دميدان وردګو ولايت چې دهيواد دپلازمينې دلويديځ په پنځه ديرش كيلومترۍ كې پروت دى داستوګنو ډيرى برخه يې بزګردي چې دخپل ژوند دتيرولولپاره له بزګرۍ څه د لاسته راغلومحصولاتوپه پلورلوسره ګذاره كوي . خولدې سره سره بياهم پدې ولايت كې دخلكواقتصادي وضعيت دانديښنې وړدى خلك لا اوس هم دفقر اوبيوزلۍ سره لاس اوګريوان دي دغه ولايت سره لدې چې له جغرافيوي پلوه له پلازمينې سره په خورا لنډ واټن كې پروت دى خواستوګن يې دډيرو هغوولايتونو له استوګنو څخه چې دهيواد په ډيرولرې سيموكې موقعيت لري ، هم ډيربيوزلي دي . هسې خوهم دتيرو څه دپاسه دوه لسيزو سياسي اوپوځي ناورينونوزمونږ دهيوادوالوشته له خاوروسره خاورې كړل چې زمونږ دولايت استوګنوته هم خپله برخه پكې رسيدلې ده خو وروستۍ څوكلنې پرله پسې وچكالۍ دهغوى په اقتصادي ټپونو نوره هم مالګه وشيندله اوهغوى يې آن دخپل كوركلي پريښودلوته اړكړل څوك ايران اوڅوك پاكستان ته كډه شول خوپه هيواد كې دتيرو څلوروكلونوسياسي پيښو خلكوته داهيله پيداكړه چې ګڼې ددوى دګڼ شميرستونزو څخه به يې يودغه اقتصادي ستونزې خوحل شي خواوس داسې ښكاري چې ددوى داهيله په سينددلاهوكيدو په حال كې ده ځكه دمركزي حكومت غيرمتوازنو اقتصادي اوپرمختيايي پروګرامونوڅخه داسې ښكاري چې ددولت ټولې پرمختيايي پروژې په هيوادكې ديوډول معاملوپه نتيجه كې پلې كيږي نه دهغه ولايت داستوګنو دشمير ، بيوزلۍ اواقتصادي ستونزو ته په پام سره .
دميدان وردګو ولايت يوله هغو ګوته په شميرولايتونو څخه ده چې استوګنويې دمركزي حكومت دټولوسياسي ، اقتصادي اوپراختيايي پروګرامونوسره خپل كلك ملاتړ څرګند كړ دولسمشرۍ له ټولټاكنو څخه نيولې بياترپارلماني ټاكنو دكوكنارو په يومخيزډول له منځه وړلوكې ددغه ولايت دخلكو ونډه اومرسته دپام وړده خومركزي حكومت له دغواړو اوبيوزلو خلكوسره هيڅ راز مرسته هم ونكړه كه مركزي حكومت پدغه ولايت كې ځينوپروژوته ګوته نيسي نوكه رښتياووايم هغه هم دولايت دسيمه ايزې ادارې دهڅو نتيجه ده نه دمركزي حكومت .
مركزي حكومت خوايله دهيواد له يوشميرولايتونو څخه دنويو هغو زيږيدلو ولايتونودخلكو پوښتنه كوي كوم چې دعمرله پلوه ايله اوس دوه كلن شوي خودبرخې له پلوه هغوى آن دسل كلنو ولايتونوپه برخه خيټه اچوي . لكه څرنګه چې قدرمن لوستونكي خبردي څه موده وړاندې دهغو بارانونو له كبله چې وشول دميدان وردګو ولايت په ګڼ شميرسيموكې سيلابونه را ووتل خوزمونږ دمركزي انتخابي نظام چارواكوپه هغوباندې هيڅ غوږونه ، ونه ګرول ځكه دغه ولايت دافغانستان داصلي اداري ويش په نتجه كې رامنځته شوى نه دسياسي پيراوپلورپه پايله كې . زه دميدان وردګو ولايت دولسواليو داسې سيمې پيژنم چې وچكالۍ په هغه اندازه ځپلې چې نور ورته حدنشته خوكله چې زمونږ دحكومت دكليو دپراختيااوبيارغونې وزارت له وزيرښاغلي محمداحسان ضياڅخه دوچكالۍ ځپلوسيموپه هكله ديوې پوښتنې په لړكې وپوښتل شول هغه سمدلاسه ګوته دهيواد شمالي ولاياتوته ونيوله كه دغه ښاغلى دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ ته يوځل ورشي نووبه ويني چې وچكالۍ په رښتيا كومې سيمې ځپلي . دنرخ ولسوالي ددغه ولايت يوله هغو شنودرو څخه وه چې مڼې يې دهيواد دهرولايت اوسيدونكي پيژني خواوس دهغوباغونويوازې  % 10 هم ندي پاتې . همدا راز ددغه ولايت دچك ولسوالۍ دبېكسمند درې اودسيدآباد ولسوالۍ ځينې سيمې هم چې دغې وچكالۍ ځپلي ، ديادولو وړدي . ددغه ولايت دولسواليو ډيرى ښوونځي ودانۍ نلري په ولسواليوكې ديوه عادي ناروغ لپاره ددرملنې ډيرلږ امكان هم نشته . زه نه پوهيږم چې زمونږ دمركزي حكومت چارواكي دغه په ملياردونو ډالر څه كوي ، چيرې يې لګوي اوڅه ورباندې جوړوي مونږ خوپدغه ولايت كې داسې څه نه وينوچې هغه دې دولايتي ادارې دهڅو څخه پرته دمركزي حكومت دنوښت او لورينې په نتيجه كې جوړ شوي وي اوكه شوي وي دحكومت چارواكي دهغه ددغه ولايت خلكوته وروښيي . په پاى كې زماهيله دمركزي حكومت له چارواكوڅخه داده چې مهرباني دې وكړي په هيواد كې دې ديوه متوازن پرمختيايي سياست په خپلولوسره ددغه ولايت له خلكوسره هراړخيزه مرسته وكړي ترڅو ددغه ولايت خلك د اوسنيوشته اقتصادي ستونزو له شرڅخه خلاص شي . حكومت بايد دويته سړكونه ، ښوونځي ، روغتونونه ، داوبو بندونه جوړكړي ترڅو دميدان وردګو ولايت خلك دكابل اداره خپل حكومت اوځان دهغې رعيت وګڼي هله به بيا حكومت اورعيت ددغه ولايت په بيلابيلوستونزو برى ومومي.