د نبي كريم (ص) زېږنه او نسب :
نبى كريم (ص) د دوشنبې په ورځ د سهار پر مهال د ربيع الاول د مياشتې په ۱۲ مه نيټه د فيل په كال چې (۵۷۰ ) م كال سره يې سمون درلود د بركت څخه ډك ولاد ت تر سره شو .
د حضرت نبى كريم (ص) د پلار نوم عبدالله ، د نيكه نوم يې عبدالمطلب او د مشر نيكه نوم يې هاشم وو چې دنسب سلسله يې حضرت اسما عيل او حضرت ابراهيم (ع) ته رسيږي .
كله چې د نبى كريم (ص) بختوره زيږيدنه تر سره شوه ، عبدالمطلب هغه (ص) كعبې شريفې ته يووړ او هلته يې ورته دوعاګانې وكړې او د (محمد) په نوم يې ونومولو . البته د نبى كريم (ص) څخه پخوا به عربو كې هيڅوك د (محمد) په نامه سره ياد شوى نه وو.
د نبى كريم (ص) رضاعت :
د مكې په عربو كې داسې عادت وو چې خپل ماشومان به يې اطرافونو ته ليږل ، تر څو په آزاده هوا كې لوى شي .
د نبى كريم (ص) نيكه عبدالمطلب هم د خپل يتيم لمسي لپاره يوه داسې ښځه د مرضعې ((دشيدووركونې )) په صفت پيدا كړه چې تر څو د نبى كريم (ص) پالنه په غاړه واخلي .
كله به چې مرضعې ښځې مكې مكرمې ته راتلې ، نو كوښښ به يې كاوه چې داسې ماشوم ځان سره واخلي چې پلار يې ژوندى وي او د مرضعې ښه پالنه وكړي .
نبى كريم (ص) ډيرو ښځو وليد ، اما څرنګه چې يتيم وو ډيري ښځوبه ځان ورڅخه ژغورلو .
يوې ښځې چې حليمه سعديه نوم يې درلود ، او بل ماشوم يې هم پيدا كړى نه وو ، نبى كريم (ص) يې له ځان سره واخيست او د خپل كلي په لور روانه شوه . كله چې نوموړې مرضعې نبى كريم (ص) له ځان سره واخيست ، په ډاګه پوه شوه چې په هر كار او په هر شي كې يې بركت او ډيروالى پيدا شوى دى. نبى كريم (ص) دې مرضعې سره دوه كاله تير كړل او نوموړې مرضعې به نبى كريم (ص) كله ناكله له ځان سره مكې ته راوستلو تر څوچې مور او نيكه يې له نږدې څخه وګوري .
كوم وخت چې نبى كريم (ص) خپلې رضاعي مور سره شپې او ورځې سبا كولې ، دوه ملايكې راغلې او د نبى كريم (ص) دزړه څخه يې څه توره وينه لرې كړه او زړه يې ورته پريمنځلو او سينه يې بيرته ورته وګنډله .
د بى بى آمنې اوعبدالمطلب مړينه :
كله چې نبى كريم (ص) د شپږو كلونو شو مور يې د (ابواء) په سيمې كې ناروغه او بيا همغلته وفات شوه او د دوه كلونو لپاره خپل نيكه سره اوسيده چې په اته (۸) كلنۍ كې يې نيكه هم وفات شو .
نبى كريم (ص) له خپل تره سره په كور كې :
كله چې عبدالمطلب وفات شو د نبى كريم (ص) پالنه د ابو طالب په غاړه شوه كوم چې د نبى كريم (ص) څكنى تره وو او ډير مهربانه سړى ؤ .
الهى روزنه :
نبى كريم (ص) د خداى تعالٰى په روزنه كې رالوى شو ، چې د جاهليت د دورې له عباداتو څخه پاك ؤ ، د ميړانې د لحاظه ، د اخلاقو له پلوه ، د حيا او ريښتينولۍ او امانت دارۍ له كبله ډير مشهور ؤ ، په خپل قوم كې د (امين) په نامه سره ياديده او د په (۱۴ – ۱۵) كلنۍ كې يې د فجار په جنګ كې هم ګډون كړى ؤ.
نور بيا.......