كله چې ښاغلى كرزى ولسې جرګې ته دكابينې د وړاندې كولو په درشل كې وو طمعه كيدله چې دهغو وزيرانو نومونه به د ولس مشرله لوري په نوى لست كې نه وي كوم چې په تيرو كلونو كې  په خپلو كارونو كې پاتې راغلي وو. خو وروسته وليدل شول چې داسې نه ده – د اطلاعاتو او كلتور پخوانى وزير ښاغلى مخدوم رهين هم يو له هغو كسانو وه چې په نوې كابينه كې د دويم ځل لپاره نوموړي وزارت ته نومول شوى وو . خو افغانان له وړاندې پوهيدل چې استازي به يې په ولسې جرګه كې په مخدوم رهين باور ونه كړي چې همداسې وشول او رهين په دې ونه توانيده چې د ولسې جرګې باور خپل كړي ځكه چې نوموړى په تيرو څلورو كلونو كې د يو ناكام او متعصب وزير په توګه پيژندل شوى وو وروسته بيا كله چې د كابينې د پاتې برخې لست د ولسې جرګې ته وړاندې كيده په ځينو ((رهين پلوه)) خپرونوكې داسې خبرونه خپاره شول چې ګڼې (( رهين )) به د دويم ځل لپاره د ولس مشر له خوا ولسې جرګې ته د اطلاعاتو او كلتور د وزير په توګه وړاندې كيږي ، دغو خپرونودا هم زياتوله چې داځلې د رهين سپارښت ښاغلي كرزي ته د محمد ظاهر شاه له خوا شوى . خو له نيكه چې داسې ونه شول او داځلي ښاغلي كرزي د ولس غوښتنو ته پام سره مخدوم رهين ته سور كارټ وركړ او د هغه په ځاى يې ښاغلى عبدالكريم خرم غوره وباله او ولسې جرګې هم په نوموړي باور وكړ او رايه يې وركړه .
خرم صيب د سرو يرغل ګرو په ضد جهاد كې پراخه ونډه اخيستې او دلوړو زده كړو خاوند دى اوله ده څخه د يو ژمن افغان په توګه هيله كيږي چې د اطلاعاتو ، كلتور او ځوانانو وزارت به په پښو دروي او افغاني كلتور ته د چوپړ لپاره به يې جوګه كوي .
ښاغلي خرم د زمري په ۱۶ نيټه د آزادۍ راډيو ته وويل چې د كلتور وزارت له ډيره وخته راپدې خوا د دولتې خپرونو د چاپ لګښت د آزادۍ چاپخونې ته نه دي وركړي او دغه راز د ترانسپورت او بريښنا په برخه كې پوروړى دى او په مالي برخه كې دمالې وزارت ته قناعت نه شي وركولى دغه راز ښاغلي خرم پخوانى وزارت تورن كړ چې د مبتذ لوفلمونو او خپرونو په مخنيوي كې پاتې راغلى خو ژمنه يې وكړه چې په لومړي سر كې به پوتنيو مسايلو ته پام اړوي او سمون به پكې راولي.
نوموړي په خپلو خبرو كې وويل چې (( د مطبوعاتو د آزادي مخالف نه يم خو د افغانستان قانون اعتقادات ، ملي ګټې او امنيت له پامه نه شم غورځولى )) .
زه د ښاغلي خرم پورتنيو څرګندونو ته په پام سره له نوموړي څخه څو غوښتنې لرم هيله ده چې وبه يې مني .
۱-  د وزارت په نوم كې دي د(( فرهنګ )) كلمه په كلتور واړول شي . ځكه چې دكلتور كلمه كه څه هم بشپړه افغاني كلمه نه ده خو د (( فرهنګ )) په پرتله زړه او ټول پرې پوهيږي كه داكار وشي له يوې خوا ه به مو خپل تاريخي ارزښت خوندې  كړى وي او له بلې خوا به مو د پرديو ژبو د اغيزو مخه نيولې وي . 
۲- كومې پردۍ كلمې او مصطلحات  چې د مخدوم رهين په وخت كې دود شوي او زموږ په ملي ترمينالوژي كې ځاى نلري بايد له كارونې څخه يې مخنيوى وشي لكه (( دانشګاه – دانشكده – شهرداري – دادګاه – فرماندهي .................... او داسې نورې )) چې دا داساسي قانون د ۱۶ مادي غوښتنه ده .
۳- دمبتذلو او بي حيا فلمونو او خپرونو مخنيوى دي وشي تر څو ځوانان د فساد لوري ته ونه هڅول شي او دا د خرم صيب خپله وينا هم ده چې (( مبتذل نشرات د مخدره موادو په څير دي )) .
۴-  ځينې هغه خپرونې چې د افغانانو دملي يوالي د له منځه وړلو او بيلتون لپاره هڅې كوي د هغو مخنيوى دي وشي .
۵- په ټولو خپرونو په ځانګړې توګه په دولتي راډيو تلويزيون كې د ې دافغانستان د رسمې ژبو ترمنځ انډول راوستل شي . په ځانګړي ډول د هغه تعصب او كركې مخه دي ونيول شي كوم چې د مخدوم رهين په وخت كې د افغانانو د ملي ژبې (( پښتو )) په وړاندې په سيستماتيك ډول پالل كيده.
۶- سترې محكمې او ملي شورا ته دې وړانديز وشي تر څو دمطبوعاتي سرغړونو د څيړنې په موخه دې يوې ځانګړې محكمې ته دمحاكمو دتشكيل او واك په قانون كې ځاى ورګړل شي .
په پاى كې يو ځل بيا ښاغلي خرم ته مباركي وايم خو تر څنګ يې د پورتنيو مسايلو په هكله د نوموړي د غوڅ دريځ غوښتنه كوم   خداى (ج) دي بريالي لري .