له حضرت على ( رض) څخه پوښتنه وشوه چې موږ لس تنه يو يوه پوښتنه لرو خو ځواب به يې په جلا جلا توګه راكوي .
 پوښتنه دا وه چې علم غوره دى او كه مال ؟ حضرت على  (رض) ځواب وركړ چې علم غوره دى ځكه چې:
۱- علم د نبيانو ميراث دى او مال د قارون او فرعون ميراث دى.
۲- علم د ګرانښت سبب ګرځي او مال بې شميره غليمان پيدا كوي .
۳- د علم د غلا كولو ويره نشته او دمال غلا كولو احتمال هر وخت موجود وي .
۴- علم چې څومره زړيږي هومره پخيږي او مال په ډير لږ وخت كې د زړيدو امكان لري .
۵- دعلم خاوند ته مهربان ويل كيږي او دمال خاوند ته كله كله كنجوس ( شوم ) هم ويلى شي .
۶- علم په لګښت سره لا زياتيږي اومال په لګښت سره كميږي .
۷- علم د قيامت په ورځ دنيكمرغۍ سبب ګرځي او د مال په هكله حساب غوښتل كيږي .
۸- په علم باندې زړه روښانه كيږي او مال كله كله د زړه د توريدو باعث ګرځي .
۹- علم ستا ساتنه كوي او دمال ساتنه به تاته در په غاړه وي .
۱۰- دعلم د ډيرښت له كبله حضور اكرم ( ص) ما عبد ناك  بللى او دمال كثرت له امله فرعون د خدائى دعوى كړي .