دژورناليزم په قاموس كې تركومه بريده چې مونږ خبريواومونږ ته راښودل شوي ، ښه اوله ارزښته ډكه ليكنه هغه ده چې پرمستندو دلايلوولاړه وي . داسې ليكنې له يوې خوا په ټولنه كې دليكوونكي شخصيت اواعتبارلوړوي اوله بل پلوه به يې دژورناليزم اصولواوقوانينوته درناوى كړى وي . په يوه ټولنه كې دخلكوياوګړوپه وړاندې ديوژورناليست رسالت څه دى ؟ ژورناليست ياليكوال چې څه ليكنې كوي لومړى بايد داپه پام كې ولري چې څه ليكي ؟ څرنګه يې ليكي ؟ چاته يې ليكي ؟ ولې يې ليكي ؟ اوداسې نور ....... ؟

دليكوال قلم دبزګرهغه ( بيل ) ته ورته دى چې خپل كښت اوفصل پرې خيشاوه كوي اوله خپل فصل څخه هغه مضربوټي راباسي كوم چې فصل ته تاوان رسوي .

يووخت يوژورناليست ديوڅيړونكي كورته ورغى اوديوې مركې غوښتنه يې ترې وكړه ، څيړونكى چې دخپل كورپه حويلۍ كې يې دتركاريو، يوشين پاليزدرلود ، اوده خپله دخپل شين پاليزديوې شنې ونې سيوري ته ډډه وهلې وه اوداوبوشين شرهارته يې څه لوستل نوپوښتنه يې ترې وكړه چې صيب ! دافغانستان دمسئلې حل په څه كې وينۍ ؟  څيړونكي ورته وويل :

تاته به زمالومړى اوورستى ځواب داوي چې زمادغه شين پاليزته وګوره ! له شاوخوامې ترې ټول مضربوټي ايستلي ، ګوره چې څومره شين اوښه په وده كې روان دى . دافغانستان دمسئلې حل هم زمادغه شين پاليزته ورته دى . مضربوټي ترې لرې كړه موضوع پخپله حل ده هـو! دليكوال اوژورناليست دارسالت دى چې خپل هيواد له مضرو ويرسونووژغوري اوپرې نږدي چې دوطن په رګونوكې زهرجن مكروبونه لاره پيداكړي كه كوم ډاكتردكوم ناروغ دمرض په تشخيص كې پاتې راځي هغه هيڅكله نشي كولاى چې ناروغ ته ددوا تجويزوكړي . په همدې اساس يوليكوال اوژورناليست چې كومې ورځپاڼې ياچينل باندې نيوكې كوي دهغه په اړه بايد پوره معلومات ولري . څوورځې وړاندې مې ددريځ په مجله كې دورورعبدالله شيرزي په قلم د ( شمشاد هم دطلوع پرپله پل كيښود ) ترسرليك لاند ې يومضمون ولوست چې دشمشاد تلويزيوني چينل نه يې ګيله كړې وه نوموړي دخپل مضمون يوه برخه كې وايي (( تلويزيونونه چې ورځ په ورځ دملت اكثريت خلكوكركه اونفرت ورسره زياتيږي ، حكومت يې بايد مخه نيولې واى )) وايي (( دوى داسې ويروس اوپرازيټ خپروي چې ځينوهغوتلويزيونونوچې دملت ګرايۍ غورې يې كولې هغه يې هم تراغيزې لاندې راوستل شمشاد چې ( ستاسوپه خوښه اوستاسې په ژبه ) ترشعارلاندې خپرونې كوي داسې زهرجن اومضرعناصروردننه شوي چې ورو، ورو دطلوع په پله پل ږدي .


شيرزى وروره په يادولره !!

شمشاد به هيڅكله اوهيڅ وخت دچاتراغيزې لاندې رانه شي دلته ټول كارونه ديومنظم پلان اوسالمې ادارې لاندې په مخ ځي ته داكثريت خلكوټيكه هم له ځان سره لرې اوټولې تلويزيوني شبكې دې خپل غشي په يوهدف كې راوستي راشه زه به دې پدې ښاركې وګرځوم دشمشادپه وړاندې دخلكونظريې واوره چې درته څه وايي داپداسې حال كې چې دشمشاد خپرونې فقط په كابل پورې محدودې دي . بياهم ليدونكوته دمنلووړګرځيدلي . څه موده وړاندې زمونږ دوطن پياوړي ليكوالې ليلاخرم هم دشمشاد لپاره ليكلي  وو چې     (( پښتويواځې ژبه نه ده )) مونږ هم ورته وويل پښتولرغونيت دى ، پښتوادب دى ، پښتوهنردى اوداسې نور ..... ؟ ته په اوړوكې شګه لټوې اوياداچې ديوې سپږې لپاره ټول پوستين ته اوراچوې زه دپورته جملودسپيناوي لپاره څولنډې كرښې ستامخې ته ږدم .

