څومره مې وهلى يې په ياد دې شي ... ؟ ستاسومكناټن خپل اكبرخان تلم
لكه څرنګه چې هيوادوال خبردي څوورځې وړاندې دانګليستان هيواد په جرسي ټاپوكې دكوربه هيواد په ګډون ددولسو هيوادونوترمنځ دكركيټ سيالۍ پيل شوې چې له نيكه مرغه دروان زيږديز كال دمۍ دمياشتې په يوديرشمه نيټه افغانستان ددغه تورنمنټ پايلوبې ته تررسيدو وروسته كوربه لوبې ته په سخته ماتې وركولوسره ددغې كركيټ لوبې اتل شو.
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي دافغان لوبډلې دغه ستربرى ټول افغان ولس ته مباركي وايي اوله افغان حكومت اوپه ځانګړې توګه دالمپيك دملي كميټې له مشرتابه څخه په كلكه غوښتنه كوي چې هيواد ته ددغې لوبډلې په راستنيدو دكابل په هوايي ډګركې دهغې تودهركلى وكړي ترڅوپه راتلونكونورو نړيوالوكركيټ لوبوكې ورته برى ترلاسه كړي .
دخپلواك ، سرلوړي اوبريالي افغانستان په هيله
دريځ علمي اوكلــــــــــــــــتوري ټولنه ( ميدان ښار )
يادونه : پورتنى انځور له ټول افغان ويب پاڼې څخه كاپي شوى ، دريځ ورڅخه مننه كوي .