دميدان وردګومركزي ولايت چې دكابل په ۲۵ كيلومترۍ كې پروت دى اواټكل له مخې نږدې اوه سوه زره ( ۷۰۰۰۰۰ ) وګړي لري ، دهيواد دنورو ولايتونوپه څيريوله هغوولايتونوڅخه دی چې اوسيدونكويې په بيلابيلوتاريخي پړاونوكې دراز راز قربانيوپه ګاللوسره له خپل پلرني ټاټوبي څخه ننګه كړې اوپه هرډول خوږواوترخو شرايطوكې يې دهيواد دمصلحت اوسرلوړۍ په لاره كې ګامونه اوچت كړي اودټولواغزنوحالاتوپه وړاندې يې سينه سپرګرځولې خوپه ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې ددې ټولوسرښندنوسره سره يې دودانيزواودبيارغونې په چاروكې دواكمنوحكومتونودپاملرنې په محراق كې ځاى ندې نيولى . اوهمدالامل دى چې اوس مهال دهيواد يو وروسته پاتې ولايت دى اووګړي يې دژوندانه په بيلابيلو برخوكې له راز راز ستونزوسره لاس اوګريوان دي .
ددې لپاره چې موضوع لانوره هم روښانه شي په تيرودريولسيزوكې دنوموړي ولايت تاريخي شاليدته يوه لنډه كتنه كوو اوبيا دښاغلي عبدالجبار نعيمي هغه نوښتونه څيړوكوم چې دميدان وردګوولايت دوالي په توګه دده دګومارلوله نيټې څخه راپديخوا يې سرته رسولي . . كله چې دارواښادشهيدسردارمحمـــدداود خان دولس مشرۍ پرمهال دټول هيوادپه كچه داداري واحدونو دويش اوسمون پروګرام پلى شو ميدان وردګ هم د۲۸ اته ويشت ولايتونو له جملې څخه يو هغه وه چې په ډيرلږوخت كې ددولتي تاسيساتو اوسيمه ايزو اداروخاوندشو . اولاهم دپرمختګ په پوله مخ په وړاندې روان وه .
خوپه ډيره خواشينۍ سره بايد يادونه وكړو چې دسردارمحمد داود خان شهادت اود۱۳۵۷ كال دغوايي داومې نيټې كودتاه نه يوازې دميدان وردګو ولايت بلكې ټول افغانستان دهغه له پرمختيايي خدمتونوڅخه بې برخې كړ . دكمونست حكومت دواكمنۍ په اوږدوكې دميدان وردګو ولايت كې پرته له يوې ودانۍ څخه چې هغه هم د KGBدګوډاګي اوولس زورونكې ډلې ( خاد ) په واك كې وركړشوې وه ، بل هيڅ پرمختيايي كارترسره نشو اوداهم ديادونې وړ دي چې دمحمدداودخان دوخت جوړې شوې ودانۍ هم دمجاهدينو اوكمونستي حكومت ترمنځ په جګړوكې ونړيدې اوځينې يې له خاوروسره خاورې شوې .
هغه سيمې چې دجهاد په وخت كې دجهادي تنظيمونوپه واك كې وې . ټول ښوونځي يې په اورلاهواودمجاهدينوداحساساتو قرباني شول اوپدې توګه دميدان وردګوپه ولايت كې دښوونې اوروزنې لمنه هم ټوله شوه. . يوه بله موضوع چې يادول يې اړين بولم هغه داده چې دميدان وردګو ولايت ددې له امله چې په كابل پورې نښتي اودهيواد دپلازمينې په ۲۵ كيلومتري واټن كې دكابل ، كندهارپه لويه لاره پروت دى دخپل ستراتيژيك موقعيت له مخې يې سرو پوځونوته ډيرارزښت درلود اود دې لپاره چې دوى وكولاى شي په كابل باندې خپله واكمني ټينګه وساتي غوښتل يې دميدان وردګوولايت اوپه ځانګړې توګه دكندهار ، كابل لويه لارهم پخپله ولكه كې ولري اوهمدلامل وه چې روسانو په افغانستان كې دخپلې ښكيلتياپرمهال دې هدف ته درسيدولپاره په نوموړي ولايت كې دجګړواوردتل لپاره بل وساته اوپه پايله كې يي ټول كلي ، كورونه ، اوټول ګټي تاسيسات له خاوروسره خاورې شول .