الف _ شمشاد تلويزيون اسلامي ، ښوونيز ، تفريحي اويوخپلواك چينل دى چې ځانته ځانګړي اصول لري .

ب _  دشمشاد ټولې خپرونې په اسلامي اساساتوولاړې دي ترهرڅه لومړى اسلام دشمشاد دلارې مشعل دى .

ج  _  شمشاد پخپله ټولنه كې دهرډول پردي فرهنګ دپلي كيدو مخالف دى ، خوته وايې چې شمشاد پوهنتون ته دانشګاه ، پوهنځي ته دانشكده اوسترې محكمې ته دادګاه عالي وايي ستادغه باالكل دمنلووړنده داځكه چې ستادغه ادعادشمشاد له اصولواومنشورسره ټكرخوري شمشاد خپل فرهنګ دبډاينې لپاره كاركوي

كيداى شي كومه ورځ په دري خپرونو كې داكارشوى وي خودتل لپاره نه نوبياته ! پرمونږ باندې دپوستين چل مه كوه ....... ؟   

بله داچې تاد 7 او 8 بجوپه خبرونوباندې هم نيوكه كړې . شمشاد هيڅكله نه غواړي چې له نوروڅخه تقليد وكړي ، شمشاد دخپلوخپرونولپاره ځانګړي اصول اوتګلاره لري .

مصلحت يې هم دادى چې دغه خبرونه پدې ساعت اوداخبرونه پدې ساعت ، بل داچې له ليكنې دې معلوميږي چې ګيله دې ډيره مخكينۍ ده داځكه چې ددريځ مجلې په پوښتۍ ليكل شوي چې دزمري اووږي مياشتوكې خپره شوې ، نولدې امله ليكنه دې ماته ډيره پخوانۍ ښكاري نوته اوس دشمشاد خپرونې وګوره چې څومره نوښت اوبدلون پكې راغلى دى . نطاقان پخپل ملي لباس كې خبرونه وايي اوډيرې نورې خپرونې هم په ملي لباس كې خبرونه وايي اوډيرې نورې خپرونې هم په ملي لباس كې ترسره كيږي . دوه ساعته خپرونې لسوساعتوته وغزيدې اوانشاء الله چې تردې به هم زياتې شي سبب يې دادى چې دلته داټول دښوظرفيتونواوښوكاركوونكودموجود

يت نتيجه ده دلته ماحول كاملاً دورورولۍ دى دغه يونيټ چې دلته كاركوي په يوه پاك اوسپيڅلي هدف اوخپل هيواد ته دخدمت په خاطرخپلې دندې پرمخ وړي اوغواړي چې دغه تيت پرك قومونه اوفرهنګ سره راټول كړي .

شيرزى صيب ! درسنيورسالت دى چې دخپل هيواد ملي ګټواوملي مصلحتونوته پوره درناوى ولري اوكه خداى ( ج ) ناخواسته ددې برعكس وي بيانوغليم ترې ناوړه استفاده كوي اوپه ټولنه كې زهرشيندي دهرليكوال دليكنې دنيوكوترڅنګ دې دهغه دښوكارونويادونه هم وشي داځكه چې دادژورناليزم اصول دي ژورناليزم دهيڅ چا موراوپلارنه دى چې دقضيې پريواړخ قضاوت وكړي .  

داراسره ومنه چې دشمشاد تلويزيون دغه لس ساعته خپرونې تقريباً د 70 تنوپرسونل په درلودلوسره پرمخ ځي پداسې حال كې چې دنوروتلويزيونونودپرسونل شميرله 350 تنوڅخه تر 2000 تنوپورې رسيږي . اوس نوقضاوت ته پخپله وكړه چې په شمشاد كې داديوسپيڅلي احساس نتيجه ده اوكه بل څه ؟ نو وروره !  شمشاد تلويزيون دافغاني هويت ښكارندوى دى . شمشاد دملي هويت ملي هنداره ده ، شمشاد دخپل ولس دهيلوچوپړدى اوشمشاد دافغاني فرهنګ رښتينى انځوردى . په آخركې يوځل بيا  شمشاد ( ستاسوپه خوښه اوستاسوپه ژبه ) دخپل هيواد داساسي قانون په رڼاكې مخ پروړاندې روان دى .