كله چې دهيواد په شمالي ولاياتو كې  د (( جنبش )) او ((  آزادي )) د وسلوالوډلو تر منځ نښتې د څويم ځل لپاره تكرار شوي او له امله يې په لسګونو تنه ووژل شول د هيواد د كورنيو چارو وزير  اړ وت چې د عدلې وزارت ته دنوموړو كوندونو (؟) د منحل كيدو وړانديز وكړي . دا ځكه چې د افغانستان اساسي قانون او دسياسي ګوندونو قانون وسلوالو دلو ټپلو ته دسياسي فعاليت حق نه وركوي په تيره بيا هغو ته چې ټول كړه وړه يې يوازې د يوه قوم اوسيمي لپاره وي .
دجنبش ډله چې له پخوانيو ګلم جمانو څخه جوړه شوي ده او مشري يې دوستم كوي ، ددې پر ځاى چې خپل سياسي  فعاليت ته د افغانستان د نافذو قوانينو سره سمون وركړي د كورنيو چارو د وزير په وړاندې يې سخت غبرګون وښوداو په بيلابيلو غونډواو اعلاميو كې يې د هغه څرګندونې وغندلې . حال داچې د كورنيو چارو وزير په حقه دى او دايې دنده ده چې ناقانونه وسلوالو ډلو د ځپلو لپاره قانوني لاره غوره كړي .
داچې د عدلې وزارت به سترې محكمې ته د نوموړو جګړه مارو ډلو د انحلال وړانديز وكړي او كه نه دابه وروسته څرګنده شي ، خو كوم شى چې دلته مهم دى هغه دا دى چې ګلم جمان هم ځانونه د افغانانو استازي بولي په پښتو كې متل دى چې وايي ( پكه دادې لا بله سپكه ) موږ جنرال دوستم او له هغه چاپيرو ګلم جمانو ته وايو چې جګړه خو كوۍ ، په اساسي قانون پښې ږدۍ  او بي ګناه هيوادوال مو وژنۍ او وسلو ايښودلو ته هم غاړه نه ږدۍ نوش جان مو شه كوم ملت چې د ښاغلي كرزي په څير حوصله من ولس مشر ولري همدا به يې حال وي خو اوس را پاڅيدى او په پخوانيو جنايتونو مو خاوري اړوي او ځانونه د افغانانو استازي بولي .؟؟
دزمري د مياشتې په ۲۹ مې د آينې له جنبشي تلويزيون څخه مې  واوريدل چې جنبشيان ( ګلم جمان ) هم د ټول افغان ملت د استازيتوب دعوى كوي او د كورنيو چارو د وزير وړانديز له ټول افغان ملت سره خيانت او جفا بولي حال داچې د جنګسالاري ختميدل دافغانانو وروستى ارمان دى.
ښايي چې جنرال دوستم د هغو رايو په لاسته راوړلو مغروره وي چې د ولس مشرۍ د ټاكنو په مهال يې د زور ، زر او تزوير په مټ خپلې كړې وي خو دكمونست ډاكټر نجيب هغه شعار يې هير كړى چې ګلم جمان به يې د ميدان وردګو ، لوګر ، پكتيا او نورو ولايتونو په لور وخوځول اوبيا به يې ورته ويل چې (( سر يې زما او مال يې ستاسو )) او همدا شعار وو چې ګلم جمانو دنيمائي افغانستان كورونه ړنګ كړل ، او يو يو لرګى به يې په كابل كې ليلاميول آن تر دې پورې چې ټول ځنګلونه اوباغونه ددوې دغوبل قرباني شول چې زما په ياد يې ښې بيلګې د ميدان وردګو  اولوګر ولايتونه دي .
جنبشيانو داهم ويل چې زموږ په ګوند كې ټول قومونه شته او زياتوي يې چې په ننګرهار كې يې دګوند دفتر فعال دى خو افغانان په دې پوهيږي چې دا دپخوانيو جنبشي پيسو بركت دى چې ښائي جنرال صاحب به يې ځينو مزدورانو ته وركوي چې په جنبش باندې د درواغو ملي څادر راوغوړوي حال داچې د جنبش ملت پالنه څو ورځې وړاندې په ولسې جرګه كې ټولو ته جوته شوه .
زه په پاى كې د كورنيو چارو دوزير له وړانديز څخه ملا تړ څرګندوم او دعدلې په وزارت غږ كوم چې د داسې  وسلوالو او قومې ډلو دله منځه وړلو لپاره دې قانوني ګامونه واخلي .