څو ورځې وړاندې مې د طلوع له تلويزيون څخه واوريدل چې (( لوى څارونوال امر توقيف وزير اسبق اطلاعات وفرهنگ را صادر نموده است )) داد خبرونولنډيز وو ما فكر كاوه چې ګڼې كه خداى (ج) كول ښاغلى رهين به دهغو تورونو له امله چې د نوموړي د وزارت په مهال په ده باندې لګيدلي وه محاكمه كيږي . خو له لږ څنډ وروسته د خبرونو په تفصيل كې څرګنده شوه چې دا خبر د ښاغلي چكرى په اړه وه . نوموړى د مجداهدينوپه حكومت كې د اطلاعاتو او كلتور وزير په توګه پاتي شوئ او اوس د استاد ربانى د اسلامي جمعيت په ګوند كې مرستيال مشر دى .
ښاغلي عبدالجبار ثابت چې لږ مو ده وړاندې د لوي څارنوال په توګه ګمارل شوى د طلوع تلويزيون او نورو مطبوعاتو ته وويل چې د كابل ښار د څلورمې ناحيې محكمې د ښاغلي چكرى دنيولو حكم كړى ځكه چې نوموړي د محكمې قاضيانو ته ګواښ كړى او هغوي يې تهديد كړي دي . د ښاغلي ثابت ضرب الاجل ۲۴ ساعته وو ټولو فكر كاوه چې سبا ورځ به چكرى ونيول شي او د قضا حرمت ته د سپكاوي په تور به د محكمې ميز ته راوكاږل شي خو په ډيره خوشينۍ سره بايد يادونه وشي چې د ۲۴ ساعتونو له بشپړيدو وروسته هغۀ كس چې د صديق چكري د نيولو امر يې كړى وۀ د نوموړي د بښنې اعلان يې هم وكړ ؟؟  ښاغلي ثابت مطبوعاتو ته وويل چې د پارلمان څو تنه وكيلانو د څلورمې ناحيې محكمې ته ننواتې وكړې ، قاضيانو چكرى وباښه او بيا د قاضي القضات په لاسليك څارنوالي ته مكتوب راغئ چې د چكري تعقيب څخه دي انصراف وشي او همدا دليل وۀ چې څارنوالۍ هم دچكري شاپريښوده او بيرته راوګرځيدل . آفرين دي وي د افغانستان په ډيموكرات حكومت دي ته وايي عدالت ، او دي ته وايي د قانون واكمني ، دي ته وايي دقانون په وړاندې مساوات ، او دي ته وايي زړه سوانده او مهربانه پارلمان چې نور كارونه خو يې پاى ته ورسول او اوس په محكمو كې د تورنو كسانو ننګه هم كوي . زه نه پوهيږم چې قانون په افغانستان كې د چا لپاره ده !آيا يوازې د هغوكسانو  لپاره  ده چې غريب او بيچاره وي او په سياسي ډلو اوګوندونو كې غړيتوب ونلري اويا په لوړپويو چارواكو كې ګټندوي ونلري ؟
كه څه هم ښاغلي لوى څارنوال د چكري دنه څارنې موضوع تريو ځايه پورې روښانه كړه خو زه اوس هم فكر كوم چې ښائي دابه هم د ښاغلي كرزي له هغو پركړو څخه يوه هغه وي چې غواړي خپل سياسي انډيوالان او مؤتليفين پرې خوښ وساتي خو ولس مشر او نور عدلي او قضايي چارواكي بايد په دي پوۀ شي چې داډول مضر احتياطونه دافغانستان لپاره ناوړه عواقب لري . او ورځ په ورځ د ولس په وړاندې د حكومت اعتبار ته صدمه رسوي . ځكه چې ولس په رڼو سترګو ويني چې قانون په زورورو نه پلى كيږي او يوازې بې وزلي خلك دي چې حق او ناحق قانون ته تابع شوي . د ښاغلي چكري په نه څارنې سره د افغانستان اساسي قانون خپل ارزښت له لاسه وركړ ځكه چې اساسي قانون په ۲۲ ماده كې د قانوني مساوات سپارښتنه كوي خو د چكري په قضيه كې وليدل شول چې د جميعيت اسلامي غړي له دي حكم څخه مستثنى وګڼل شول . او تر ټولو ګواښمنه خبره خو لا داده چې ښائي ځينې نور زورور كسان او پخواني قومندانان هم چې په يو نه يو ډول يو مسؤليت لري او يا ئي په دولتي او غيردولتي جايدادونو خيټې اچولي ، له دي موقع څخه ګټه پورته كړي او په دي فكر كې چې د حكومت له خوا بښل كيږي او ددې لپاره چې پخوانيو خداى بښلو تنظيمونوغړي دي هر څه چې كوي كولاى يې شي . همدا راز كومې هيلې چې د هيواد له نوي قاضي القضات او نوي لوى څارنوال څخه كيدې هغه هم د صديق چكري د قضيي قرباني شوي او دا ځكه چې نوموړي چارواكي په لومړۍ آزموينه كې پاتي راغلل او په دي ونه توانيدل چې له كاغذونو څخه جوړ قانون د يوې وسلوالې ډلې په مشر باندې پلي كړي . او په رښتيا سره چې د ايو ساده كار نه دى په څانګړي توګه د هغه چا لپاره چې د ملت په وړاندې ژمن نه وي .