دافغانستان ولس مشر حامد کرزي څوڅو ځلې دطالبانو مشر ملا محمد عمر آخند ته بلنه ورکړې چې له حکومت سره سولې او خبرو ته حاضر شي او دطالبانو له لوري هم دځينو شرايطو په وړاندې کولو سره خبرو اتروته تيارى ښودل شوى خو کله چې خبرو اترو دخپرونو له لارې لږ زور اخستى په نا څاپي توګه ديوه اړخ له لورې له مخالفت سره مخامخ شوي حال دا چې سوله او خبرې اترې هغه څه دي چې افغانستان نن ورځ تر هر څه زياته اړتيا ورته لري ځکه افغان ولس چې تيرې ديرش کلنې جګړې له هر اړخه ځپلى او بې شميره ځاني او مالي زيانونه يې ګاللي نور له جګړې څخه ستړى شوى دى خو ستونزه داده چې يا خو دافغانستان دولت دسولې دبهير په هکله ريښتينولي نلري او يا داده چې دسولې دراوستو لپاره ګمارل شوي شخصيتونه او امکانات وړنه دي .
زه فکر کوم چې ولس مشر کرزى چې دځانګړنو له مخې يو عاطفي او زړه سوانده انسان دى دسولې په اړه ښه نظر لري او څو څو ځله يې په دې هکله ټينګار کړى خو له ده څخه چاپيرې ډلې او شخصيتونه ريښتيني نه دي او دسولې په وړاندې پټ او ښکاره خنډونه راولاړوي او بل داده چې ښاغلي کرزي دسولې راوستو دهلوځلو لپاره داسې کسان ګمارلي چې سولې ته درسيدو لپاره يې تر اوسه پورې کومه تګلاره او پلان نه دى وړاندې کړى او صرف دايوه خبره ترې اوريدل کيږي چې که (( څوک اساسي قانون ومني مونږ له هغو سره ستونزه نلرو )) زه فکر کوم دافغانستان په اوسنيو شرايطو کې سوله دومره آسانه کار هم نه دى لکه چې حکومتي چارواکې يې په اړه فکر کوي.
تر څو پورې چې دواړه اړخونه په خپلو خبرو ولاړوي او دانعطاف مننې خواته راونه ګرځي سوله به بيا هم صرف ديوې هيلې په توګه دافغانانو په زړونو کې پاتې وي او په عملي توګه به هيڅ پرمختګ ونه شي . او نه به يو اړخ دبل يوه قناعت لاس ته راوړي په دې اساس ددې لپاره چې افغان ولس يوې واقعي سولې ته لاس رسى ولري او ټول په ورورۍ او آرامۍ کې ژوند وکړي . لاندې چارو ته دې دحکومت لخوا پاملرنه وشي تر څو دواړه ورونه اړخونه سره نږدې شي.
١- تر اوسه پورې په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې تجربو ښودلې چې جګړه په هيڅ صورت داختلافاتو دحل لپاره مناسبه لاره نه ده ډيرې جګړې وشوې خو تر اوسه پورې يوه اړخ هم برياليتوب نه دى تر لاسه کړى او که کومه جګړه تر اوسه پورې پاى ته هم رسيدلى وي دا دمذاکرې او خبرو اترو برکت دى نه دوسلو او وژنې له دې لامله دافغانستان حکومت بايد دننه په حکومت کې دافغانستان دسولې لپاره يوه کره او عادلانه تګلاره وړاندې کړي ترڅو وکولاى شي دحکومت دوسلوالو مخالفو ډلو قناعت تر يو حده پورې لاس ته راوړي او هغوى مطمئن شي چې حکومت زمونږ منلو او زغملو ته تيارى لري .
٢- ددې تګلارې په جوړولو کې دې له ټولو ملي او علمي شخصيتونو ، سياسي ډلو او قومي مشرانو سره خبرې وشي او دهغو سلا مشوروته دې په درنه سترګه وکتل شي تر څو دسولې پروګرام له حکومتي چوکاټ څخه ووځي او ولسي بڼه غوره کړي او په عملي توګه دې ټولو سياسي ډلو ، شخصيتونو او قومي جوړښتونو ته رول ورکول شي تر څو دحکومت او مخالفينو تر منځ فاصلې لنډې کړي او ټول اړخونه په يوه ټغر سره راټول کړي .
