طلوع تلويزيون ، په افغانستان كې د افغانيت او اسلاميت پر ضد
دنړيوال ژورناليزم داصولو سره سم هغه معلومات چې ناسم او بې بنسټه وي خپرول يې هم ناسم دي ، او په كراتو ويل شوي چې د هغو خبرتياوو خپرول چې په ټولنه كې كركه او نفرت او په اسلامي ټولنه كې اسلامي ، ملي او مذهبي كركه راپاروي منع دي .
نن سبا د مطبوعاتو د خپلواكۍ خبره كيږي او په ټوله نړۍ كې مطبوعاتو ته ديو خپلواك ځواك په سترګه كتل كيږي ، سمه خبره ده ريښتيا هم چې د مطبوعاتو خپلواكۍ ته بايد پام وشي او بايد هڅه وشي چې دغه ځواك همداسې خپلواك پاتي شي .
موږ وليده چې په نړۍ كې ډيرې داسې بيلګې شته چې دمطبوعاتو خپلواكۍ يې تر پښو لاندې راوستې او تل هڅه شوې چې مطبوعات د دولتونو ، حكومتونو ، سياسي ټولنو اوهغه قوتونو لپاره چې په نړۍ كې داستعمار خوب ګوري كارول شوې .
هر چا دخپلو اهدافو دپلي كولو او خپلو سياسي تګلارو د برياليتوب لپاره د ډله ايزو رسنيو څخه ګټه پورته كړې او ددې لپاره يې ، تلويزيونونه ، راډيو ګانې ،مجلې ، ورځپاڼې ، انټر نيټې سايټونه اوداسې نور وسايل په كار اچولي تر څو موخو ته د رسيدو لپاره ورته اسانتيا وې برابرې شي . نړيوال قوتونه هريو يې ځانته د خپلو پاليسيو سره سم ، مطبوعاتي كړۍ لري ، او ددې لارې نه خلكو ته خپل پيغامونه رسوي ، دبيلګې په توګه ، امريكا د خپل سياست د پلي كولو او د خپل حكومت د سياست څخه د دفاع په خاطر ، تلويزيونونه ، راډيو ګانې او نورې چاپي رسنۍ لري ، همداراز ، روسيې هم پخو ا همداسې مطبوعاتي كړۍ درلو دلې ، فرانسه ، جرمنى ، چين او نور هغه دولتونه چې په نړيواله كچه ستر قوتونه دي ، ټولو د خپل سياست د پلي كولو لپاره ، په خپله ګټه ډله ايزې رسنۍ درلودلې او لري يې .
داچې په افغانستان كې د ډير وخت څخه راپه ديخوا د نورې نړۍ په څير مطبوعاتي رسنۍ موجودې وي او هرې يوې د پلان له مخې ځانته اهداف لرل ، او د خپلو اهدافو لپاره يې په يو او بل نوم خپرونې كولې د بيګې په ډول د محمد داوود خان په دوره كې تلويزيون د هغه وخت د حكومت د فعاليتونو لپاره خپلې خپرونې وړاندې كولې .راديو هم همداسې بيا د هغې دورې وروسته هم تلويزيون او راډيو دهغمه وخت سياست او وخت سره سم خپرونې درلودلې .
په افغانستان كې د جګړو په كلونو كې ډله ايزو رسنيو ستر زيانونه ليدلې وو او دهمدغو زيانونو له امله يې نشواى كولاى چې تر ډيره وخته پر خپلو پښو ودريږي ، خو د هيواد په پلازمينه كې د ارامۍ نه وروسته يو ځل بيا مطبوعات راميدان ته شول .
پخوا كه د افغانستان تلويزيون او راډيو خپرونې كولې اوس مهال ورسره ورسره نورو تلويزيونونو او راډيو ګانو هم خپلې خپرونې پيل كړي .
وموليده چې دمطبوعاتو د نوم نه په ګټې اخستنې سره ډير داسې تلويزيونونه راميدان ته شول چې زموږ د اسلامي ټولنې ، ملي هويت ، ملي كلتور ، ملي ترمينالوژي او نو ر معنويات يې تر پښو لاندې كړل او دمطبو عاتو د نوم نه په ګټې اخستنې سره يې زموږ اسلامي ، ملي اوكلتوري معنويات تر پښو لاندې كړل او لا لګيا دي كوي يې .
