په يوهيوادكې سرشميرنه ياوګړشميرنه هغه خورا ستره اوله اهميته ډكه چاره ده چې بايد دمجربو ، په كارپوه او بې پرې خلكوله خوا ترسره شي كه چيرې داسې ونشي ښايي ديوهيواد دميشتوقومونو ، سيمو داړوندو، وګړو دشميرې په اړه ناندرۍ رامنځته شي ځكه دنړۍ ټول حكومتونه دخپلوپرمختيايي پروګرامونودپلي كولولپاره دخپلووګړو كره سرشميرنې ته اړتيالري چې زماپه آند افغانستان هم په نړۍ كې دخپل ډول دترټولووروسته پاتې هيوادونوله ډلې څخه شميرل كيږي چې كه افغان دولت وغواړي په هيواد كې خپل راتلونكي پرمختيايي پروګرامونه پلي كړي نوبايد چې ديوې كره ، بې پرې سرشميرنې له لارې دغه چاره ترسره شي اوكه داسې نه وي نولكه چې پورته مې يادونه وكړه ښايي په هيوادكې دميشتوقومونوترمنځ دباورفضاله منځه لاړه شي اوهيواد يوځل بيا دخرابۍ په لوري ورټيل وهل شي . زماپه آند داچاره هله په خوندي توګه ترسره كيداى شي چې دهغې لپاره ټول اړين شرايط برابروي .
په يوه هيواد كې دسرشميرنې ارزښت ته په پام سره دتيركال په وروستيوكې دافغانستان دسرشميرنې ملي ( ؟ ) ادارې هم  اعلان وكړ چې دروان 1387 ليږديزلمريزكال دغبرګولي په مياشت كې به دهيواد دوګړو سرشميرنه پيلوي نوموړې ادارې پخپل اعلان كې زياته كړه چې ددغې چارې دسرته رسولولپاره يې اړين ګامونه پورته كړي اودټولواړوندومنابعوله پلوه پوره تيارى لري ترڅودغه ملي چاره په پوره ډاډ اوبرياليتوب سره پاى ته ورسيږي نواوس پوښتنه داده چې آيا دهيواد ، دسرشميرنې اوسنۍ اداره اودهغې تركيب په رښتيايوې ملي ادارې ته ورته دى اوكه څرنګه ..... ؟ اوبله داچې آيا دافغانستان اوپه ځانګړې توګه دهيواد دسهيلي سيموعيني شرايط دسرشميرنې لپاره خوندي دي اوكه نه .... ؟ نوددې لپاره چې خبره راڅخه اوږده نشي غواړم په هيوادكې دسرشميرنې دادارې دوروستي اعلان ، په افغانستان كې دنوموړې ادارې له خوا داحتمالي ترسره كيدونكې سرشميرنې دبهيرپه روڼتيا ، ددغې ادارې درښتيني مليتوب اودهغې دتركيب په هكله دخپلې ليكنې په لړكې پورتنيوپوښتنوته دامكان تربريده ځواب پيداكړم :
داچې په يوه هيوادكې سرشميرنه يوه له ډيربنسټيزوچاروڅخه شميرل كيږي نواړينه ده چې ددغې چارې دسرته رسولولپاره داسې يوه اداره اوپه هغې كې داسې كسان په دنده وګمارل شي چې لدغې مسئلې سره پوره بلدتياولري اودكاري وړتياترڅنګ دخپل هيواد دټولواستوګنوپروړاندې خپل بې پريتوب وساتلى شي ځكه چې كه خداى مكړه ددغې ادارې كاركوونكي اوچارواكي پدغه چاره كې په قصدي اويادامكان په صورت كې په غيرقصدي توګه ديوه قوم ، ډلې ، سيمې دوګړو په ګټه لاسوهنه وكړي هرومروبه ډيرې خطرناكه پايلې له ځانه سره ولري اوداځكه لكه چې په سريزه كې مې يادونه وكړه چې دولت دخپلوټولوراتلونكوپرمختيايي پروګرامونودپلي كولولپاره كره سرشميرنې ته اړتيالري نوكه چيرې دسرشميرنې داوسنۍ ادارې تركيب ته په پام سره دغه چاره دهغې له خوا ترسره شي نوفكرنه كوم چې هيوادوال دې ددغې چارې له پايلوڅخه خوښ وبريښي .