دكمونستي حكومت ړنګيدل اودافغان مجاهدينو واك ته رسيدل په ښكاره توګه يوله هغوبرياليتوبونوڅخه وه چې افغان ولس ته دتيروجګړو له امله دورپيښو ستونزودله منځه وړلو اودوران ويجاړافغانستان دبيارغونې هيلې هم ورسره مل وې . خوپه خواشينۍ سره بايد وويل شي چې داسې ونه شول دافغان كورپه كوركيووويشل شو . پاټك واكي قوماندان واكۍ اوټوپك واكي وركې حاكمه شوه دميدان وردګوولايت هم يوله هغوولايتونوڅخه وه چې ترټولوزيات پدې ناخوالوكې ښكيل وه . دميدان وردګوټول اوسيدونكي پدې شاهد دي چې په هغه وخت كې زمونږ واكمن دهمدغه ولايت اوسيمې اوسيدونكي وه همدلته زيږيدلي وه همدلته يې خاپوړې كړې وې دهمدې وطن په اوبو، هوا اوغلودانو لوى شوي وه اوبالآخره دهمدې سيمې دبچيانودوينوپه بركت واك ته رسيدلي وه اوهره ورځ يې دحق العبور ، ماليې اوعشرپه نامه په ميليونونوافغانۍ تولولې خوپرته لدې څخه چې خپلوځانونوته يې پانګونې وكړې دولس اوخلكولپاره يې يوه خښته هم په بله خښته كښينښوده سره لدې چې ددې سيمې اوسيدونكوپه هغه وخت كې ښوونځۍ ، لارې ، پلونواوروغتونونوته سخته اړتيادرلوده اوناروغانو به يې په لاره كې خپل ژوند له لاسه وركاوه. . دطالبانودواكمنۍ په لومړيوكې دميدان وردګوولايت يوځل بيادجګړې په لومړۍ كرښه بدل شو اوبياكله چې دكابل ښارهم ددوى دواكمنۍ لاندې راغى لږ ترلږه امنيتي وضعه ښه شوه خوپه ودانيزه برخه كې پرته دولايت دمقام له يوې ودانۍ څخه چې هغه هم بيانيمګړې پاتې شوه بل هيڅ عمراني كارترسره نه شو.
دطالبانوپه له منځه تلوسره د دوی په لاس له منځه تللي پخوانۍ ډلې يوځل بيا واك ته ورسيدې اوېه ډير لږ وخت كې يې دواك ريښې دومره وغزولې چې آن دښاغلي حامدكرزي په مشرۍ موقته اداره يې هم دكابوكولو جوګه نه شوه اوپدې توګه ټول هغه عوايد كوم چې دميدان وردګو په ولايت كې له ملي منابعوڅخه لاس ته راتلل دوخت دواكمنوكڅوړوته ورولويدل اوددې پرځاى چې مركزي حكومت ته سپارل شوې وه اويا دخلكودستونزودله منځه وړلوپه موخه لګول شوي وه . لوكس موټرونه اودكابل په خوشحال خان مينه كې ښكلې ودانۍ پرې واخستل شوې. . څه موده وروسته سيف الله احمدزى ددې لپاره چې لاس يې دباچاخان ځدران له ګريوان څخه رالنډ شي دښاغلي حامدكرزي له خوادميدان وردګو ولايت دوالي په توګه وټاكل شو. خونوموړي نه يوازې دخپلې دندې په ټوله موده كې له دفترڅخه هم رانه وت بلكې ترډيره حده دامنيې قوماندان داغيزې لاندې وه. . حميدالله توخى ددې له امله چې ډيرلږوخت دميدان وردګودوالي په توګه پاتې شو ، په اړه يې قضاوت كول ښايي ناشونى وي خورازمحمددليلي چې دطالبانودواكمنۍ له راپرزيدوڅخه راپدې خوا دميدان وردګوپه ولايت كې څلورم والي وه اوڅه دپاسه يوكال پدې دنده كې پاتې شو دهغوواكمنودليكې په سركې دى چې دميدان وردګودخلكوله سختوګيلوسره مخامخ ده ځكه دى پداسې حال كې دنوموړي ولايت مسول و چې په ملياردونوډالره مرستې افغانستان ته را روانې وې خوده ونشوكړاى اويايې نه غوښتل چې مركزې حكومت ته دميدان وردګوپه ولايت كې دبيارغونې دپيليدوپه هكله قناعت وركړي داخولاڅه كوې چې آن دنوموړي ولايت موجوده امكانات هم دولس په ګټه ونه لګول شول آن تردې پورې چې ددې ولايت دحاجيانوبرخه هم نورو ولايتونوته وركړل شوه لنډه داچې په ياده شوو دورو كې هيڅ داسې پرمختيايي كارندى ترسره شوى چې دخلكوپه ژوندكې يې كوم بدلون راوستى وي .