٣- افغان حکومت دې خپلو نړيوالو مرستندويانو په تيره بيا ملګرو ملتونو ته قناعت ورکړي چې دسولې دملي تګلارې څخه ملا تړ وکړي او په دې برخه کې خپلې لاسو هنې ودروي افغان اولس نه غواړي چې تګلاره ورته نور جوړه کړي. زمونږ هيله داده چې افغانان په خپلو منځو كې دخپلو ستونزو دحل لپاره په لارو چارو باندې سره سلاشي او نړيواله ټولنه بايد له افغانانو سره په مالي او تخنيکي برخه کې ملا وتړي .
٤- اوس مهال دناټو دسازمان له خوا داسې اوريدل کيږي چې غړي هيوادونه بايد دافغانستان سهيل ته نور پوځيان وليږي ترڅو ددوى په وينا له تروريزم سره ښه مبارزه وکړي زه فکر کوم دناتو دا ډول څرګندونې دافغانستان دسولې پروسه نوره هم تر ينګلې کوي ځکه چې په افغانستان كې دجګړې له عواملو څخه يو هم احساسات او پارونکي غبرګونونه دي او په دې سره به دحکومت اومخالفو تر منځ فاصله نوره هم زياته شي او امکان لري چې په خلکو کې دحكومت دمخالفو ډلو دملاتړ حس پياوړى کړي.
٥- له بلې خوا دافغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې نه دى توانيدلى چې نړيوالې ټولنې ته قناعت ورکړي تر څو دبهرنيو وسلوالو ډلو او افغاني طالبانو تر منځ توپير وکړي. زه فکر کوم هغه وسلوالې ډلې او مرور کسان چې د خپلو متبوع هيوادونو له حکومتونو سره بنيادي اختلافات لري او د شپو ورځو دتيرولو په بهانه د ډيورند کرښې دې خوا او هغې خوا اوسيږي دهغوى موضوع تر ډيره حده په افغانستان پورې اړه نلري او دا دنورو اسلامي هيوادونو دنده ده چې دخپلو مرورو اتباعو دپخلاينې لپاره لاس په کار شي خو تر کومه ځايه پورې چې دافغاني طالبانو او نورو مخالفو ډلو خبره ده دا دافغانستان يوه ملي مسئله ده چې هيله ده افغان چارواکي دې ټکي ته ځير شي او هغوى ته دې بلنه ورکړي چې خبرو اتروته تيارى ونيسي دخبرو اترو په ترڅ کې به هغوى هم خپلې غوښتنې او نظر يې وړاندې کړي امکان لري هغوى هم ځينې وړانديزونه ولري چې دافغانستان په ګټه وي او که داسې وي دهغو ښې او ګټورې خبرې دې واوريدل شي او حتى ودې منل شي او که چيرې دهغو ځينې نظريې په عملي توګه ناشونې وي قناعت دې ورکول شي تر څو له هغو څخه تير شي.
٦- زه په دې آند يم چې ترڅو پورې د دولت او مخالفينو تر منځ داعتماد او باور فضا رامنځ ته نه شي دخبرو اترو طمع نه شي کيداى خو کله کله دنړيوالې ټولنې له خوا ځينې داسې کارونه تر سره کيږي چې دغه فضا نوره هم خړ وي دبيلګې په توګه دطالبانو په حکومت پورې اړونده ځينې شخصيتونه چې اوس مهال له حکومت سره مخالفت نلري او په کابل کې يې سوله ئيز ژوند غوره کړى نه يوازې دا چې تر اوسه پورې په سياسي او ټولنيزو جوړښتونو كې نه دي جذب شوي بلکې کله کله ددوى په وينا دتورو لستونو په ليکه کې راوستل کيږي حال دا چې دغه ډول کړنې دافغانستان دسولې پروګرام ته زيان رسوي او داعتماد او باور فضا له منځه وړي ځکه چې د دولت مخالفين فکر کوي چې تر اوسه په کابل کې د ميشتو پخوانيو طالب چارواکو په اړه باورنه کيږي نو له مونږ سره خو دولت کله هم خبروته نه کښيني. آن تر دې پورې چې دا ډول کړنې په دولتي جوړښت کې له شاملو کسانو سره هم کيږي.
