د فيل واقعه :
 
نجاشي چې د حبشې پادشاه وو ، په يمن كې يې يوه لويه كنيسه ( دعبادت ځاى ) جوړ كړى وو اوداسې اراده يې لرله چې خلك بايد د خپلو زړنو څخه د بيت الله شريف احترام هير كړي ، او په ځاى يې دې كنيسې ته توجه وكړي .
نجاشي خپل والي  تهپه يمن كې چې ابرهه نوميده ، امر وكړ ، تر څو په بيت الله  شريف باندې حمله وكړي ، او ددې كار ترسره كولو لپاره يې ډير زيات لوي لښكر تيار كړ . كله چې نوموړى لښكر مكې مكرمې ته راورسېد ځينې عرب لكه عبدالمطلب د لښكر مخې ته ورغلل او د خپلو هغو حيواناتو غوښتنه يې وكړه كوم چې د ابرهه لښكر نيولي وو .ابرهه عبدالمطلب ته وويل : ته دخپلو حيواناتو غوښتنه كوي او كه د كعبې د حفاظت  پوښتنه كوي .
عبدالمطلب ورته وويل : زه د خپلو حيواناتو خاوند يم او كعبه خپل خاوند لري ، هغه به يې ساتنه كوي.
كله چې ابرهه خپلې لښكرې د كعبې شريفې د ورانولو لپاره په حركت راوستې او خپل فيل يې چې (محمود) نوميده د كعبې په لور روان كړ ، په دې وخت كې فيل په ځمكه كيناست او د حركت څخه يې سر و غړاوه .
د الهي تقدير له مخې په هوا كې مرغان راښكاره شول ، او دابرهه په لښكر يې وړې وړې تيږې و اورولې، او ټول يې هلاك كړل .
ابرهه هم په يوې تيږې ولږيده اود لاسونو ګوتې يې يو له بل څخه جلا شوې، چې ملګرو يې مړى صنعا ته ورساوه .
د پورتنۍ واقعې قصه د قرانكريم د فيل په سورت كې ذكر شوې ده .
ددې واقعې څخه وروسته په عربو كې د قريشو احترام زيات شو ، او په خپل منځ كې يې داواقعه لومړۍ نيټه وټاكله .چې دې كال ته عام الفيل وايي چې ( ۵۷۰ ) م كال سره يې  سمون درلود.

عبدالله او بي بي آمنه :
 عبدالمطلب چې د عربو او قريشو سردار ګڼل كيده ، لس ځامن يې درلودل چې په هغوي كې يو د عبدالله په نامه سره ياديده ، كوم چې د نبي كريم ( ص )  پلار دى .
عبدالمطلب خپل زوي عبدالله ته د وهب لور بي بي آمنه په نكاح كړه ،وهب دبنى زهرې د قبيلې مشر وْ.
عبدالله دنبي كريم ( ص ) د مسعود ولا دت څخه د مخه وفات شوى وو .

 نور بيا.......