زماپه آند دغه اداره يوه رښتينې ملي اداره نده ځكه چې دهغې په تركيب كې دافغانستان دټولوقومونو وګړي په نسبتاً مساوي توګه برخه نلري نوكله چې په هغې كې ديوه قوم پورې اړوند خلك يا له آره برخه ونلري اوكه يې ولري هغه هم دګوتوپه شمير نوبياڅرنګه هغې ته يوه رښتينې ملي اداره ويلاى شو . ديوې رښتينې ملي ادارې ځانګړنه داده چې دهندارې  په څيرپه هغې كې بايد ديوه هيواد ټول وګړي خپله څيره وويني ترڅوهغوى يې پرراتلونكوكړنوباورپيداكړي اوكه داسې نه وي نوبيا نه هغه ملي ده اونه دداډول ملي چارودسرته رسولوجوګه كيداى شي .
لكه څرنګه چې مې پورته يادونه وكړه چې ديوه هيواد ټول وګړي بايد  ددولت له ټولو پرمختيايي پروګرامونو څخه په يوشان اومساوي توګه برخمن شي نواړينه بريښي چې ترهرڅه وړاندې دولت ددغې ادارې په تركيب باندې له سره كتنه وكړي ځكه چې دسرشميرنې اوسنۍ اداره اودهغې ګڼ شميرچارواكي اوكاركوونكي همدا اوس لكه څرنګه چې اړينه ده هسې دخپلې دندې دسرته رسولوپه برخه كې رښتيني ندي دوى دځينوباندنيوهيوادونوپه لمسون دافغانستان دميشتوقومونواوپه ځانګړې توګه دهيواد دسترتوكم پښتنوپه شميره كې دبدلون په لټه كې دي اوغواړي ددغه سترملي خيانت دسرته رسولوپه موخه دسرشميرنې لپاره له ايران څخه ددوى په اصطلاح سلاكاران استخدام كړي نوتركومه ځايه چې دافغانستان اوپه افغانستان كې دپښتنوپه اړه دګرګين دلمسيانوشوم نيت افغانانوته معلوم دى نوفكرنه كوم چې هغه راتلونكې سرشميرنه دې چې دايراني سلاكارانوپه سلامشوره ترسره كيږي ، له لاسوهنې څخه خالي وي سره لدې چې دتيركال دكب دمياشتې په پنځه ويشتمه نيټه دهيواد دسرشميرنې دادارې رئیس ښاغلي عبدالرحمن غفوري له آزادۍ راديوسره ديوه ګردي ميزپه ترڅ كې چې په مشرانوجرګه كې دارزګان دولايت استازي ښاغلي حنفي اوپه هيوادكې دسرشميرنې دچاروكارپوه اووتلي ژورناليست ښاغلي نورالحبيب نثار هم پكې ګډون كړى وه ، دغه خبره رد كړه خوبياهم پدې اړه افغانان ګڼې انديښنې لري  نوددغې ادارې تركيب اودهغې په هكله دافغانانوانديښنوته په پام سره ويلاى شو چې دغه اداره دخپل اوسني تركيب په موجوديت كې يوه بشپړه ملي اداره نده اونه هم افغانان له هغې څخه دخوندي اوكره سرشميرنې تمه كولاى شي .
نوددې لپاره چې دغه چاره په ښه توګه ترسره شي دولت دنده لري چې ددغه كارلپاره له كادري پلوه ددغې ادارې داصلاح ترڅنګ بايد دسرشميرنې  لپاره اړين شرايط برابركړي چې زماپه آند دافغانستان اوسني سياسي اونظامي حالات دهغې لپاره برابرندي ځكه چې همدا اوس دهيواد دسهيلي ولايتونوپه ګڼ شمير سيموكې عملاً جګړه روانه ده هلته ددولت عادي پروګرامونه دپلي كيدو ، وړندي سرشميرنه خولاڅه كوې نوكه چيرې دولت غواړي چې په هيواد كې سرشميرنه ترسره كړي نولومړى بايد په پورته يادوشووسيموكې سوله اوامنيت خوندي كړي اووروسته بياپدې كارلاس پورې كړي .