٧- په کار خو داوه چې په افغانستان کې دروانو پوځي عملياتو دبهير او څرنګوالي په اړه دافغانستان حکومت خپل رول ددې هيواد دواکمن په توګه ادا کړى وه او دافغانانو سيميزو قومي او کلتوري جوړښتونو ته په پام سره يې په روانو پوځي عملياتو ځينې محدوديتونه لګولي وه .
ترڅو عام ولس ته زيان نه وه رسيدلى او په خلکو کې د دولت په ضد نارضايتونه ، نه وه رامنځ ته شوي خو په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې امريکائي ځواکونه پر ته له دې څخه چې دافغانانو کلتوري او ديني ارزښتونو ته پاملرنه وکړي په خپل سر عمليات کوي په بمباريو کې بې ګناه خلک وژني په کورونو او کلو بمونه غورځوي پرته له اجازې دخلکو کورونو ته ور ننوځي، کورونه تلاشي کوي او بې ګناه خلک بنديانوي هر هغه څوک چې پښتو وائي پګړى تړي او ږيره پريږدي هغه ته دطالب او القاعده په سترګه ګوري او همدا اوس دګوانتامو، بګرام او څرخي پله زندانونه له پښتنو څخه ډک دي او ټول پښتانه له دې امله ناخوښه دي او دا پخپله نه يوازې دا چې نورې ستونزې پيدا کوي دسولې پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي چې هيله ده دولت دې ټکې ته جدي پاملرنه وکړي.
٨- نن ورځ په نړۍ کې ټولو سياسي او نورو اهدافو ته درسيدو لپاره رسمي جوړښتونو او اداروته اړتيا ده او دافغانستان دسولې دپروګرام دپلې کيدو لپاره يوې ځواکمنې او پياوړې ادارې ته اړتيا ليدل كيږي چې وکولاى شي دسولې او ثبات دراوستو لپاره په تګلارو کار وکړي او په سمه توګه يې پلې کړي او ددې ډول ادارې په سر کې چې کوم کسان کار کوي هغه بايد پخپله تر هرڅه دمخه په سوله او عدالت باور ولري پخپله دجګړو قهرمانان ونه اوسيږي او دکار کولو لپاره وخت او اداره ولري خو آيا دسولې دټينګښت دکميسيون اوسني واکمن ددې شرايطو لرونکي دي...؟
زه فکر کوم چې دسولې دټينګښت دکميسيون رئيس او نور چارواکې ددې وړتيا نلري چې دسولې دراوستو لپاره هلې ځلې اصلي موخې ته ورسوي ځکه چې :
الف – دحضرت صاحب صبغت الله مجددي تيرې سابقې ته که وګورو هغه له سولې څخه په جګړې کې ډيره تجربه لري نو موړى دکابل دورانيدو په جګړه کې دهمغږې شورا فعال غړى وه او دده د دوه مياشتني حکومت په دوره کې دافغانستان ټولې ملي او شخصي شتمنۍ لوټ شوې خوده يې مخه ونه نيوله .
ب – هغه څوک چې دسولې لپاره کار کوي هغه بايد له هرڅه وړاندې قانون ته درناوى ولري خو حضرت صاحب په دوه لويو مواردو کې قانون مات کړى . يو دا چې داساسي قانون د ١٥٢ مادې له مخې دملي شورا غړي او رئيسان ددندې دتصدۍ په وخت کې بله دنده نه شي تر سره کولاى خو مجددي صاحب له يوې خوا دمشرانو جرګې رئيس او بل ځاى دسولې دټينګښت دکميسيون رئيس دي او دسولې دراوستو چاروته وخت نلري.
او له بلې خوا دسياسي ګونډونو دقانون د ١٣ مادې د ٢ فقرې په اساس شخص نه شي کولاى په يوه وخت کې له يوه څخه دزياتو ګوندونو غړيتوب تر لاسه کړي خو حضرت صاحب له يوې خوا دملي نجات ګوند غړى او رئيس دى او له بلې خوا دحرکت انقلاب اسلامي ګوند غړى او رئيس دى له دې امله دولت ته په کار ده چې دسولې دکميسيون په رهبرۍ کې بدلون راوړي .
په پاى کې د دولت له مخالفو ډلو څخه هم طمع کيږي چې د دولت دسولې وړانديز ومني ځکه سوله دافغانستان ستره اړتيا ده .