د dariz dariz لخوا خپرې شوې لیکنې
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواشينۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې د
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمباركۍ پيغام
څومره مې وهلى يې په ياد دې شي ... ؟ ستاسومكناټن خپل اكبرخان تلم xm
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواشينۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهيواد دراډيوتلويزيون پخوانى وياند دكونړونوپخوانى والي ، قومي مشر اوسپين ږيرى عبدالغفوروياند په حق رسيدلى .ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې غړي اودمشرتابه پلاوى دنوموړي په مړينه خواشيني څرګندوي اودارواښاد له كورنۍ سره پدغه غم كې ځانونه شريك بولي دلوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښادته دفردوس جنت اوپاتې كورنۍ ته يې دجميل صبرهيله كوي . اروايې ښاده اوياديې تلددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي
په 1317 ليږديزلمريزكال كې دلروبروپښتنودجرګې يادګاري انځور
يادونه : دغه لاندينى انځور ، چې دافغان رسالې لخوا دفرهنگي او سياسي شخصيت قدرت الله حداد (فرهاد) دغونډې دخبرتيا په شا خپور کړى ، چې مونږ يي دتاريخي او ملي ارزښت له مخې په خپل ارشيف کښې خوندي اومينه والو ته يې وړاندې کوو. &n
دهيواد دكرنې دپخواني وزير ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل لنډ ژوند ليک
چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل د سردار خان زوی په ۱۲۹۸ ليږديز لمريز کال د کابل په ښار کې په يوه دينداره او روڼ اندې کورنۍ کې زيږيدلی . &nb
افغاني ټولنه اودخپلواكورسنيودندې
خبري رسنۍ داوسمهالې متمدنې اوپرمختللې نړۍ دهغوګڼوپرمختګونوله ډلې څخه شميرل كيږي چې پرمټ يې هره ورځ دنړۍ په مليونونوانسانان دخپل چاپيريال له پيښوڅخه ځان خبروي ، پرهغوباندې قضاوت كوي اووروسته يې په اړه خپل نظرڅرګندوي زماپه آند ښې اوغوره رسنۍ هغه دي چې دژورناليزم داصولوله مخې ديوې ټولنې وګړوته په هغه ټولنه كې دورځنيوبيلابيلوپرمختياووپه اړه بې پرې معلومات وړاندې كړي ترڅوهغوى وكولاى شي ددغو معلوماتوپه ترلاسه كولوسره دخپل ټولنيز ژوندانه بيلابيلې چارې تنظيم اوپه اړه يې كوټلي ګامونه پورته كړي .
په افغانستان كې دسرشميرنې اهميت اوستونزې
په يوهيوادكې سرشميرنه ياوګړشميرنه هغه خورا ستره اوله اهميته ډكه چاره ده چې بايد دمجربو ، په كارپوه او بې پرې خلكوله خوا ترسره شي كه چيرې داسې ونشي ښايي ديوهيواد دميشتوقومونو ، سيمو داړوندو، وګړو دشميرې په اړه ناندرۍ رامنځته شي ځكه دنړۍ ټول حكومتونه دخپلوپرمختيايي پروګرامونودپلي كولولپاره دخپلووګړو كره سرشميرنې ته اړتيالري چې زماپه آند افغانستان هم په نړۍ كې دخپل ډول دترټولووروسته پاتې هيوادونوله ډلې څخه شميرل كيږي چې كه افغان دولت وغواړي په هيواد كې خپل راتلونكي پرمختيايي پروګرامونه پلي
مسلمانانوته څه پكاردي ..... ؟
