي محاكمه اومجازات كړي .