حضرت ميا عبدالكريم خان د الله بخش ساپي زوي دى چې دلغمان ولايت د اليشنګ په سمسوره دره كې په ۱۷۲۳ زيږديز چې له ۱۱۰۲ هجري كال سره سمون خوري ، زيږيدلى اوپه خټه ساپى پښتون دى . نوموړى په يوولس كلنۍ كې په علمي زده كړو پسي له خپله كوره ووت ، مسافر پرديس شو اوپه پنځه ديرش كلونو كې يې د زده كړو وروسته په ۱۱۴۸ لمريز كال خپل پلرني ټاټوبي ته راغى . او په سيمه كې يې يوه علمي مدرسه جوړه كړه چې د وخت ماشومان پكې روزل كيدل . نوموړى نه يوازې د خپل پيريوه روحاني څيره وه بلكې د لوړ علميت څښتن هم وه چې لدې كبله د سيمې خلكو په كليو او بانډو كې دميا صاحب عبدالكيم په نامه ياداووه .
ميا صاحب يوازې روحاني مذهبي څيره نه وه ميا صاحب لوى مبارز او وطن پالونكى انسان وو ځكه چې د۱۸۰۹ ليږديز كال د جولاى په ۱۷ نيټه دبرتانوي ښكيلاك ګورنرجنرال لارد منټو اوشاه شجاع بادشاه ترمنځ يوتړون لاسليك شو اودشاه شجاع دالومړى تړون وه چې پرنګيانوسره يې وكړ اوپرنګيانوته يې دافغانستان په خاوره  ديرغل كولو موقع ياوخت په لاس وركړ . په تيره بيا 1814 زيږديز كال مياعبدالكريم ساپي شاه شجاع ته يوليك وليږه چې په هغه ليك كې داسې راغلي وه (( ښه دې ونه كړل چې پرنګيانوسره دې ددوستۍ تړون وكړ اوپرنګيانوته دې وخت پلاس وركړ چې په افغانستان يرغل وكړي )) .  دانه يواځې يوليك نه وه بلكې دمياعبدالكريم ساپي لپاره دژوند يوه ترخه څپه وګرځيده . هغه وو چې په مياصاحب باندې دچارمارۍ حكم وكړ خوپه شاه شجاع باندې وخت تنګ راغى اوهندوستان ته يې پناه يوړه بيانومياصاحب دناتار څخه خلاص شو .  عبدالكريم خان ساپى وو چې دپرنګيانومقابلې ته يې ډيرځوانان وروزل چې پدې سره مياصاحب دفرهنګي ، علمي  ، ادبي ، روحاني ، اودوطن دخلكودشعور دراويښولو يوواحد مركز رامنځته كړ چې هغه دمياصاحب تاريخي  اومشهوره  ديره وه اوده چې تراوسه دمياصاحب په ديره مشهوره اومعروفه ده چې په هغه ديره كې لنګر جاري وه . ملي مبارزين ، مسافر ، پرديس ، فقير ، ددين طالبان ، شاعران اواديبان به هلته راغونډيدل نوموړي په 1207 ليږديز يا 1828 زيږديز كال كې مړشو اوديادولووړ ده چې مياصاحب عبدالكريم ساپى دپښتوژبې يوخوږ ژبى شاعرهم وه چې دپښتوادب په ګلبڼ كې يې خواږه آثار پرې ايښي دي چې دكلام بېلګه يې په لاندې ډول ده :

كه مې دامينه روزي شي له دوامه سره
لكه الف چې وصلت بيامومي له لامه سره
اول دې خوب په ناليچوپه پشمينوكولو
اوس دګور چنجي مستي كړي له اندامه سره
اول دښې لوړې ماڼۍ بيادې باغچې جوړې كړې
اوس دې مرګي خونه اواره كړه له بامه سره

پاتې دې نه وي چې ددغه نوميالي په نامه دلغمان دعليشنګ په دره كې يوه دهلكانو ليسه دمياصاحب په درناوي جوړه ده چې په زرګونو زرګونو زده كونكي يې افغاني ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې كړيدي .