خود۱۳۸۳ كال دكب دمياشتې له ۱۶ نيټې څخه راپدې خوا چې ښاغلى عبدالجبار نعيمي دميدان وردګو ولايت دوالي په توګه ګومارل شوى دنوموړي ولايت په څيره كې يوځانګړى بدلون راغلى.
ښاغلى عبدالجبارنعيمي چې يوځوان ، وطنپال اودملي احساس خاوند شخصيت دى په ډيرلږوخت كې پدې وتوانيده چې له كلونوكلونوڅخه راپدېخوا په ټپه ولاړ اداري نظام په پښوودروي . نوموړي ولايت ته دښاغلي نعيمي په راتلوسره دتيروشپږومياشتوپه اوږدوكې دبيارغونې په برخه كې دومره پرمختګ شوى چې تصوريې هم نه كيده . دميدان وردګوولايت چې دجنګ جګړو، دربدريواوناخوالوپه وخت كې يې دمطبوعاتي خپرونوپه سركې لومړى ځاى درلود نن ورځ دښاغلي نعيمي دخدمتونواونوښتونوله بركته داسې ورځ نشته چې يوتلويزيون ، راديو اوياچاپي خپرونې په نوموړي ولايت كې ديوه پرمختيايي كار دپيل خبر خپورنكړي .
زه ښاغلي نعيمي ته پخپله دنده كې دبرياليتوب له امله مباركي وايم اودميدان وردګوولايت ديوه اوسيدونكي په توګه مننه ورڅخه كوم چې دولس په خدمت كې يې له هيڅ راز هڅواوهاندڅخه مخ ندى اړولى اوددې لپاره چې په وطن اوملت باندې ددغه مين ځوان قدرداني مې كړې وي دميدان وردګوولايت خلكوته دده له خدمتونوڅخه په لنډ ډول يادونه كوم .
رښتياخبره ده چې زمونږ جګړه ځپلى هيواد دكلونوكلونوناخوالوله ګاللووروسته ډيرې ستونزې لري خويوشى چې دافغان ولس ملي سرمايه اودبقا نښه ده هغه په افغانستان كې دميشتوورونوقومونوترمنځ ملي يووالى ده ښاغلي نعيمي دخپل مسوليت په ساحه كې زيارايستلى چې داولسونوترمنځ ديووالي اوپوهاوي بهيرپياوړى كړي . نوموړى وخت په وخت دبيلابيلوسيمومخور، سپين ږيري ، قومي مشران ، علما اومتنفذين دمذاكرې په ټغركينولي اودوى ته يې ديوالي اوورورولۍ بلنه وركړې اودغه راز دميدان وردګوولايت داوسيدونكودستونزودحل لپاره يې ددوى نظريات اوريدلي .
امنيت اومصونيت دانساني ژوندانه له لومړنيواړتياوڅخه دى محترم نعيمي دميدان وردګوپه ولايت كې دامنيتي وضعې دټينګښت په لاره كې نه ستړي كيدونكې هلې ځلې كړي اوپه ځانګړې توګه يې له جهادي قوماندانانوسره دخبرواترو په نتيجه كې هغوى دوسلوسپارلوپروسې ته هڅولي . دپارلماني ټاكنو دكمپاين په وخت كې اوله هغه څخه وړاندې دښاغلي نعيمي په نوښت دولايت په مركز كې څوځلي غونډې رابلل شوي ترڅو دهوسا اوخوندي ټاكنولپاره لاره اواره كړي اوديادونې وړده چې نعيمي صاحب پدې كاركې ډيربرياليتوبونه هم درلودل چې ښه بيلګه يې په خوندي اوسوله ايزو شرايطوكې دټاكنوترسره كيدل دي .