څه موده وړاندې يوځل بيا په يوشميرډنماركي ورځپاڼوكې داسلام دسترلارښودحضرت محمد ( صلي الله عليه وسلم ) كاريكاتورونه خپاره شول اوورسره جوخت دهالنددپارلمان دغړي خيرت ويلدرز له خوا دقرآن عظيم الشان پرضد يوفلم جوړ شو چې دغې چارې دتيرپه څيريوځل بيادنړۍ دمسلمانانواوپه ځانګړې توګه دافغانانوچې له اسلام څڅه ددفاع په اړه په نړۍ كې ځانګړى ځاى لري ، غوسه راوپار
آيا غـواړئ چي الله (ج) ته نـژدې شئ...؟
1. آيا غــواړئ چـي الله (ج) ته نــژدې شــئ؟الله تعالى خپل رسول (ص) ته فرمايي: سجده وكړه او ( پدې توګه خپل رب ته ) نږدى شه.( العلق ۱۹) پيامبر (ص) فرمايي : ( اقرب ما يکون العبد من ربه وهو ساجد ).[i] يعنې بنده خپل رب ته هغه وخت ډير نږدې وي چې په سجده كې وي.نو راځى چې خپل سرونه مو رب ته په سجده باندې روزدي كړو او له خپل رب سره خپله اړيكې
د سيد جمال الدين افغان د مبارزې لارې اوموخې
سيد جمال الدين د شپږو اوو كلونو په عمر ماشوم ؤ چې له خپل پلار سيد صفدر سره له خپل كلي صفدر ګټ څخه كابل ته راغى، دله يې هغه وران كابل ولېد چې انګريزي ښېكلاك پر افغانستان باندې د خپل لومړني تېري ( ۱۳۹- ۱۸۴۲ع) په ترڅ كې چې همدا څلور پنځه كاله وړاندې يې كړى ؤ، د خاورو په ډېرۍ اړولى ؤ؛ د كابل تاريخي بالاحصار وران او كنډر كنډر ؤ او د ښار ټولې برخې داغمنې او زيانمنې وې . د ښكېلاك د دې ظالمانه ورانيو په لېدلو سره د سيد په پاك او دراك زړه كې له دې ظالمانو سره ژوره كركه او كېنه پيدا شوه او له
نظم
ثمر سيرت
د استاد الفت يو نثر يوه دنيا خبرې
د استاد الفت پر نثري ليكنو ګڼې ليكنې شوي، زه غواړم د بيلګې په توګه د هغه يو نثر راواخلم او د بلاغت او اجتماعي پېغام رسولو د كمال له نظره پرې يوه لنډه تبصره وكړم،ځكه موږ د تاريخ په يوه داسې مرحله كې ژوند كوو چې تر هر څه ډېر ټولنيزې اصلاح او د اجتماعي شعور لوړولو ته اړتيا لرو، زموږ ډيرې بدبختۍ زموږ د ګډې شعوري سطحې له ټيټوالي څخه رازيږي. ادبيات او په ادبياتو كې د استاد الفت په
د آنحضرت (ص) سياسي ښيګنې
كه دې ته څوك په ځير وګوري چې آنحضرت (ص) هيڅكله هم دسير او حكمت كتابونه نه و لوستلي ، د پخوانيو خلكو كتابونه يې هم نه و لوستلي او له چا څخه يې تجربې هم نه وې تر لاسه كړې . نو څنګه يې كولاى شواى چې وحشي اعراب رام كړي او حال داچې تردې ډيره سر كش او بې لارې و او څنګه يې په ډير ښه تدبير سره د دوئ سخت زړونه نرم او پر ځان راټول كړل ، آن تردې چې د ده لپاره د خپلو مېندو ،پلرونو ، زامنو او قومونو مقابله وكړي دا معلومه ده چې حضرت محمد (ص) د دومره پراخې اخلاقي مرتبې خاوند ؤ چې آن هغو
نړيوالې اړيکې بايد دملي ګټو په بنسټ ولاړې وي.
په هيواد کې دوروستيو نويو بدلونونو په راتلو سره که له يوې خوا دافغانستان په لور دنړيوالو مرستو مخه را خلاصه شوه له بلې خوا دهيواد په نړيوالو اړيکو کې دپام وړ پراخوالى راغى. د ډيرو لويو او وړو هيوادونو مشرانو په وار وار افغانستان ته سفرونه وکړل. سفارتي اړيکې پيل شوې دهيواد ولس مشر او وزيران بيلابيلو هيوادونو ته وبلل شول . دافغانستان ملي بيرغ له ٢٣ کلونو انتظار وروسته په ټوله نړۍ کې دافغانستان په سفارتونو ورپول شو افغانستان دڅو نړيوالو او سيميزو سازمانونو په غړيتوب ومنل شو او آن دافغانستا
پرونۍ شمالي ټلواله ننۍ ملي جبهه په افغانستان کې دقانون دحاکميت په وړاندې سترګو اښ دى.