په پورتني يادشوي ګردي ميز كې ښاغلي حنفي په ډاګه كړه چې په ولسي جرګه كې دپكتيادخلكواستازي ښاغلي فضل الرحمن څمكني راته وويل چې زمادكورنۍ ديرش تنه غړي دي خوكله چې دسرشميرنې ادارې كاركوونكي هلته راغلي وه دهغوله ډلې څخه يې يوازې دشپږوتنونومونه ليكلي اوپاتې څلورويشت تنه يې دايراني اخندانودخوشالولولپاره پرې ايښي همدارازنوموړي وويل چې دمشرانوجرګې اړوند كميسيون ته درارسيدلوراپورونوله مخې په هغې آزميښتي سرشميرنه كې چې دننګرهار ولايت په يوه ولسوالۍ كې ترسره شوې داړوندې ادارې دوړاندې شوي رقم او دخلكوله خوادترسره شوې شميرې ترمنځ شل زره تنه توپيرترسترګوكيږي پدې توګه كه چيرې دسرشميرنې دادارې كاركونكي اوچارواكي دخپلوورځنيوچاروپه ترسره كولوكې دومره رښتيني وي نوخداى دې دافغانانوپه حال رحم وكړي دسرشميرنې په اړه دښاغلي حنفي پورتنيوڅرګندونوته په پام سره افغانان حق لري چې دنوموړې ادارې اودهغې دتركيب په هكله انديښنه ولري.
په افغانستان كې دسږكال دغبرګولي په مياشت كې ديادې شوې ادارې له خواداحتمالي كيدونكې  سرشميرنې په اړه په  پورتنۍ نيټه له آزادۍ راديوسره په مركه كې دنوموړې ادارې  رئیس  ښاغلي عبدالرحمن غفوري ټينګاركاوه چې دسږكال دغبرګولي په مياشت كې بايد سرشميرنه پيل شي سره لدې چې نوموړى دهيواد دسهيلي سيموله سياسي اوپوځي وضعيت څخه پوره خبردى زه نه پوهيږم چې هغه ولې پدې اړه جدي دى ... ؟ چې زماپه آند نوموړى هڅه كوې لدې لارې دوګړودشميرې له پلوه دافغانستان په قومي جوړښت كې پخپله خوښه بدلون راولي ځكه دتاريخ په اوږدوكې دښاغلى غفوري سلفوهم پخپل وارهڅه كړې ترڅودغې شميرې ته دخپلوقومي ګټومطابق بدلون وركړي .
زماپه آند افغانستان دټولوافغانانوګډكوردى اوښاغلي غفوري دافغانستان دحكومت ديوې ملي ( ؟ ) ادارې چې بايد په ټولوافغانانوپورې اړه ولري ، رئیس دى هغه حق نلري چې په يوه داسې ملي موضوع كې په يوازې سرپرته لدې چې دهيواد عيني شرايط په پام كې ونيسي ، ګام پورته كړي اوكه داسې وكړي ښايي چې دګاونډي هيواد ايران په ګډون به يې دافغانستان ددښمنانوپه ژرنده داوبه ورخوشې كيدوڅخه پرته بل څه نه وي ترسره كړي چې پدې سره به افغانستان  دخپل تاريخ ترټولوبدې شپې ورځې ووينې ځكه چې هيڅوك به ددغې ادارې له خوا په احتمالي ترسره شوې سرشميرنه باورونكړي چې زماپه آند پدې صورت كې به يې پايله داوسنيوسياسي اوپوځي ستونزوله زياتيدوڅخه پرته بل څه نه وي .
په پاى كې زماهيله دافغان دولت له مشرتابه څخه دادى چې دتاريخ پدغه حساس پړاوكې دسرشميرنې په ګډون دګڼوهغوافغاني لانجوغوڅولوته دمټې نه رابډوهي كوم چې حل يې دځينودلايلوله مخې داوسني دولت له واكونوڅخه بهروي ځكه دجوړښت له پلوه دسرشميرنې دادارې په څير اوسنى افغان دولت هم دخپل ډول ترټولوله ناندريوډك دولت دى . دغه نظام بايد ترهرڅه وړاندې كوښښ وكړي چې پخپل هيواد كې سوله اوامن ټينګ كړي ځكه چې سوله اوامنيت دټولوټولنيزو فعاليتونوموردى كه چيرې په يوهيوادكې سوله نه وي نوهيڅ چاره په خوندي توګه نشي ترسره كيداى نوښه به داوي چې افغان دولت مخكې لدې چې دداډول بنسټيزوچارو ترسره كولوته ملاوتړي ، هڅه دې وكړي چې پخپل ځان باندې دټولوافغانانوباورپيداكړي چې په هغه صورت كې به دهيواد په هرګوټ كې افغانان دغه نظام دځان ، اوځان ددغه دولت رعيت وګڼي اوكه داسې نه وي نوهسې هم افغانان اوپه ځانګړې توګه پښتانه داوسني افغان دولت له كړنوڅخه ترپوزې راغلي .