تاريخي اثارزمونږ دهيواد معنوي سرمايه ده چې زمونږ دلرغوني تاريخ څرګندونه كوي اوپدې توګه په كلتوري برخه كې ځانګړى اهميت لري . ښاغلي نعيمي زمونږ دتاريخي وياړونودساتنې په لړكې دميدان وردګوولايت دنرخ په ولسوالۍ كې دالغتا تاريخي ښارګوټى دداړه مارانوله خولې څخه وژغوره اودادى په پام كې ده چې په راتلونكي كې دميدان وردګوولايت هم ديوغيرمنقول موزيم خاوند وي اوكه خداى كول ډلې ډلې سيلانيان به ورته راروان وي چې دابه دسيمې په اقتصادي وضعيت كې مثبت بدلون هم راولي .
دكوكناروپرضد مبارزه چې دبشريت ضد بوټى ده اوپه وروستيوكلونوكې يې دافغانستان موقف په نړيواله كچه له پوښتنې لاندې راوستى وه دافغانستان دحكومت په لومړنيوپروژوكې شميرل كيږي ښاغلي نعيمي له علماوو ، مشرانواوځمكوالوسره له خبرواترو وروسته پدې وتوانيد چې دميدان وردګوپه ولايت كې دكوكنارو كركيله په سلوكې سل له منځه يوسي .
ښاغلى نعيمي په تيروديرشواوياڅلويښتوكلونوكې يوازنى والي وه چې دولايت ټولواداري واحدونوته يې سفرونه وكړل اوله خلكوسره يې دهغودستونزوپه هكله له نږدې څخه وكتل چې داموضوع پخپله حامدكرزي هم دواليانوپه سرتاسري كنفرانس كې ياده كړې وه. . زماښه په ياددي چې پخوا به دميدان وردګوولايت دولتي مامورينويوازې دغرمې تر دولسوبجوپورې اداري كارونه كول اوله هغه وروسته به دوالي په ګډون په اداروكې يوكس هم نه ليدل كيده خوښاغلي نعيمي پخپل درايت اومديريت سره هغه په ټپه ولاړه اومړه اداره كې يوځل بيا دمديريت ساه وځغلوله اواوس ټولې دولتي ادارې دسهارله اتوبجوڅخه دمازديګر تر۴ بجوپورې دمراجعينوپرمخ خلاصې وي .
ښاغلي نعيمي دخپل خدمت په دوره كې دميدان وردګوپه ولايت كې دپام وړ اداري اصلاحات راوستل . دټولواداري واحدونوولسوالان يې له سره نوي وټاكل اويايې سره بدل رابدل كړل دغه راز په امنيتي وضع كې دبدلون په موخه يې دټولوولسواليو دامنيې په قوماندانيوكې فوق العاده بدلونونه راوستل . ديادونې وړده چې دنعيمي صاحب په نوښت اومرستې داداري اصلاحاتو كميسيون پدې وتوانيده چې په نوموړي ولايت كې داداري اصلاحاتړپروګرام پيل كړي چې ښه بيلګه يې په اوس وخت كې دكرنې اومالدارۍ د رياست لپاره دڅوتنو سيالي ده چې دلياقت اوتخصص په اساس به ټاكل كيږي .
دغه راز نعيمي صاحب دميدان ښار دښاروالۍ په ګډون دپوهنې ، حج اواوقافوپه رياستونوكې هم بدلونونه راوستل چې موخه يې اداري اصلاحات اودچاروښه پرمختګ دى .
نوموړي دخپلوپرمختيايي پروګرامونودهمغږيتوب اوسمون لپاره اودغه راز پرمختيايي پروژوته دبسپنودجلب په موخه وخت په وخت له وزيرانو، دموسساتوله مسولينواودبهرنيوهيوادونوله سفيرانوسره كتلي اوهغوته يې ددې ولايت دستونزو اواړتياوو په هكله معلومات وركړي. . په رښتيا سره چې دهيواد پرمختګ په راتلونكي كې دمعارف په وده پورې تړلي ښاغلي عبدالجبار نعيمي چې يومعارف پروره والي ده پدې ولايت كې يې دپوهنې په ډګر كې زيات زيارايستلى اوپه تيرو شپږو مياشتوكې يې څوښوونځي له سره ودان كړي چې لدې جملې څخه دميدان ښاردفاميليو ښوونځى ، دچك ولسوالي كې دبيك سمندښوونځى ، دجغتوپه ولسوالۍ كې دمحمدجانخان وردګ ښوونځۍ اودجلريزپه ولسوالۍ دامام اعظم صاحب ښوونځۍ ديادونې وړدي. دغه راز له كومه وخته راپديخو چې نعيمي صاحب دميدان وردګودوالي په توګه ټاكل شوى په بيلابيلو برخوكې پرمختګونه شوي چې په لاندې ډول دي :
· دولايت دپارك ډبره كيښودل شوه اوپه زرګونو ميوه لرونكي اوښايسته كوونكي ونې پكې كښينول شوې دمهاجرينوښارګوټى پرانستل شو او۲۰۰۰ كډوالوته دكورونولپاره ځمكې وويشل شوې .