دسلواغې په 14 مه نيټه پوليسو دپخواني مليشه عبدالرشيد دوستم کور په داسې حال کې کلابند کړ چې په نوموړي دترک توكمو دشورا دمشر ښاغلي اکبر باى کورته دننوتلو، دهغه دکورنۍ دغړو دوهلو ټکولو او په خپله داکبر باى دوهلو او اختطاف تور ولګيده . دکابل ولايت دامنيې دقوماندانۍ چارواکو خپرونو ته وويل چې جنرال دوستم دپيښې په شپه په داسې حال کې چې نشه ؤ، لطيف پدرام او ځينې نور موتلقين يې ورسره وه له ٧٠ تنو خپل سرو وسلوالو سره يو ځاى دښاغلي اکبر باى په کور بريد کړى دهغه دکورنۍ غړي نار ينه او ښځې يې وهلې ټکولي ا
دارواښاد ملک محمد شريف خان لنډ ژوند ليک
خادم چې څوک په حقه دوطن او دملت شيملت يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي اروا ښاد ملک محمد شريف خان داروا ښاد ملک محمد امين خان زوى او اروا ښاد ښايسته خان لمسى چې په ١٣١٠ هـ لمريز کال د وردګو ولايت دچک ولسوالۍ دبهرام بابا خيلو دکلي په يوه دينداره او پتمنه کورنۍ کې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې په اوه کلنۍ کې يې لومړنۍ زده کړې او ديني ښوونه دجومات له ملا امام څخه پيل کړه چې وروسته دلا زياتې زده کړې لپاره دامبو خاک په ديني مدرسه کې شامل شو چې په (١٣٢٩) هـ ل کال دخپل اروا ښاد پلار ل
د امنيت راوستل ، همغږۍ ته اړتيا لري
امنيت اوبيارغونه هغه كلمې دي چې په هېواد كې دسياسي بدلون په راتلو سره دهر چارواكي دخبروپه سركې لومړى ځاى لري او كه ارزښت ته ئې ځير شو په ريښتيا هم چې دهر انسان په فكر كې خاص ځاى نيسي ځكه هرانسان غواړي په امنيت كې ژوند وكړي اوهېواديې ورغول شي.خو رغونه پرته له امنيت څخه امكان نلري اوبل لورته دامنيت په راوستوكې دخلكوپه كار اچول زيات رول لري ،داپدې مانا چې په اوسني وخت كې امنيت اوبيارغونه تقريبا
دافغانستان دسولې پروسه ریښتینولي غواړي
دافغانستان ولس مشر حامد کرزي څوڅو ځلې دطالبانو مشر ملا محمد عمر آخند ته بلنه ورکړې چې له حکومت سره سولې او خبرو ته حاضر شي او دطالبانو له لوري هم دځينو شرايطو په وړاندې کولو سره خبرو اتروته تيارى ښودل شوى خو کله چې خبرو اترو دخپرونو له لارې لږ زور اخستى په نا څاپي توګه ديوه اړخ له لورې له مخالفت سره مخامخ شوي حال دا چې سوله او خبرې اترې هغه څه دي چې افغانستان نن ورځ تر هر څه زياته اړتيا ورته لري ځکه افغان ولس چې تيرې ديرش کلنې جګړې له هر اړخه ځپلى او بې شميره ځاني او مالي زيانونه يې
له بيړنيوپيښوسره دمبارزې دكميسيون چارواكي په څه لګيادي ..؟
روان 1386 ليږديز لمريزكال په هيوادكې داوبوله پلوه دتيروكلونوپه پرتله خورا ښه كال وو دهيواد په هره سيمه كې بزګرو دپام وړكرنيز حاصلات لاسته راوړل اولدې لارې يې دخپل ورځني ژوند اړتياوې څه ناڅه پوره