د نړیوال کیدلو بهیر چټک پر مخ روان دی. د ترانسپورت او مواصلاتو د سمون او پرمختیا له امله هیوادونه او  سیمې سره ډیرې نژدې شوي او تړل شویدي. همدې پرمختیاوو فاصلې لنډې کړي او نړۍ یې کوچنۍ کړيده
د نړیوالتوب په همدی بهیر کې دوه ډوله پرمختیاوې یاني د نړیوالو سترو شرکتونو شتون او د فاصلو لنډون  بنسټیز رول لري .
د ۱۹۷۵ را په دیخوا نړیوال شرکتونه مخ په زیاتیدو دي او دا هغه شرکتونه دي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې فابریکې او څانګې لري . نوموړو شرکتونو اوس خپله د فعالیت ساحه هغو سیمو ته غزولې چې د خرڅلاو
لوی بازارونه او ارزانه کارګران اویا سپکې مالیی او ثابت سیاسی او اقتصادی سیاستونه لري .
مواصلاتي او مخابراتي اسانتیاوو لکه فکس، کمپیوتر، کیبلي تلویزیونې خپرونو او مصنوعي سپوږمکیو ددغوسترو شرکتونو کارونه نور هم اسانه کړیدي .
د نړۍ پر اقتصاد تر سلو زیات نړیوال شرکتونه واکمن دي. دنړیوال بانک پر وینا همدغه ستر نړیوال شرکتونه دنړۍ د سوداګرۍ په سلو کی ۷۱ په خپل کنترول کې لري. دا شرکتونه نور هم پسی پراختیا مومي او لا زیات
اقتصادي قدرت ترلاسه کوي .
په ۱۹۹۹ کې ټولو سترو نړیوالو شرکتونو په ټولیز ډول ۱۴۰۰۰ ملیارده یا تریلیونه ډالره عواید لرل. دا داسې نړیوال شرکتونه دي چې د ځينو کلني عایدات د یوه هیواد دکال تر ملي عایداتو زیات وي. د ساري په توګه د امریکي د متحده ایالاتو د موټرو د تولید دیوه شرکت General Motors عایدات په ۱۹۹۷ کې ۱۶۴ ملیارده ډالرو ته رسیده چې د تایلند او ناروی په څیرد هیوادونو له ملی عایداتو زیات وو.
همدارنګه د Ford د موټرو د جوړولو کمپنۍ د پولنډ او د جنوبي افريقي هيوادنو نه شتمنه ده .
Shell د تیلو هالنډی او انګلیسي شرکت د ۱۲۸ ملیاردوکالني عاید په لرلو سره د مالیزیا، یونان او اسرایلو په څیرله هیوادونو زیات عایدات لري.
په حقیقت کې همدغه ستر شرکتونه دي چې د هیوادونو د حکومتونو سیاسي تګلارې ټاکي . په بله وینا همدغه نړیوال شرکتونه پر نړۍ واک چلوی نه حکومتونه .
د نړیوال کیدلو تر ټولو منفی ټکی د شتمنو او نیستمنو تر منځ د واټن زیاتوالي او د سیمو او هیوادونو  نا انډوله پرمختیا ده. همدارنګه له دی امله چې سیمی او هیوادونه سره ډیر نژدی شوی نو په یوه سیمه او یا هیواد کې سیاسي بې ثباتي او نا کراري ډیر ژر بله سیمه اغیزمنوي. د بیلګې په توګه په منځني ختیز کې د جګړې او ناکرارۍ له امله د سترګو په رپ کې په لویدیځ کې د تیلو بیې لوړیږي .
ددغو نړیوالو شرکتونو په سلو کی ۹۰ بنسټونه په شمال کی دی خو د خپلو ګټو لپاره د ځمکې جنوبي برخې  استعمالوي. د امریکې متحده ایلات یو له هغو هیوادونو دی چې دداډول شرکتونو ملیاردلري مالکان پکې استوګن دي. له همدې امله به وي چې
اوس د امریکې متحده ایلات دیوازینی زبرځواک په توګه د خپلو ګټو د ساتنې لپاره نژدې په ټوله نړۍ کې د څار او کنترول پولیسي دنده سرته رسوي. که چیرې د نړۍ په کومه برخه کې د یوه هیواد دننه او یا د هیوادونو ترمنځ ناکراري رامنځ ته شي نو هلته بیا د امریکي د متحده ایالاتو د سیاسي او پوځي حضور نښې په ډاګه ښکاري .
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د پوځي عملونو د سرته رسولو یو سازمان دی د امریکې د متحده ایالاتو واک پکې تر بل هر هیواد زیات دی .
یوازې د امریکې د متحده ایالاتو پر ملاتړ کیدای شي چې د امنیت شورا بریالی عملیات ترسره کړي. د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر په نیویارک کې دی او د امریکې متحده ایالات چې د پریکړو د ردولو یا ویتو حق لري ددغه سازمان د بودیجی نژدې دریمه برخه تمویلوي، یانی نوموړی هیواد د ملګروملتونو سازمان ته په سلو کی ۳۰ عایدات برابروي. دهمدغه واک او ځواک په لرلو سره دامریکی هیواد په دی توانیدلی چې د نړۍ په نژدی سلو هیوادونو کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي. د ساری په توګه ددغه هیواد سل زره پوځیان د ناتو په لیکو کی په اروپا کې ځای پر ځای شویدي. همدارنګه سل زره نور په ختیځه اسیا کې د ثبات د ټینګښت په نوم ځای په ځای دي او دیرش زره یې د فارس په خلیج کی فعالیت کوي
له لاندې شمیرنو د نړۍ د سترو شرکتونویوولس کاله دمخه ګټي په ښه توګه اټکلولای شو چې اوس پکې نور هم زیاتوالی راغلی دی

 

 

په ۱۹۹۵ کې د لسو سترو شرکتونو عایدات
شرکتونه هیوادونه تولیدات عایدات په میلیاردو
General Motors  د امريکی متحده ايالات موټر  ۱۲۸
Ford Motor د امريکی متحده ايالات موټر  ۹۸
Exxon د امریکی متحده ایالات تیل ۸۸ 
Shell هالنډ، انګلستان تيل ۸۷
IBM د امريکی متحده ايالات کمپيوتري اسانتياوې  ۶۲
Toyota Motor جاپان  موټر  ۶۰
General Electric د امريکی متحده ايالات بريښنا  ۵۷
Mobil د امريکی متحده ایالات تيل  ۵۰
Hitachi جاپان  بريښنا  ۴۹.۵
British Petroleum انګلستان  تيل  ۴۹
اخذلیکونه
- Terra Wolters-Noordhoff by Groningen, The Netherlands 1999
- Buitenland, basisontwerp: Greet Egbers, Marieke Zwartenkot,Amsterdam- 2002, Houten
- www. Google. NL
له ټول افغان ويب پاڼې څخه  اخستل شوى