· دوالي صاحب اودښارجوړولواوكورجوړولودوزير له خواپه ۲۰۰۰ جريبه ځمكه كې دصنعتي پارك ډبره كيښودل شوه .
· ددايمرداد ، جلريز ، سيدآباد ، نرخ اوچك ولسواليو لپاره دمجهزو ودانيو د بنسټ ډبرې كيښودل شوې اوپه چټكۍ سره يې كارونه روان دي .
· دميدان وردګوولايت په مركز كې دښاغلي نعيمي اودعامې روغتيا دوزيرله خوا دجراحۍ دڅانګې د پنځوس بستريز روغتون دبنسټ ډبره كنښودل شوه .
· دجمهورريس له فرمان سره سم دكوچيانو دميشت كولوپه موخه دولايت په مركز كې ۶۰۰ نمرې كوچيانوته وويشل شوې .
· دولايت دامنيې قومانداني په دوه پوړوكې ودانه اودپوليسوپه واك كې وركړل شوه .
· دولايت دمقام ودانۍ چې دطالبانو په وخت كې يې كارپيل شوى وه اونوركارونه يې نيمګړي پاتې وه دنعيمي صاحب په كوښښونو په دوه پوړونوكې په عصري ډول جوړه اودګټې اخستنې وړوګرځيده .
· دښاروالۍ ودانۍ اوتالارپه ښه توګه ورغول شو اوپه انګړكې يې ديوه ښكلي پارك بنسټ كيښودل شو.
· دښځوچارو درياست ودانۍ ډبره كيښودل شوه اوكاريې پاى ته ورسيده .
· دكرنې دودې اوپرمختياپه موخه داوبويوبند جوړشو.
· دولايت په مركزكې ديوه دولتي رستورانت دبنسټ ډبره كيښودل شوه اودودانۍ چارې يې دښاروالۍ دعوايدوپه مټ پرمخ روانې دي .
· هغه پل چې دنرخ اوجلريزولسوالۍ دولايت له مركزسره نښلوي اودسيلابونوله امله ويجاړشوى وه دودانۍ كاريې پيل شوى ده .
· دولايت په انګړكې ديوه ښكلي جومات دبنسټ ډبره ايښودل شوې اوچارې يې په مخ روانې دي .
· نعيمي صاحب دملي وحدت دسمبول په نوم دكابل ، كندهار دلويې لارې په سر دتخت كوتل په سيمه كې يوه دروازه جوړه اودښاغلي كرزي په عكس يې ښكلې كړې .
· دولايت په سركونوكارپيل شوى اوكه خداى كول ډيرژربه په پاخه اواساسي ډول جوړشي .
داوه هغه پرمختيايي كارونه چې ښاغلي نعيمي په ډيرلږوخت كې سرته رسولي اولكه څنګه چې له مطبوعاتو څخه اوريدل كيږي ښاغلي نعيمي په نوموړي ولايت كې نورپرمختيايي پروګرامونه هم لري چې داوس لپاره ديوه مجهزمحبس اودارواښاد ډاكترعبدالوكيل دخدمتونوددرناوي په وياړ ديوه مناريادونه كولى شو.
په پاى كې زه يوځل بيا دښاغلي نعيمي لپاره دبرياليتوبونودعاكوم اودميدان وردګوولايت له خلكوڅخه غوښتنه كوم چې مرسته ورسره وكړي اوهغه كسان چې دښاغلي نعيمي په راتلوسره يې خپلې نامشروع شخصي ګټې له لاسه وركړي له والي سره همكارۍ ته رابولم اوكه چيرې مرسته نه ورسره كوي نولږترلږه ستونزې خودې نه ورته پيداكوي .
ژوندي دې وي دهيواد رښتيني خدمتګاران
تل دې وي افغانستان