ددغوتلويزيونونوترڅنګ يوهم دطلوع تلويزيون دى زه ددې تلويزيون له چارواكوسره هيڅ ډول كومه اړيكه نلرم اونه دهغوى سره كومه شخصي دښمني لرم چې دغه خبره دهغې پره بنسټ وشي ، بلكې ديوې ملي اواسلامي مفكورې له مخې دېته اړشوم چې دغه خبره سپينه كړم چې رښتيا هم طلوع تلويزيون په هيواد كې داستشراق يوه وسيله ، داسلام دسپيڅلي دين دمعنوياتو پرضد ، دپرديو هيوادونو كلتور ته خدمت كول ددغه تلويزيون له ډيروسترو موخوڅخه دي .
دطلوع تلويزيون خپرونې په ډاګه داسلام ددين سره په ټكركې واقع دي چې زمونږ ګران هيواد وال پرې شاهدان دي اوزه نه غواړم چې ورته توضيح وركړم . ددانشجو ، دانشګاه ، دانشكده ، پاسبان ، دادګاه عالي ، راه ګذر ، پژوهش ، بهداشتي اودداسې نوروپه سلګونو بهرنيو اوايراني الفاظو كارول ، ددغه تلويزيون نيت په ډاګه كوي چې په ښكاره توګه په افغانستان كې دافغانيت پرضد خپرونې كوي .
دافغانستان داساسي قانون سره سم ملي ترمينالوژي ، ملي مصطلحات ټول خوندي ساتل شوي خوطلوع تلويزيون دافغانستان اساسي قانون ترپښولاندې كوي ځكه جوته ده چې دغه تلويزيون يوه استشراقي وسيله ده نوځكه دافغانستان هغه قانون چې داسلام دسپيڅلي دين دمقدساتو اوملي كلتور پربنسټ جوړشوى ، ترپښولاندې كوي .
طلوع تلويزيون تل هڅه كړې چې تخريبي خبرونه خپاره اودافغانستان امنيت ته په لوى لاس دبدامنۍ راوستل دي نوځكه تل هڅه كوي چې دافغانستان دورونو قومونو ترمنځ كركه اونفرت راپيداكړي اوپدغه لاره كې لا اوس هم خپلوكړنوته پراختيا وركړي .
زه ديوافغان مسلمان په توګه دخپل اسلامي ، ملي ، كلتوري رسالت له مخې ددغه تلويزيون پروړاندې يو ملي سم اوپرځاى دريځ غوره كوم ځكه طلوع تلويزيون دمطبوعاتودخپلواكۍ نه په ګټې اخستنې سره زمونږ اسلامي قوانين ، ملي هويت ، ملي ترمينولوژي اودافغانستان دخلكواساسي قانون په ډاګه ترپښولاندې كوي.
پراسلام يې ملنډې ووهلې دملت په رايومنتخبو وكيلانو ته يې په سپكه سترګه وكتل ، ملي رهبرانوته يې دخپلو اسلام ضد بادارانو دناپاكو اواستشراقي اهدافو له مخې راز راز توطيې اودسيسې جوړې كړي اوداسې نورې په سلګونو بيلګې .
زه په پاى كې دافغانستان له پاكوخلكونه هيله لرم چې زماسره پدې نظركې يوځاى شي اوددغه استشراقي وسيلې په له منځه وړلوكې خپل اسلامي ، ملي اوكلتوري رسالت ترسره كړي اودافغانستان داطلاعاتو اوكلتور له وزارت څخه هيله كوم ددغه جاسوسي تلويزيون مخه دې ونيسي اوپه دغه لاره كې دخپله اسلامي ، ملي اوكلتوري فريضه ادا كړي كه نه نو بيابه پدغه جنايت كې دغه اداره هم لاس ولري .
نوپس په ډاګه شوه چې طلوع تلويزيون په افغانستان كې داسلاميت اوافغانيت پرضد خپرونې كوي اودغه تلويزيون ، دافغانستان په پاكه خاوره كې دبهرنيو كړيو لپاره فعاليتونه كوي ، اوطلوع تلويزيون په افغانستان كې په ښكاره توګه داسلاميت اوافغانيت پرضد دي اوددې وړاندې فكري مبارزه دهرافغان ملي دنده ده .