يادونه : دغه لاندينى انځور ، چې دافغان رسالې لخوا دفرهنگي او سياسي شخصيت قدرت الله حداد (فرهاد) دغونډې دخبرتيا په شا خپور کړى ، چې مونږ يي دتاريخي او ملي ارزښت له مخې په خپل ارشيف کښې خوندي اومينه والو ته يې وړاندې کوو. 
 
                                     
د ١٣١٧ ليږديزلمريز كال دوږي پر ١٥ نيټه په کابل کښې دوزير محمد گل خان مومند په مشرۍ دلروبرو پښتنو جرگه  شوې وه ، چې دغو ښاغلو په کښې دلاندې شمېرې له مخې برخه اخيستې وه :
١: دمولوي خان منير خان زوې . ٢: محمد پتنگ (گرانک ) دکريم خان زوې ٣: نورمحمد ستانکزى ٤: ډاکټر انوار الحق ٥: مولنا عبدالقادر ٦: وزير محمد گل خان مومند(بابا)٧: ملک سيداخان شينوارى ٨: مولوي خان مير خان هلالي ٩: عبدالخالق خليق ١٠: محمدامين خوږياڼى ١١:  داد محمد خان عمرخېل ١٢: ؟    ١٣: عبدالروف بېنوا(عليزئ)
١٤: سيد قاسم رښتيا ١٥: حاجې گل محمد بړېڅ ١٦: محمد نواز خټک ١٧: حاجي عبدالشکور١٨: حاجې شاه محمد ځاځى ١٩ : شمس الدين مجروح ٢٠: گل پاچا الفت ٢١: سيدرسول رسا ٢٢: قيام الدين خادم (زاخېل) ٢٣: نيک محمد احمدزى (پکتيانى) ٢٤: صديق الله رښتين ٢٥: مولوي عبيدالله ساپى٢٦: امير حمزه خان شينوارى
٢٧ : محمدنورخان    ٢٨: ؟   ٢٩ : محمدرفيق خان کړوخېل  ٣٠: نورمحمد خان دحاجي گل زوې  ٣١: عپدالخالق خان کابلى تاجر
 له  SCPRD پښتوويب پاڼې څخه په مننې سره