دا ښكاره خبره ده چې مطبوعات په يوه منظمه ټولنه كې كارنده رول لري  د خلكو او حكومت تر منځ پول واقع كيږي تر څو د خلكو ستونزې او غوښتنې حكومتي چارواكو ته ورسوي ، خو ځينې بيا مطبوعات د يوو دولت څلورمه قوه هم  بلي  په هيواد كې د مطبوعاتو د آزادۍ په راتګ سره ځينو خپلواكو رسنيو په كار پيل وكړ ، چې تر يو څه بريده يې ځينو خپل ملي رسالت ا دا هم كړ ، خبرونه  يې له حكومتي انحصار څخه را خلاص كړل د ځينو خاينو او جنايت كارو ډلو ټپلو څيرې يې له خپلو لارو ملت ته را بربنډې كړي د خلكو ستونزې يې له خپلو لارو چارواكو ته و رسولې او ............ خو ځينو پرته له دې چې د خپل هيواد تاريخي شا ليد يې په پام كې نيولى وي په داسې خپرونو پيل وكړ چې زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټكر كې واقع شول  دې تلويزيونونو لومړى په بربنډو فلمونو پيل وكړ تر څو له بهرنيو سرچينو څخه ځانته پانګې را جلب كړي . خو ځينو بيا ددې تر څنګ پردۍ پالنې ته ډير پام واړاوه د يو هيواد فرهنګي چوپړ ته يې ملا وتړله ترڅو د هغوهيوادونوارمانونه پوره كړي كوموچې ، د پخوانيو عقدواودښمنيو په اساس چې زموږ له هيواد ،كلتور او ارزښتونو سره يې لري خپل منفى كړه وړه وردننه كړي او زموږ ژبه د خپلې ژبې تر اغيزې لاندې راولي او همداسې هم وشول .
دا تلويزيونونه چې ورځ په ورځ د ملت د اكثريتو خلكو كركه او نفرت ورسره زياتيږي حكومت يې بايد مخه نيولې واى .
خو داسې ويروس او پرازيت خپروي چې ځينو هغو تلويزيونونو چې د ملي ګرايي غورې يې كولې هغه  يې هم تر اغيزې لاندې راوستل .
شمشاد چې د ( ستاسو په خوښه او ستاسو په ژبه ) تر شعار لاندې خپرونې كوي داسې زهر جن او مضر عناصر وردننه شوي چې ورو ورو د طلوع په پله پل ږدي .
درويش دورانى وايي : 
دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه
خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه
درويش ورپسې ټول عمر اخيستى و څراغ
خو چيرې يې ونه مونده غمخور د پښتانه
دا تلويزيون چې ډير خلك يې د ليد و تږي وه او داسې يې انګيرله چې زموږ اسلامي او افغاني كلتور ته به تر يوې اندازې پراختيا او د پياوړتيا لپاره به يې هاند او هڅې وكړي  ، خلك چې له طلوع او نورو تلويزيونونو څخه پوزې ته راغلي وه او په دې لټه كې وه چې يوه ورځ به يې د يو داسې تلويزيون په ليدو تنده ماته شي چې هغه به زموږ دملي كلتور په روحيه سمبا ل وي  داسې خپرونې به ولري چې د افغانستان داصيلو بچيانو لپاره دمنلو وړ وي  ، خو دا رښتيا ده چې شمشاد زموږپه خوښه زموږ په ژبه خپرونې كوي ځكه چې ( پوهنتون ته دانشګا ، پوهنځي ته دانشكده او سترې محكمې ته دادګاه عالي وايي ) او بله داچې د اساسي قانون خلاف د ښاغلي مخدوم رهين طرحه چې لومړى دې دري او دوهم دې پښتو خبرونه وي ( د ۷ او ۸ بجو خبرونه ) هغه يې هم په ځان عملي كړي او .......... ؟
دې خبرې  ته په پام سره چې ، هغه ملت چې كلتور له لاسه وركړي ، خپل هويت له لاسه وركوي او همداسې خپل جغرافيايي قلمرو .
په نولسمه پيړي كې كله چې د ختيځې اروپا ځينو هيوادونو خپله خپلواكي تر لاسه كوله دوې په دې نه پوهيدل چې لومړى يې بايد له كوم ځاى څخه پيل كړي سره له دې چې دوې ته  ددې زمينه ښه برابره وه چې خپله خپلواكي تر لاسه كړي خو دوې خپل كلتور او ژبه له لاسه وركړي وو ، ددغو ځينو ملتونو په ژبو يوازې او يوازې د سيمې بزګران پوهيدل او خبرې يې پرې كولې ، دوې د خپلې آزادې لپاره لومړى كلتور پالنې ته خاص پام واړاوه تر څو خپله له لاسه تللې ژبه بيرته لاس ته راوړي خو كله يې چې دې مبارزې ته دوام وكړ او په دې وتوانيدل چې خپلې اصلې  ژبې بيرته لاس ته راوړي په دې هم وتوانيدل چې خپلواكي لاس ته راوړي ځكه دوې خپل ځان وپيژانده. ملت پرته له كلتوري او ملي هويت او كلتور پرته له ژبې څخه هيڅ مانا نلري .
اوس به راشوشمشاد ته چې د خلكو د اكثريتو هيلو ته درناوى كوي او كه آګا هانه د ځينو كړيو د شومو موخو ځان ښكار كوي ،سره لدې چې دهيواد د كلتور او ځوانانو ښاغلي وزير په دې ورستيو كې له ټولو خپرونو او په خاص ډول له ټلويزيونونو څخه و غوښتل تر څو په خپلو خپرونوكې اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام كې ونيسي او همدارنګه د هيواد د ملي كلتور لپاره هاند او هڅي وكړي او د پياوړ تيا لپاره دي رغنده ګامونه پورته كړي ځكه په دي وروستيو امنيتي ستونزوكې د داسې تلويزيونونو ونډه له ورايه ښكاري